تاند، دوشنبه، د حوت ۱۲مه: فرانس پریس خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ويلي چې طالبان، د افغان امنيتي ځواک پر وړاندې خپل تهاجمي عمليات بيرته پيلوي او په دې توگه هغه جزوي اوربند ختموي چې له امريکا سره د تړون تر لاسليک کيدو دمخه شوې و.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د تاوتريخوالي د کموالي موده اوس پای ته رسېدلې او زموږ عمليات به په نورمال ډول ادامه پيدا کړي.»
نوموړي زياته کړې: ))د تړون (د امريکا او طالبانو ترمنځ) پر اساس به مو مجاهدین پر بهرنيو ځواکونو بريد نه کوي خو د کابل د ادارې د ځواکونو پر وړاندې به زموږ عمليات دوام پيدا کړي.))
خو په کابل کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قومندان سکاټ میلر بیا وایي، د تاوتریخوالي کمول د باور جوړونې لپاره وو:(( موږ د خپلو مکلفیتونو په اړه ډیر جدي یو او موږ تمه لرو چې طالبان به د دوی د مسؤلیتونو په هکله جدي وي. په دې اړه د امریکا دریځ خورا روښانه دی او تاوتریخوالی باید ټیټ پاتې شي.))
بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت د وياند مرستیال فواد امان تاند ته وويل چې حکومت هم دا ارزوي چې د تاوتريخوالي موده پای ته رسېدلی او که نه.
نوموړي زياته کړه: «موږ تر اوسه په هېواد کې د سترو بريدونو د ترسره کیدو په اړه هیڅ رپوټونه نه لرو.»
مګر په عين حال کې نن د دوشنبې په ورځ په خوست ولايت کې د فوټبال د يوې لوبې پر وخت بمي بريد درې تنه وژلي او ۱۱ نور یې ټپيان کړي دي.
د خوست د والي ویاند طالب منګل په دې اړه تاند ته وويل: «په موټر سايکل کې ځای پر ځای شوی بم د فوټبال د لوبې پر مهال چاودلې دی.»
تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې، مګر طالبانو تر دې دمه د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې وه.
خدای وهلی طالبه دخپلو مشرا امر ته مو فکر دی؟ پر کفارو ډز مکوی یوازی مسلمانان ووژنی ایا دا جهاد دی که د تور پنجابی ټوپک مو پر اوږه دی؟
له خدایه و شرمیږی
ټول کار په سکاټ میلر کی ده ځکه همدی سکاټ میلر جنرال رازق وواژه او بیا پاکستان ته وویل چی په طالبانو فشار راوړی چی د جنرال رازق وژنی پړه په غاړه واخلی همدا راز تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چی پدی توافقنامه کی دوه پټ او محرم اسناد هم دی چی تنها کانګریس یی لیدلی شی او نور رسانی نشی لیدلی
عجیبه ده دوی د افغان سولی لپاره له پاکستان سره معامله کوی یعنی پدی ۱۹ کلنی جګړه کی امریکا پاکستان ۳۳ میلیارده ډالر ورکړی چی غیرمستقیم طالبانو ته ورکړی چی افغان ولس او دولت پر ضد ګام پورته کړی مګر نن او سبا او راتلوونکی هرڅه رسانیو ته روښانه کیږی چی امریکا او برتانیی او نړی نور هیوادونه او نړیواله ټولنه د افغان ولس د وژنی ته لاس یو کړی نو موږ افغانانو ته پکار ده چی لاسونه سره یو کړو او زړونه سره یو کړو
او دا خپل وران ګلشن افغانستان آباد او سرلوړی وساتو
داسی نه چی نړیوال مو په افغانیت او غرور باندی ملنډی ووهی
پنجابیان د احمدشاه بابا په دوران کی خبرو کولو جرت نه درلود مګر نن د امریکا او برتانیی او ۷ یا ۸ جنګی ډلو او ۱۹ کلنی جګړی لوبغاړو له برکته په افغانانو باندی فشار راوړی چی ۵۰۰۰ بندیان ژر تر ژره خوشی کړی
خیر که نړیوال را سره همغږی ندی خو الله تعالی لرو
که الله تر سره مل نه وی رحمانه
که لښکری درسره وی یک تنها یی