تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې افغان طالبانو د جمعې په ورځ وویل چې دوی په زابل کې ۳۰ تنه افغان شیعه ګان نه دي برمته کړي.

نژدې دوه اوونۍ پخوا مول وهونکو وسله والو له دوو بسونو ۳۱ تنه هزاره افغانان، چې له ایرانه خپلو کورونو ته روان ول، د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې کښته کړل او نامعلوم لور ته یې په مخه کړل.

د سیمې خلک وايي چې وسله وال ترهګر د داعش غړي دي چې له طالبانو څخه بېل شوي کسان دي.

خو تراوسه هیڅ ډلې د دغو کسانو د تښتولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. دا په داسي حال کې ده چې په افغانستان کې د پیسو لپاره د خلکو تښتول هم عامه چاره ده.

وسله والو طالبانو، چې مرکزونه یې په پاکستان کې دي او د ډېرو کسانو د برمته کولو مسوولیت په غاړه اخلي، د جمعې په ورځ پاکستاني رسنیو ته ویلي چې په زابل کې ۳۰ تنه افغان مسافر دوی نه دي تښتولي.

د طالبانو د ملا عمر د ډلې ویندوی قاري یوسف احمدي پاکستاني رسنیو ته ویلي:«موږ فکر کوو پکار ده چې خپلو هیوادوالو ته اعلان وکړو چې دا قضیه زموږ له مجاهدینو سره تړاو نه لري، او موږ پکې لاس نه لرو.»

افغان امنیتي ځواکونو په خاک افغان ولسوالۍ کې، چې ګومان کېږي ترهګرو برمته کړي کسان هلته وړي دي، عملیات کړي او ادعا کوي چې په لسکونو داعشیان یې وژلي دي.

One thought on “طالبان وايي، په زابل مې د ۳۰ تنو په برمته کولو کې لاس نه لري”
  1. په غالب ګومان د ایران یا پاکستان او یا هم کوم بل هیواد له خوا د پښتنو د وژلو لپاره کومه بله نوی توطییه جوړه شوی وی چی پدی ډول سره په افغانستان کی ورونه قومونه سره وجنګوی. او یا هم کیدای شی دهغو هزاره جنګیالیو قصور دلته په افغانستان کی واخیستل شی کوم چی د ایران ، عراق او سوریی د ولسمشر بشار الاسد له خوا استخدام شوی او د دغو هیوادونو د سنی اکثریت او مخالفو جنګیالو سره په جګړه بوخت دی. زمونږ ملی مشرانو او د ګوندونو سیاسی زعامت ته پکار ده چی داسی مسایل په جګړه نه بلکی په سړه سینه د خبرو او مذاکراتو او یو بل ته د تیریدینی او ګذشت له لاری حل کړی نه د اخطارونو او انتقام اخیستلو له لاری. ځکه د 30 تنو هیواد والو برمته کول یا وژل د ټول ملت وژل او تباهی نه ده . دا یواځی یوه توطییه ده چی د حل لار یی باید پیدا شی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *