تاند، جمعه، قوس ۸مه : طالبان وايي، د امریکا د ولسمشر ټرمپ دا خبره چې له طالبانو سره یې مذاکرات بیا پیل کړي دي، له وخته مخکې خبره ده.

د امریکا ولسمشر تېره شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر په ترڅ کې ویلي چې طالبان سوله غواړي او دی ټینګار کوي چې له طالبانو سره وویني او اوربند ټینګ شي.

ښاغلي ټرمپ که څه هم د سولې په مذاکراتو کې د پرمختګ خبره کړې ده مګر د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وايي، دا خبرې مخکې له وخته دي او د سولې په برخه کې لا هم خنډونه شته.

فرانس پریس اژانس د ښاغلي مجاهد له قوله لیکي، اوس مهال د خبرو د بیا پیل په اړه څرګندونې له وخته مخکې دي او طالبان به په دې تړاو خپل غبرګون وروسته اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو و ورځې وړاندې یو شمېر طالب سرچینو هم منلې وه چې په قطر کې یې له زلمي خلیلزاد سره درې ورځې خبرې کړې دي او ژر به د مذاکراتو د بیا پیل رسمي اعلان وشي.

One thought on “طالبان: ټرمپ د مذاکراتو د بیا پیل په اړه له وخته مخکې غږېدلی”
  1. افغانستان ته دامریکا د متحده ایالاتو جمهور ریس ډونالډ ټرمپ ناڅاپي لمړني سفر په افغانستان کې دننه او له هیواده بهر د پاکستان د ګټو ساتونکی سخت وارخطا کړي‌ دي‌.

    له ښاغلي ټرمپ سره په دغه سفر کې د هغه د ملي امنیت مشاور رابرت اوبراین، د استخباراتي او نورو چارو ځيني مشاوران هم شامل وو.

    جمهور ریس ټرمپ په خپل دغه سفر کې تر هرڅه ډېر افغان امنیتي ‌ساتونکي‌ وستایل چې په دې وروستیو کې خپل غلیم ته سخت غاښ ماتونکی ځواب ویلی دی .

    ټرمپ وویل:

    « زه دافغان امنیتي ساتونکو مننه کوم چې په زغرده او مېړانه دترهه ګرو خلاف جګړه کوي‌‌»

    ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د امریکا له سفیر ، هلته د مېشتو امریکا يي ځواکونو له قوماندان ، افغان ولسمشر ډاکتر اشرف غني او ددفاع وزیر اسدالله خالد سره وکتل .

    ولسمشر ټرمپ وویل چې د امریکا متحده ایالات به له وسله والو طالبانو سره هیڅ ډول داسي معمله ونه کړي ‌چې دافغان هیواد په زیان وي .

    ټرمپ وایي له طالبانو سره خبري بیا پيل شوي او د د غني د ادارې تر شا کلک ولاړ دی او هیڅ کله به یي یوازي پرینږدي.

    افغان وطن ته د ټرمپ سفر دا ښيي چې امریکا لا هم پر افغانستان ولاړه ده او دغلته نه غواړي شوي پرمختګونه له طالبانو سره د احتمالي جوړ جاړي په سبب زیانمن شي.

    د ولسمشر ټرمپ دې خبرو چې امریکا دافغان حکومت او ولس تر شا ولاړه ده ، په افغانستان کې دننه او بهر هغه کسان سخت اندېښمن کړي چې په لویه کې د پاکستان او ایران د ګټو پالونکي دي‌.

    د پاکستاني ګټو پالونکي ځینی کسان چې ځانونه افغانان بولي او په پښتو ژبه رواني خبري کولای شي پر خواله رسنیو هڅه کوي چې د ټرمپ سفر کمزوری وښيي ، خو په لویه کې دامریکا د ولسمشر ټونالډ ټرمپ سفر دافغانستان ددښمنانو له پاره یو سور څراغ دی .

    هغه کسان چې د افغانستان ګټي ورته مهمي‌دي‌د ولسمشر ټرمپ سفر ته د یوه نیک پال په سترګه ګوري .

    ښاغلي ټرمپ له غني سره په خبرو کې وویلي چې هیواد به یې تر بشپړي کامیبابۍ پوري له افغانانو سره ولاړ وي او دا ویره دي افغانان نه کوي چې ګواکې امریکا د نیمي لاري ملګرتیا کوي.

    ټرمپ همدا راز ویلي چې طالبان اوربند ته حاضر شوي دي او که چیرته لږ هم د سولي له پروسي په شا شي امریکا او افغان ځواکونه به یې له دې هم نور وځي .

    هغه همدا راز زیاته کړه : (( زه اوس پوهیږي چې طالبان اوربند کوي، او دا کار به سمي پایلي ولري)).

    د امریکې ولسمشر پر داسي وخت افغان خاوره باندي پل ږدي چې حکومت په ختیځ ننګرهار کې د داعش ډلي د ځپلو زیری تیره اونۍ خپور کړ.

    افغان امنیتي ځواکونو اوس دا توان موندلی دی چې داعش ترهه ګره ډله یې له منځه یو وړه او وسله وال طالبان یې له افغانستان نه ایستلو ته اړ کړي دي .

    داسي ښکاري چې دافغانستان دښمنان که کور دننه ځیني جاسوسان دي‌او یا له هیواده بهر د پردیو ګټو ساتونکي دي هڅه کوي چې دافغانستان او امریکا تر منځ اړیکي خراب کړي ، خو اوس افغان حکومت توانېدلی چې د افغانستان دا کښتۍ تر خوندي څنډو وروسوي .

    دولسمشر غني بریالۍ پالیسي او ددفاع وزیر اسدالله خالد ترهه ګري ضد جګړه اوس دې کچي ته رسېدلې چې د هغوی له مخالفینو پرته یې د ولسمشر ټرمپ په ګډون د نړۍ نېژدې هر ه سیاسي څېره او ځواکمن قوتونه مني .

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *