تاند- افغان طالبانو نن په یوه خبرپاڼه کې چین ته د خپلو استازو د سفر د تاییدولو ترڅنګ ویلي چې د دغه سفر هدف دا نه و چې له چین څخه د سولې د خبرو لپاره د منځګړتوب غوښتنه وکړي.
د طالبانو یوه ویندوی ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې، چې بېلابېلو رسنیو ته یې لېږلې ده، تایید کړې ده چې د طالبانو استازي په وروستیو کې چین ته تللي ول خو د ده په وینا د دغه سفر مقصد دا نه و چې چین دې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې او پخلاینې منځګړتوب وکړي.
چین ته د طالبانو پلاوی وروسته له دې لاړ چې د افغانستان ولسمشر پر پاکستان د فشار راوړلو لپاره پیکینګ ته سفر وکړ او د افغانستان د سولې په بهیر کې یې د دغه هیواد د رول لوبولو غوښتنه وکړه.
د طالبانو پلاوی د ولسمشر غني له سفره څو ورځې وروسته پیکینګ ته لاړ.
خو ذبیح الله مجاهد وايي چې «اسلامي امارت» د نړۍ او سیمې له هیوادونو، په ځانګړي ډول ګاونډیو هیوادونو سره له پخوا راهیسي اړیکې لري او هر وخت چې اړتیا شوه دغو هیوادونو ته سفرونه کوي.
مجاهد ویلي:«ګاونډی چین یو له هغو هیوادونو څخه دی. طالبان به د اړیکو د جوړولو او پراخولو او د خپلو دریځونو د روښانولو لپاره ګانډیو او د نړۍ نورو هیوادونو ته سفرونه کوي اودې لړۍ ته به دوام ورکړي.»
مجاهد په خپله خبرپاڼه کې د سولې د خبرو په اړه ویلي:«تر کومه ځایه چې د سولې له خبرو سره تړاو لري، طالبان لا هم پر خپل پخواني دریځ ولاړ دي.»
طالبانو پخوا په ځلونو ویلي، تر څو چې ټول بهرني پوځیان وتلي نه وي د سولې خبرې به ونه کړي.
ده تاکید وکاوه چې طالبانو هیڅ هیواد ته د سولې د خبرو یا په دې برخه کې د نورو هیوادونو د منځګړتوب د غوښتنې لپاره سفر نه دی کړی.
دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو کې د ځینو ناتایید شویو راپورونو پر اساس وویل شول چې ولسمشر غني د ترکمنستان په وروستي سفر کې د طالبانو د قطر د دفتر له نوي ټاکل شوي مشر شېرمحمد ستانکزي سره کتلي دي.
ذبیح الله مجاهد تایید کړه چې بېلابېلو هیوادونو له افغان ملت او طالبانو سره د خواخوږۍ له مخې د روانو ستونزو له حل کولو سره د مرستې لپاره د سولې د خبرو د منځګړتوب وړاندیزونه ورته کړي دي، طالبانو یې مننه کړې خو تراوسه پوري کومه نوې پرېکړه نه ده شوې، که نظر بدل شو، موږ به یې له خپل ولس سره شریک کړو.»
چین ته د ولسمشر غني له سفره وروسته داسي ښکاري چې پاکستان د افغانستان په وړاندې په خپله پالیسي کې د بدلون راوستلو په حال کې وي. د پاکستان په پالیسۍ کې د بدلون ځیني نښې لیدل شوي خو افغانان یې عملي پایلو ته انتظار دي.
د ذبیح اله یعنی « آی اس آی » دریځ ثابت ندی کله یو څه او کله بل څه وایی .
له یوی خوا غواړی د افغانستان د خلکو نمایندګی وکړی او له بلی خوا نه غواړی د افغانستان د خلکو سره خبری وکړی . آی اس آی هیڅکله په افغانستان کی سوله او ثبات نه غواړی او د جګړی اور به بل ساتی. مجاهد ،طالب او چړی ډلی به له اسلامی مقدسو او پاکو نومونو نه استفاده کوی او افغانان به وژنی.
د افغانستان ولس ته په کار ده چی د پردیو مزدورانو ته غوږ ونه نیسی ، د هغوی پرضد را پاڅی او د هغوی ټول پلانونه په نطفه کی خنی کړی. هغوی چی د اسلام مقدس دین له ارشاداتو مخالف شر او مسلمان وژنه غواړی . الله ج به هغوی وشرموی او د هغوی تاریخ هم مخ په تیریدو دی . دوی ته به دنړۍ په هیڅ کونج کی د اوسیدو لپاره ځای نه وی.
که ریښتیا خبره وي طالب ټکی اوس را ته داسې ښکاري ګل مو پر مخ لکه کانګې چې هم بوی کوي او هم بدې ښکاري.
د طالبانو دغه خبره چی وایی ((د سولی په اړه یی خپل دریځ نه دی بدل کړی ))لاند سوال پیدا کوی.
طالبانو دا اعلان ولی دومره وروسته وکړ، پداسی حال کی چی دا خبری خو ډیری پخوا میډیا ته راوتلی وی؟
په غالب ګمان د طالبانو همدغه دومره په ځند سولی د خبرو رد کول د امریکا د ولسمشر اوباما د سفر سره چی نازه یی هند ته تر سر کړ تړاو لری..هغه داسی چی امریکا هند ته پدی نوی سفر کی وښودله چی نور نو پاکستان هغه اهمیت چی پخوا یی درلود له لاسه ور کړی دی .همدارنګه د چین ولسمشر هم هند ته خبرداری ورکړ چی امریکا ته باید ډیر ور نږدی نه شی.
. نو دغه دوو ټکیو ته په کتو د طالبانو دا اعلان چی د سولی په اړه یی په دریځ کی بدلون ندی راغلی مستقیمی اړیکی لری. داسی ګمان کیږی چی پاکستان به بیا د طالبانو غوږونه ورتاوو کړی وی او دا اعلان به یی ورباندی کړی وی. چی د سولی خبری رد کړی.
خو طالبان باید لږ خپل سرونه خلاص کړی او پدی پوهه شی چی تر کومه به د پاکستان د لاس اله وی او تر کومه به یی د ځان په ګټه استعمالوی؟
طالبان باید پدی ښه پوه شی پاکستان یی د خبل ځان په ګټه لکه چی وړاندی یی هم اسعمال کړی دی بیا بیا اسعمالوی..کله چی امریکایان او یا نور غربی قوتونه په جګړه کی برخه نه اخلی نو د کوم ایت او حدیث په رڼا کی طالبان جګړی ته دوام ورکوی؟
موږ پر طالبانو غږ کوو چی نور د د پاکستان د پوځ څخه ځانونه ازاد کړی سولی ته لاره اواره کړی او د خپلو افغان وروڼو سره د سوله خبری وکړی.
نور نه جهاد شته او نه شهادت.
طالبان غواړي چې اشغالګرورک شي او ددالرو پر ځای افغانۍ دقدر وړ شي
ملت خپل هویت د اسلام او پښتو په غيږ کې ولري
Tr osa che american force o pa hagha wakht ke hm taliban da pakistan da las aala wa os che sta pa wayna america pa jang ke mustaqeman barkha na akhle os hm da pakistan da las aala da ajeba khabara da ,bia nu sta da khabary tr manz farq sa shy dy,za la taa na yaw so taposona kwm munafiq sa ta y? pa de zmana ke munafiqen shta au ka na? Ka we nu sok de? Au ka na we nu yani sirf kafir au musalman ba we, nu tata hm pata da ka musalman e!!! kafir cha tekhte ta majbor kral? yani kafiro sara che sok pa jagra ke d nu hagha musalman we ka na?da talibanu haqqanyat lapar dumra kafi da che jehad kav da kafiro sara au da hoghoe da dakhele malgaro che ghuledale de , Hagha sta khabara bela mauzo da che aya taliban da pakistan aala da. Ta mata dase subot ka che wali da pakista da las aala d?
hassan sab , sabit darez hmdy ta wae che pakhwa e hm wael sola darsara na kawm che tar so yaw bahrany pa gran afghanistan k v au dalta palet qadamona gde da ba tol obaso au sharo ba e bia ba afghanan khpalwak islami nizam lande jwand kav
هو مجاهد صاحب. پاکستان خپل څان په خطر کی ګوری ځکه خو نو د طالب جان دریځ نسی بدلیدلای طالب جانه په یاد ساته لکه څنګه چه یی په ۲۰۰۱ کال کی لاس تړلی د امریکایانو په لاس ورکړی دا پاکستان به بیاه هم همداسی در سره کوی.