تاند- وروسته له دې چې د شنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر خبرداری ورکړ چې که طالبان په ښه نیت خبرې نه کوي نو د دوی نوی جوړ شوی دفتر به بند کړي، طالبانو نن وویل چې د بیرغ د نه پورته کولو او د اسلامي امارت د لوحې د نه ځړولو شرطونه مني او حاضر دي چې خبرو ته دوام ورکړي.

د لندن ډیلي ټیلګراف ورځپاڼې د اسوشیتید پریس خبري اژانس په قول نن راپور ورکړ چې په دوحه کې د طالبانو ویندوی سهیل شاهین وویل، سره له دې چې د طالبانو په منځ کې د بیرغ او د اسلامي امارت د لوحې د لېرې کېدو پر سر غوسه شته، دوی خبرو ته تیار دي.
سهیل شاهین له دوحې څخه اسوشیتید پریس خبري اژانس ته په ټېلفوني مرکه کې وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو تراوسه پوري له طالبانو سره د خبرو په اړه تماس نه دی نیولی.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جیمز ډابینز پرون دوحې ته ورسېد چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

وروسته له دې چې د افغانستان د ولسمشر د سخت عکس العمل له کبله د قطر حکومت د طالبانو له دفتره د دې ډلې بیرغ او د اسلامي امارت لوحه لېري کړل راپورونه خپاره شول چې طالبان له خپل دفتره د لوحې او بیرغ د کښته کېدو په اعتراض کې نه غواړي خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر غالباً د طالبانو دې پرېکړې ته په پام پرون وویل، که طالبان خبرې نه کوي دفتر ته یې اړتیا نشته او دوی به یې وروتړي.

ده همداراز وویل چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی په دوحه کې ده څو مالومه کړي چې ایا طالبان خبرې کوي او که یې نه کوي.

په قطر کې د طالبانو له دفتره د لوحې او بیرغ له کوزولو وروسته نیویارک ټایمز او اسوشیتید پریس خبري اژانس په جلا جلا راپورونه کې په کوټه کې د طالب مشرانو له قوله وویل چې طالبان هم په دې غور کوي چې خبرې وکړي او که یې ونه کړي.

د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد د نیویارک ټایمز راپور ته په اشارې له رسنیو وغوښتل چې یوازې د طالبانو د تحریک د رسمي ویندویانو په خبرو باور وکړي.

د قطر په خبرو کې وروستیو نهیلوونکو خبرونو ډېر افغانان خوابدي کړي. دوی وايي له ډېرو کلونو وروسته د سوله ییز حل یوه هیله رامنځته شوې او باید د ملت او هیواد برخلیک د وړو مسایلو قرباني نه شي.

2 thoughts on “طالبان وايي خبرو ته تیار دي خو امریکایانو ورسره تماس نه دی نیولی”
  1. که زه طالب وای نو ویل به می چه یی امریکایانو خبری کوه په لحاظ د خدای کله مو هم داسی دفتر په خوب که هم نوو لیدالي، دا موټری ګوره، دا ښه خواړه او داسی نو….دا دفتر په مونږ مه تړي خبرو ته حاضر یو. په هر صورت طالبان له امریکایانو سره خبری کوی او له خپلو افغانانو سره یی نکوي!! دا په کوم کتاب کی دی؟ بله دا چه فکر وکړی دا طالبان یو ځل بیا کابل ته راغلل، دوی به په کوم باور سره په خلکو حکومت کوي؟ د جلال آباد د کابل بانک فلم خو د خلکو له یاده نه وځي او همداسی په سلګونو نوری انتحاری او حلاله چه دوی وکړی. اوس طالبانو ته په کار چه یوه داسی روغه جوړه وکړی چه د خلکو زخمونه دوا کړی او ماتو زړونو ته مرهم و ګرځی د ټولو شهیدانو کورنی له دواړو خوا و نه خوشحاله کړی دا به څنګه زوغه وي؟ صرف یو سلیم عقل ته اړتیا ده.

  2. ملابرادر وايي، چې په پاکستان کې يې هڅې د سولې لپاره اغېزناکې دي

    په دې وروستيو کې افغان حکومت له پاکستان څخه غوښتنه کړې ده، چې طالب بنديان له زندان څخه خوشې کړي څو د سولې په خبرو کې مرسته وکړي او په دې لړ کې په ځانګړې توګه د ملابرادر پر خوشې کولو ټينګار کوي. پاکستاني چارواکي د ملابرادر د ساتلو لپاره خپل دلايل وړاندې کړي او وايي، چې ملابرادر په خپله نه غواړي چې افغانستان ته لاړ شي او هغه په دې اند دی چې د پاکستان له زندان څخه د سولې دخبرو لپاره زيات کار کولای شي. دغه چارواکي وايي، چې ملابرادر ته اجازه ورکړل شوې ده چې له ټولو اړخونو سره اړيکې ونيسي او په واقعيت کې دی د طالبانود مشرتابه او امريکايي استازو تر منځ د منځګړي رول لوبوي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو لوړ پوړی چارواکی وايي، چې نوموړی نه يوازې له طالب مشرانو سره په خبرو بوخت دی، بلکې له تېرو څو مياشتو راهيسې د امريکايي او افغان حکومت له استازو سره هم خبرې کوي.
    ملا برادر چې د طالبانو د مشر ملاعمر مرستيال و، په ۲۰۱۰ کال کې په کراچۍ کې د پاکستاني استخباراتو او سي آی اې ګډ ټيم له خوا ونيول شو.

ځواب ورکول وطن وال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *