تاند- وسله وال طالبان وايي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې یې یولکو ۵۵ زره افغان سرتېري وژلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت د وسله والو طالبانو دا ادعا بې اساسه وبلله خو په عین حال کې یې وویل«د افغانستان خلک او هرڅوک دا مني چې طالبانو او نورو تروریستي ډلو د اسلام او بشریت په تاریخ کې تر ټولو بوږنونکې او بې حسابه جنایتونه کړي دي.»

طالبانو ویلي چې یولکو پنځه پنځوس زره افغان پولیس او نور امنیتي پوځیان یې په یولکو ۳ زره ۹۲۷ حملو کې وژلي دي.

دفاع وزارت د طالبانو د ادعا په ځواب کې پوښتنه کړې چې ایا په ښارونو او د عامو خلکو د راغونډېدو په مهمو ځایونو کې انتحاري حملې، د سړک د غاړې بمي چاودنې، پر لویو لارو د ماینونو ایښودل، د زړو سړو، ښځو او ماشومانو وژل، پر جوماتونو، ښوونځیو بریدونه او ګڼ نور جنایتونه جهاد دی؟

طالبانو دغه راز ویلي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو نژدې یو لک غړي ټپیان کړي، ۵۰ زره ۷۷۳ زغرګاډي او ټانکونه یې ویجاړ کړي او د افغانستان د هوايي ځواک او بهرنیانو ۵۵۱ الوتکې یې غورځولې دي.

طالبان وايي چې په غورځولو الوتکو کې ۸۲ بهرنیان وژل شوي دي.

4 thoughts on “طالبان وايي، په ۱۰ کلونو کې یې ۱۵۵ زره افغان سرتېري وژلي”
  1. دا وحشیان دومره تکړه او زړور ندي چې پدې اندازه زیات افغان ملي زمریانو ته زیان ورسوي. دا د دالخور غلامان که نران وي ددوی مقابلې ته دې مخامخ راووځي چې زړورتوب معلوم شي. داکوم تعداد چې دوی ښودلی دا یې ټول بې ګناه او بې وسلې افغانان وژلي او خپل تور پنجابی یې خوشحاله کړی.

  2. د طالبانو وحشت د جلادی تنظیمونو د وحشت ادامه ده.د جهاد نوم لاندی د وحشت پرته بل څه تمه مه کوی، جلادی تنظیمونو هم وطن ته ګلان نه دسته کول همدا د طالب پیری یی کولی، دوی هغه وخت ۱۲ لکه عسکر، ملکی مامورین، ښوونکی، شاګردان، ښخی او ماشومان، بوډاګان او ځوانان او… ووژل اوبیا د هماغه کارونو په پاداش نن وزیران، رییسان و والیان و ملیاردران دی

  3. THIS NAME(talib) IS NOT CORRECT FOR YOU,
    TALIB MEAN WHO WANT KNOWLEG,
    BUT YOU KILL OUR BROTHERS WHO CLOSE BELT FOR OUR
    COUNTRY,GOD WILL BLOSS THEM,
    SOULDERS/POLICE OFFICERS IS OUR PART OF BODY,
    YOU (talib) ARE NOT HUMANS,BUT YOU ARE ANIMALS,
    YOU DONT HAVE MIND,,SENSATION,
    YOU KNOWS/IF YOU KILL OUR SOULDERS, ANDYOU BELIVE
    ON YAUMUALHASHER ;YOU ARE RESPONSIBLE,
    YOU THINK BY SELF; IS YOUR LIFE OF HUMAN? NO;
    DON,T KILL AFGHANS BY DIRECTION OF ENEMY,
    THANKS FROM TAAND

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *