ترهګرو په روژه کې د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې هم د خلکو وینې توی کړې

طالبه وینه پیژنې؟

وینه څه ته وایې؟

نه، نه پوهیږې!

زه به ئې در وپیژنم:

وینه هغه الهې نعمت دي چې د نورو څیزونو په ځیر د کیمیاوي مادو د تعامل په نتیجه کې په کومي مثنوې دستګاه کې منځ ته نه راځې.

وینه انسانې نعمت ندي، او نه د انسان په لاس د جوړيدلو کومه ماده ده.

وينه د انسان د ژوند د اساسی مادو څخه ګټل کیږي. همدا وینه ده چې د انسان ژوند په خوځښت راولې.

 وینه سور رنګ لرې. او د سره رنګ لیدل چې له حده ډیر شي ، نو انسانان په مغزو څه، چې د حیواناتو په مغزو هم ناوړه اثر کوي. کله دي د غوې عکس العمل د سره رنګ پر وړاندې ندي لیدلې؟

وینه مایع ده، خو اوبه ندي!

د وینې ارزښت د سرو زرو نه هم لوړ دي.

اوس زه حیران یم تا ته،

 تا ته وینه سرې اوبه ښکاري!

تا ته انسان، چې الله (ج) ورته اشرف المخلوقات ویلې، ارزښت نلري!

طالبه، اوس حال دي وایه څوک ئې ته؟

ته د هغه ظالمو دیوانو له ذاته ئې، چې کیسې ئې ماشومتوب کې هر ماشوم اورې ؟

نه، نه، ته هغه هم نشې کیدالې، ځکه نیأګې راته کیسه کوله، چې ظالم ديوان د کوچنیانو سره ډیره مینه لري او کوچنیان نه وژنې.

اوس

طالبه حال دي وایه څوک ئې ته؟

طالبه حال دي وایه څوک ئې ته ؟

0 thoughts on “طالبه حال دې وایه/ اباسین جکر”
  1. قاتلینوته وایم!
    آیا تاسو د قرانکریم د المائده سورة 32 نمبر آیت کریمه لوستلی دی؟ آیا د هغه په معنی پوهېږئ؟ که ځواب مو هو وي نو بیا ویلای شو چې تاسو له خدای(ج) څخه هم نه ډارېږئ

ځواب ورکول زمری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *