تاند: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، له امریکا سره مذاکراتو کې موافقې ته ډیر نژدې شوي دي

ښاغلي شاهین نن پرخپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې نن هم د د امریکایي استازو او وسلوالو طالبانو ترمنځ مذاکرات روان دي

هغه لیکې “نن هم مذاکرات دوام کوي. وروستي توافق ته ‌‌‌‌‌‌نږدې شوي یو. هیله ده ژر به خپل مسلمان او خپلواکي غوښتونکي ولس ته ښه زیری ولرو

دا نهم پړاو مذاکرات چې تیره پنجشنبه پیل شوي نن اومه ورځ ده
طالبان په داسې مهال افغانانو ته د ښه زیرې خبره کوي چې ډیری افغانانو د بین الاافغاني سولې غوښتونکې دې او غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

بلخوا ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن کابل ته سفر وکړي، ترڅو افغان چارواکو ته د موافقې د وروستیو جزئیاتو په اړه معلومات ورکړي

افغان حکومت بیا وایي نه غواړي له وخت مخکې څه ووایي او دوی په تمه دې چې زلمی خلیلزاد به یو یو بشپړ راپور ورکړي.

One thought on “طالبان وایي: ژر به افغانانو ته د خوښۍ زیری ولرو”
  1. کاشکی د زیرو دور پیل شی ،داسی زیری لکه اوربند، دعقل او دین دور، ترحم او اوښکو پاکولومردانګی، د حلم پهلوانی او محمدی اخلاق، په لږ قناعت خو ملت نه وژل، تنظیمی انحصار نه بلکی ملی خدمات،اجنبی هڅونو ته د عقل او دین فلتر لګول،أتأمرون الناس بالبر وتنسون انفسکم څخه برائت چی د ایمان تقاضا ده ،فبما رحمة من الله لنت لهم و لو کنت فظا غلیظ القلب لانفضوا من حولک یا محمدی اخلاق د ژوندی کولو د هڅی زیری او په زرګونو نور هغه زیری چی باید مجاهدینو په عمل کی ورکړی وی خونن دا تربیتی ظرفیت نه یواځی موږ حتی امت دلاسه ورکړی بیاهم د رب العزت نه دا امید لرو چی داسی مؤمن مرصوص صف پیدا شی چی دی مظلوم ملت او امت ته زیری ورکړی شی دا به د رب العالمین بی ساری نعمت وی او شکر یی واجب دی

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *