افغان طالبانو نن /چهارشنبه/ وویل چې د دې تحریک پخوانی مرستیال ملاعبدالغني برادر لا هم د پاکستان په توقیف کې دی او خوشي شوی نه دی.
پاکستان تېره میاشت اعلان وکړ چې د افغانستان د حکومت د پرله پسې غوښتنو په ځواب کې ملا برادر خوشي کوي څو په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
خو پاکستان نوموړی له خوشي کولو وروسته څه موده په کراچۍ کې نظر بند وساته وروسته یې پېښور ته انتقال کړ چې له طالب مشرانو سره وویني مګر ده په پېښور کې یې له خپلو طالب ملګروسره له کتنې ډډه وکړه.
د پاکستاني سرچینو په وینا ملابرادر د دې لپاره له طالب مشرانو سره له کتنې انکار کړی چې تر ده د پاکستان د پوځ او استخباراتو مامورین راچاپېره دي.
ملا برادر، چې ویل کېږي د افغانستان له حکومت سره د تماس نیولو په خاطر پاکستان نیولی، په افغانستان کې د سولې په بهیر کې مهم بلل کېږي.
د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد وویل:«له بده مرغه نوموړی لا هم شپه و ورځ په محبس کې تېروي، روغتیايي حالت یې مخ په خرابېدو دی. ورځ په ورځ یې صحې وضعه خرابېږي.»
پاکستان ملا برادر په ۲۰۱۰ کال په کراچۍ ښار کې ونیوه.
په رښتیا چی د چټلستان دولتی چارواکی منافقین دی . دوی به هیڅکله هم د مسلمانانو تر منځ سوله او وروری و نه غواړی. لعنت د خدای دی وی پر داسی دولت چی خپل ولس هم غولوی او نړیوال هم. اوس د افغانستان دولت او طالبانو ته په کار ده چی د دغو منافقینو او مردارستان په مقابل کی خپل اختلافات یوی خواته پریږدی او په خپلو منځو کی مخامخ خبری وکړی او د خپلی راتلونکی اداری او نورو مسایلو په باب خبری سره وکړی.
مارګیران به آخرماروژنی
http://nunn.asia/index.php/multimedia/in-pictures/7985-%D8%AF%D8%A7-%D8%AA%D8%B5%D9%88%DB%8C%D8%B1-%D8%AF-%D9%85%D9%84%D8%A7%D8%A8%D8%B1%D8%A7%D8%AF%D8%B1-%D8%A7%D8%AE%D9%88%D9%86%D8%AF-%D9%86%D9%87-%D8%AF%DB%8C
له کله نه چې په ۲۰۱۰ م کې امریکايي او پاکستاني ګډو ځواکونو دطالبانو دمشرتابه مرستیال ملا برادر اخوند دپاکستان په بندري ښار کراچۍ کې ونیو له دې سره سم یوشمیر هغو رسنیو چې دطالبانو په مخالفت شهرت لري دغه تصویر دملا عبد الغني برادر په نوم نشرول پیل کړل.
خو د دغه تصویر اصلي خاوند عباد الله ارشد دپاکستان د دیر دسیمې اوسیدونکی دپاکستاني طالبانو یو عادی طالب دی چې هغه مهال دپاکستاني ځواکونو لخوا اسیر او بیايې دوسيه په رسمي ډول پاکستاني قضايي مراجعو ته وسپارل شوه .
همدا لامل دی چې دهغه تصویر دمحاکمې په مهال په بیلا بیلو حالاتو کې اخیستل شوی چې خوا اوشايي پاکستاني پولیس او دمحکمې موظفین هم لیدل کیږي .
دافغاني طالبانواویاالقاعده تنظیم مربوط کوم کسان چې دپاکستاني استخباراتي کسانو لخوا تعقیب او نیول شوي تراوسه پوري نه هغوئ محکمې ته وړاندي شوي او نه خبر یالانوته له هغوئ څخه دتصویر اخیستلو اجازه ورکول شوې.
یواځې خالد الشیخ چې هغه امریکايي استخباراتو ته دالقاعده تنظیم ترټولو مطلوب شخص ګڼل کیدو کله چې په ۲۰۰۳ کال کې په کراچي کې اسیر شو نو د پاکستاني امنیتي چارواکو لخوا دنوموړي دګرفتاري دتائید په موخه دهغه داسارت تصویرونه درسنیو په واک کې ورکړل شول .
خو کوم تصویر چې په کابل کې دشمالي ټلوالې اویاهم دځینو نورو طالب ضد رسنیو له لوري دملابرادر له موضوع سره یو ځای دهغه په نوم نشریږي هغه دملابرادر تصویر نه دی او نه هم تراوسه پوري د نوموړي خپل تصویر په هیڅ رسنۍ کې نشر شوي .
ای زمونږ بی خبره حکومته تاسی خوپه رښتیا بیړاګان یاست، لکه چه دقطر ټوقه درباندی بیا وشوه، چه دومره معلومات نلری چه ملابرادر په زندان کی بندی دی اوکه خوشی شویدی نوبیا ولی زمونږ دبهرنیو چارو وزارت په رسمی ډول دپاکستان دحکومت څخه مننه وکړه.
دډیر افسوس ځای دی