تاند- د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې وسله وال طالبان په دې غور کوي چې په قطر کې د دوی له دفتره د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ له کښته کېدو وروسته له امریکا او افغان حکومت سره خبرې وکړي او که ونه کړي.
ورځپاڼه وايي چې د طالبانو یوه مشر له پاکستان څخه د تېلفون له لارې ورته وویل چې د دوی غوښتنه دا ده چې پر دفتر دې یې لوحه او بیرغ ولګول شي.
په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جېمز دابینز له واشنګټن څخه قطر ته راون شوی چې په دوحه کې له طالبانو سره خبرې وکړي.
د طالبانو یوه مشر په پاکستان کې نیویارک ټایمز ته وویل:«د امریکا او قطر حکومتونو د دوحې پر دفتر د اسلامي امارت د لوحې او بیرغ په خپله ژمنه ماته کړې ده. موږ سره موافقه کړې وه چې زموږ دفتر به د اسلامي امارت په نوم وي او بیرغ به مو هم پرې ځوړند وي.»
نیویارک ټایمز د دغه طالب مشر نوم نه دی اخیستی ځکه چې هغه د خپل نوم د نه افشا کېدو په شرط له دې ورځپاڼې سره خبرې کړي دي.
په کوټه کې د طالبانو مشرانو او استازو پرېکړه کړې چې تر هغو به له هیچا سره خبرې نه کوي چې د طالبانو تحریک ګډه فیصله نه وي کړې.
له بلې خوا امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې دوی له طالبانو سره داسي هیڅ ژمنه نه وه کړې
امریکايی چارواکي واييو کله چې د دوحې دفتر پرانستل شو تمه وه چې طالبان به د افغانستان له خاورې څخه د نړیوال تروریزم لپاره کار اخیستل وغندي.
Afghans governament must not talk with Pakistani anti afghans ideology Taliban . These Taliban who call their self afghans is not they r fully anti afghans interest , afghans only focus to make strong their national army to destroy Pakistani heera mandi born Taliban
To all larawbar afghan salamoona
just want to write a few words regarding about those Taliban who are Afghan and feel for Afghan people that these people suffered since 40 years please be separated from those Taliban who are fighting for Pakistan interests and every monuments they want to destroy afghan home and kill the people and put disunity among people to reach their targets, so must not accept the emirate name for Afghanistan and even the flag too if he is talib,or any one who say i am an afghan.
it is shame that still Taliban management in quata and issue the statements from quata.
i ensure to all world especially to afghan that Pakistan will be destroyed soon and the source of terrorism will eradicated, hope soon but will be destroyed from the side of Brave people
Baluchistan inshallha.