تاند- وسله وال طالبان وايي، د مسکو په غونډه کې د ګډون یا نه ګډون کولو په اړه به په هغه صورت کې پرېکړه وکړي چې روسیه رسمي بلنه ورکړي.

ټاکل شوې ده چې د راروان اپریل په ۱۴ مه د روسیې، افغانستان، چین، هندوستان، پاکستان، ایران او د منځنۍ اسیا د هیوادونو د جګپوړو استازو په ګډون د افغانستان په اړه د مسکو غونډه جوړه شي.

امریکا ویلي چې په دې غونډه کې ګډون نه کوي، پاکستان اعلان کړی چې خپل جګپوړی استازی مسکو ته لېږي. د افغانستان حکومت تراوسه څه نه دي ویلي خو ګومان کېږي چې افغانستان په دې غونډه کې ګډون کوي.

د افغانستان حکومت د مسکو په غونډه کې د طالبانو له ګډون سره په دې خاطر مخالفت کړی چې دا غونډه د دولتونو د استازو ترمنځ جوړېږي.

روسي چارواکو مخکې د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو ګډون ته لېوالتیا ښوولې وه خو د افغانستان له مخالفت وروسته په دې موضوع پټه خوله شوي دي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد نن /یکشنبه/ وویل، د مسکو د غونډې په اړه یوازې هغه مهال د طالبانو دریځ بیانولی شي چې دې ډلې ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړای شي.

د طالبانو ویندوی په عین حال کې هغه راپور رد کړ چې پر اساس یې ویل شوي و چې د طالبانو د کوټې شورا، حقاني شبکې او پېښور شورا اووه کسیز پلاوی د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د طالبانو کوم پلاوی اسلام اباد ته نه دی تللی.

One thought on “طالبان وايي، که رسماً بلنه ورکړای شوه، د مسکو په غونډه کې به د ګډون په اړه دریځ څرګند کړي”
  1. ذبیح الله مجاهل رښتیا ویلي دي ، دوی تیار په اسلام آباد کې اوسیږي نوځکه دوی خو له کوم بل ځایه هلته ندې تللی.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *