فوټبال

رخصتي مو د مازدیګر پر پنځو بجو ده او د افغانستان او نیپال تر منځ سیالي هم پر پنځو بجو پیلېده. فکر مې وکړ چې که کور ته لاړ شم نیمه مسابقه به رانه تېره وي نو په روغتون کې پاتې شوم چې په تلویزیون کې یې ننداره وکړم. دا د ۲۰۱۳ کال د جنوبي آسیا د اتلولۍ مسابقې وې چې په نیپال کې تر سره کېږي او افغانستان او نیپال په نیمه پای لوبه کې سره مخامخ وو. نیپال د کوربه توب امتیاز درلود، پنځه ویشت زره کسان په لوبغاړي کې حاضر وو او ټول د نیپال د لوبډلې پلویان.

سنجر احمدي په یوولسمه دقیقه کې یو خوندر ګول وواهه او بیا د لوبې تر پایه پورې نیپالیانو پر له پسې بریدونه وکړل خو مه دې شه. که یې هر رقم شوټ وکړ، یا به د افغانستان مدافعانو او یا هم منصور فقیرزاده ګول ساتونکي وګرځاوه. د لوبې په وروستیو شېبو کې لوبڅار د نیپال خوا ونیوله، افغان ګول ساتونکي ته یې په ناحقه زېړ کارت ورکړ او پېنالټي یې نیپالیانو ته ورکړه. هغه داسې چې د نیپال یوه لوبغاړي توپ شوټ کړ، افغان ګول ساتونکي ټوپ کړ چې توپ ونیسي، طبعاً کله چې سړی هوا ته ټوپ کوي پښه یې مخې خوا ته خوځېږي، په همدې وخت کې یوه نیپالي مهاجم چې غوښتل یې توپ ته ځان ورسوي، منډې کولې او مخامخ د منصور فقیرزاده پښې ته وربرابر شو.

نیپالیانو ګومان کاوه چې په دې پېنالټي سره به لوبه برابره کړي ځکه پېنالټي تر ۹۰ فیصده زیات د ګول احتمال له ځانه سره لري. دوی پېنالټي ووهله؛ خو منصور نظري په خورا چابکۍ او هوښیارۍ سره توپ مهار کړ. لوبڅار حکم وکړ چې پېنالټي دې له سره ووهل شي او دلیل یې هېچا ته څرګند نه شو چې ولې؟ خو منصور نظري دویمه پېنالټي هم دفع کړه او حریف یې نهیلی کړ. تر دې وروسته د نیپال د ګول ساتونکي په ګډون ټول لوبغاړي د افغان ټیم میدان ته راودانګل چې ګول ووهي خو هره ضربه یې ناکامه شوه. لوبڅار د معمول پر خلاف اوه دقیقې اضافي وخت ورکړ چې ګوندې نیپال ځنې ګټه واخلي خو هیلې یې خاورې شوې. افغانستان یو – صفر مسابقه وګټله.

ما او ډاکتر عقیل له خوشحالۍ چیغې ووهلې، یو بل مو سره په غېږ کې ونیول او داسې خوشحالي مو احساس کړه چې په ژوند کې لږه برابرېږي.

له دې خوشحالۍ سره یو دردونکی غم هم مل و. فرزاد عطايي د لوبې په وروستیو شېبو کې سخت ولګېد او پر ځمکه پرېوت. ژغورونکې ډله راغله او همدا چې عطايي ته یې مصنوعي تنفس او قلبي مساژ شروع کړل، ساه مې په سینه کې ډوبه شوه؛ ځکه دا کار هله کېږي چې د چا زړه او تنفس درېدلي وي.

لوبه افغانانو وګټله. د کور په لوري روان شوم. په لاره کې مې ملګرو ته تیلفونونه وکړل او د بریا مبارکي مې ورته وویله. محسن راته وویل: «ما هم د لوبې په پای کې د خوښۍ داسې چیغه وکړه چې حاجي صاحب وار خطا راغی او ویې ویل چې بیا څوک سوځېدلي دي؟» تر دې څو ورځې د مخه د محسن لورکۍ په جوشو اوبو سوځېدلې وه.

د ماښام اوه نیمې بجې وې چې د یوه ملګري تیلفون راغی، ما هم په لوړ اواز ورته مبارکي ورکړه، ګومان مې وکړ چې ده هم په همدې خاطر راته تیلفون کړی دی خو هغه بیخي خبر نه و چې خبره څه ده. ده راته د فاتحې خبر راکاوه، ویې ویل چې طالبانو د ډاکتر اکرم خپلواک د تره زوی، پخوانی جهادي قوماندان او د پکتیا قومي مشر مقبل فضلي وژلی دی، سبا یې فاتحه ده.

طالبه خوار شې چې یوه ګړۍ خوشحالۍ دې هم نه ده راپېرزو.

4 thoughts on “طالبه خوار شې/ محب الله زغم”
  1. طالب که قتل ونه کړي، که سړک ړنګ نه کړي، که ماین وانه لوزوي، نو څه وکړي؟ کوم تعلیم، کوم کسب؟ کوم هنر؟ ډاکتر صاحب زغم د خپلو مریضانو علاج کوه او په دغو خلکو پسې ډېر سر مه خوږوه: هر سړی پیدا دی خپل خبل کار لره کنه

  2. عبدالرحمن صاحب!

    ويره هغه چاته پيدا کیژی چه عقل او ضمیر ولری.ولی طالبان نه عقل لری او نه ضمیر لری

ځواب ورکول Hazbullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *