تاند (کابل) – طالبان وایي هغوی به جنګي جنایتکارانو ته بخښنه وکړي.‌

ویل کیږي چې دا خبرې په قطر کې د طالبانو د دفتر یوه غړي شېرمحمد عباس ستانکزي د پګواش په یوه وروستۍ غونډه کې، چې په قطر کې جوړه شوې وه،‌ وکړې.

په کابل کې د طالبانو د ډلې یوه پلوي نظرمحمد مطمئن خپله فیس بک پاڼه کې یاده کړې ده چې ښاغلي ستانکزي د پګواش په غونډه کې ویلي دي چې پخوانيوجهادي مشرانو ته چې افغانان یې په کورنیو جګړو کې له بشري حقونو څخه د سرغړونې، د لسګونو زره کابل ښاریانو د وژنې او د کابل ښار د ورانونې له امله جنګي جنایتکاران ګڼي، بخښنه کوي او وایي چې د هغوی هملاري دي.‌

د ستانکزي له خولې را نقل شوي دي چې هغوی به له غرب څخه راغلي مسلکي کسان چې ډېری افغانان یې د وطن د جوړونې په برخه کې یوه هیله ګڼي په دې پلمه ووژني چې ګویا هغوی سیکولران دي.‌

د پګواش له غونډې څخه لیک شوي خبرونه وایي چې کله چې د شمال د پخوانۍ طالب ضد ټلوالې یوه غړي حسام الدین د جنګي جنایتکارانو د عفوې په هکله د شېرمحمد عباس ستانکزي خبرې واورېدې خپل مایک یې روښانه کړ او ویې ویل چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مجاهد له پاره دې په غونډه کې فاتحه وشي.‌

د سي آی ای د چارواکو له خوا یو شمېر خپاره شوي اسناد ښیي چې،‌ په متحده ایالاتو د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې په بریدونو پسې چې امریکا او متحدینو یې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت پرضد هوایي حملې پيل کړې د سي آی ای یو شمېر جګپوړي چارواکي افغانستان ته راغلل چې د پخوانۍ شمال ټلوالې له چارواکو او په ځانګړې توګه محمد قسیم فهیم،‌ عبدالرب رسول سیاف او جنرال دوستم سره یې وکتل، پیسې او تجهیزات یې ورکړل او د طالبانو پرضد یې د ځمکنیو ځواکونو په حیث وکارول چې په زرونو طالبان او د طالبانو په نامه عادي پښتانه یې یا ووژل او یا یې امریکایانو ته په لاس ورکړل چې ګڼ شمېر یې په مرګوني ډول شکنجه هم شول.‌

بل لور ته بیا د طالبانو تر ولکې لاندې اکثرو پښتون مېشتو سیمو کې ښوونځي شاړ پاتې شول چې له امله یې له ګڼو ولسوالیو څخه هېڅ زده کوونکی نه دی توانېدلی چې د کانکور ازموینې له لارې پوهنتوني زده کړو ته لاره ومومي په داسې حال کې چې د نورو سیمو له ښوونځیو څخه په سلګونو او زرګونو نجونې او هلکان پوهنتونونو ته داخلېږي، او په بېلابېلو تعلیمي څانګو کې ماسټرۍ او دوکتوراوې کوي.

د سیاسي چارو پوهان پوښتنه کوي چې که چېرې طالبان د هغو کسانو پر ضد چې ولس یې جنګي جنایتکاران ګڼي او محاکمه یې غواړي څه ستونزې نه لري، دا خلک خو د طالبانو د نظام له نسکورېدلو څخه وروسته تر ننه پورې نه یوازې په واک کې دي بلکه له همدې لارې په مالي او میډیایي مافیاوو باندې واوښتل، بیا نو طالبان په کوم دلیل ملکي خلک، د ملي اردو او ملي پولیسو ځواکونه په نښه کوي او وژني یې.

18 thoughts on “طالبان وایي جنګي جنایتکارانو ته بخښنه کوي”
  1. ایا طالبان جنګي حنایت کاران نه دي؟ دوی په تېرو دیارلسو کالنو کې د څومره بې ګناه افغانانو ویني وبهولي او څومره کورنی یې د غم په ټغر کینولی دوی ته به څوک بخښنه کوي بخښل یواځې د حکومت دولت او د یوې ډلې کار نه دی تر څو ورته ملت بخښنه ونکړ ي

  2. داخبرې که دستانکزي وي نو دهغه شخصي نظر یئ بولم، ځکه د بنده حقوق بل بنده نه شي معافولای، البته په حق الله کي دوخت واکمنان څه دبخښې صلاحیت لري، نو ده ته دومره اختیار چاورکړی دی ؟

  3. عجیبه خبره ده یو غل بل غل بخښی تاسو خو داسی د زمزمو په اوبو پریوللی یاست چی تاسو دا نور ډاکوان بخښی څوک یاست او دا چا داواک درکړی دی ( هغه متل دی خلک یی په کلی کښی نه پریږدی هغه غواړی لکڼه د خان په کور کښی کښیږدی )خیشته خواره او د بل په در ستر شوو مزدورانو سمه د خدایی دعوا کوی ټول به په دوزخ کښی سوځی د کفارو د پروژو تدبیق کوونکی یاست طالبانو!!!!!!!!!!!! الله دی تاسو خاینین برباد کړی

  4. Taliban are themselves the criminals of war and looking into this commonality with the so-called Jihadis who in last 14 year looted this country, Taliban decided to issue verdict in this regard. But here are some questions, who give Taliban the authority to pardon these criminals, this authority rests with common Afghans whose innocent blood were shed both, by Jihadists and Taliban. This nation wants justice by bringing not only so-called Jihadists but also Taliban for their crimes of war and atrocities they inflicted on this poor nation. Justice can only be rendered if either these criminals say sorry and be repentant for what they have committed or bring them to justice with the support of international community to let the justice be prevailed and respected.

  5. بالکل په همدغه یوه قوم دا ظلم روان دی یایی دطالب په نامه یایی د تروریست په نامه یایی په بل نامه هیله د طالبانو وروڼو مجاهدینو څخه کوم چی دامسلمان باعزته باغیرته قوم وژغوری

  6. Taliban and north alliance are two sides of one rusted coin. Shame to talib who forgive and forget the killer of thousand innocent people. Secular never kill talib, but mujahiden kill taliban in Mazar and Parwan.Both taliban and mujahiden kills innocent Afghan .

  7. قمرعلي،‌ دا ستا مدرسه نه ده چې د چڼي توب په وخت کې به دې هر ډول کنځلې په کې کولې، اول په یوه ټولنه کې د خبرو او لیک را لیک آداب زده کړه بیا لیکل کوه،‌ کنځلې د کوڅه ډبو خلکو کار دی او بله دا چې د رسول الله (ص) په یوه حدیث کې د منافق څلور خواص ذکر شوي دي چې یو یې دا دی چې …..و اذا خاصم فجر… یعنې کله چې جنګ/جنجال کوي نو کنځلې کوي.‌ پاتې شوه د طالب خبره،‌ طالب او تنظیمونه ټول له یوې مخې د پاکستان داسې چارپښان ول او دي چې په یوه شکېلي به یې اوبو ته بوول او بیایي او په بل شکېلي یې بېرته موګي ته ستنوي نو فرق په کې نشته. البته دا په دې معنی نه ده چې د روسانو ګوډاګي کمونستان ښه خلک ول خو کمونستان په داسې وطنفروشانو باندې په مراتبو شرف لري ځکه چې دوی هر څه په پنجابیانو باندې لیلام کړل.

  8. بخشنه د څواکمنو خلکو کاردی خو که طالبان دا جنایتکاران وبخشی نو آیا دغه ملت چی تراوسه د طالبانو کلک ملاتړ کوی د طالبانو په مقابل کی به ونه دريژی او خپل حق به ونه غواړی او آیا که دغه جنایتکاران بخشل کیژی نو دا جګړه د څه لپاره ده خو همدغه جنایتکاران وو چی افغانستان یی اشغالګرو ته په ولکه کی ورکړلو او مظلوم ملت یی په وینو ولمبوو او تراوسه یی شه ورځ نده لیدلی

  9. دستانکزي صاب دخبرومتن هم په مطبوعاتوکۍ پروت دی او دمطمئن صاب فیسبوک پاڼه هم دهر چا پر مخ خلاصه ده، خلګ هم هسي دړانده ډبرې ولي که هرچیرته اودهرچاپرسر ولګیږي، داخو څه دراډیوګانو خبري نه دي چی تیرې شوې بیانه راګرزي ، لږ دهغوي خبرې ولولئ، بیا رپورټ جوړکړئ، اوتبصرو والا دي هم دومره ایمان ترګنډه نه کاږي چی هسي څه وویني بس هرڅه چی پرخوله ورغلل هغه ورباندي لیکي، خبره داسي نه وه: ستانکزي صاب ویلي دي چی موږ له مجاهدینو سره ټکر نه لرو، دمجاهدینومانا به دانه وي چی مجرم؟؟؟؟؟؟؟؟.

  10. طالبانو خپله څومره جنايات وکړل، څومره پښتانه ددوى له له لاسه بې زده کړې شول.
    نو د جنايت کار بښنه جنايت کار ته بيا د مظلوم ملت په سترګو کې خاورې توېول دي.

  11. این جنایتکاران بودن که مردم افغانستان را تباه کردن این جنایتکاران که ناموس مردم را به خود برودن این جنایتکارانبودن که زن ها را از آبارتمان ها به باین انداختن این جنایتکاران بودن که افغانستان را بالای امریکا فورختن این جنایتکاران بودن که میلون ها مردم بی گناه را شهید کردن این جنایتکاران بودن که تانک توب طیاره مردم افغانستان را بالای باکستان فورختن این جنایتکارانبودن که رد کابل را به خاک یکسان کردن این جنایتکاران بودن که تا به حال مردم افغانستان به باها خود ایستاده شده نمیتوانند این جنایتکاران را مردم افغانستان بخشش کردن میتوانند نی هر گز نی بخشش این جنایتکاران به دست حکومت و دست گروهی یا طلبان نیست این حق شما هم نیست که فیصله کنید این کار مردم افغانستان است که به این جنایتکاران چی میکنند آن وقت جواب خواهد گفت انا شا الله

  12. نر څو چه جنګي جنايتکارتن او دکرزي صاحب دوخت ميراث چه تراوسه دوام لري, محاکمه او تصفيه نشي تر هغې نه په هيواد کي سوله راتللي شي, نه اجتماعي عدالت ټينګيدلي شي اودنه خړ ملي اقتصاد وده کولي شي.
    په غربي نړۍ کي پاتي شوي اکثريت اغغانان اوهغوي چه پخواې ددولت واګي په لاس کي لرلې اکثريت ې نن هم دافغانستان جړړوني ته صادق اوواقعي مسلمانان پاتي شويدي. اکثريتو ې حجونه کړي,مسجدونه ې جوړ کړي او خپل ديني اومذهبي عنعنات دملي رواجونو سره ځاي پر ځاي کوي. زما په شخصي نظر که طالبان جنګي مجرمان بخي نو دوي به دملت د 5 ميليونه جريبو ځمکو غاصبين هم بښخي ځکه چه جنګي مجرم او غاصب دواړه ديو آس غوږونه دي. خو زه اوزما پشان په سلګونو زره افغانان پدي باور پدې باور دي چه اجتماعي عدالت به مينځته راځي, ټول مجرمين به دقانون منګولوته وسپارل شي او محاکمه به شي. په درناوي.

ځواب ورکول یاسین ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *