کله کله د سپېنږیرو خبره د کاڼي کرښه وي. د طالبانو د اقتدار په زمانه کې زموږ د کلي په جومات کې د سیمي یو لوی عالم ناست ؤ. یوه ډله د ړنګو بنګو پټکیو لرونکي طالبان جوماته راغلل. خلک ښه ترې په وېره کې وو. خو مولوي صاحب یې بیا په کیسه کې نه ؤ. په مجلس کې مولوي صاحب مشر طالب ته چې زموږ د سیمې ولسوال ؤ، وویل: طالبه دا ستاسې حکومت خو ماته ناکام ښکاري، په طالب دا خبره ښه ونه لګيده، ویل یې: حاجي مولوي صېب ولې ؟
مولوي: د افغانستان څومره نفوس دی؟
طالب: والله نه ره معلومېژي.
مولوي: ځه خیر. داسې فرض کړه، چې شل ملیونه دی. ددې نفوس نیمايي برخه ښځې دي او هغوی تاسې نه غواړي. نیمايي نارینه هم ستاسې مخالفین دي او له تاسې سره جګړه کوي. هغه خلک چې ستاسې تر واک لاندې دي په هغوی کې هم داسې خلک شته چې تاسې نه خوښوي. نو تاسې په سلو کې ۱۲ تنه لری او ۸۸ تنه ستاسې مخالف دي. که هرڅه آرام وای او جګړه مګړه نه وای بیا هم امکان ؤ. مګر دا چې د ۱۲ او ۸۸ سلنه خلکو ترمنځ عملا اخ او ډب روان دي. نو خامخا به ۸۸٪ خلک بریالي کېږي او تاسې ۱۲٪ خلک به ناکامېږي.
طالب: بس حاجي مولوي صبب الله به خیر کي.
کلونه تېر شول او زموږ د کلي ستر مولوي صاحب خبره ریښتیا شوه. همغسې وشول. طالبانو که هرڅو ځانونه اکثریت، با قوت او دایمي بلل مګر ولاړل او سقوط یې وکړي ځکه دوی د خلکو په زړونو حکومت نه کاوه. د زور، سوټي او ټوپک خبره وه. یو طالب به سلګونه خلک تر مخ کړي وو او دویم ځلی به یې لمنځونه ورباندې کول. څو کلونه یې حکومت وکړ، خو اوس یې هېڅ اثر نه معلومېږي. هېڅ داسې نښه نشته چې ووايي یره دا د طالبانو له حکومت څخه را پاتې ده. د خلکو په مخ یې ښې غټي ږیري ودانې کړې. مګر طالبان له ارغندۍ څخه نه وو تېر شوي چې خلکو پرې چاړې را وایستي. لونګي یې هم همداسې در واخله.
اوس دا دی بیا د څلويښتو فیصدو، (۴۰٪)، ۱۰٪ نفوس او یا هم د ۶۰٪ شپېتو فیصدو د نفوسو خبره کېږي چې د طالب تر واک لاندې ده.
که همدغه ۶۰٪ خاورې ته د مولوي صاحب پورتنی فورمول وکاروو. نو طالب په خپله باقي کېږي مجبور یو پنجابیان او عربان ورسره ملګري ترڅو طالبانو ته یو دوه فیصده طرفداران ثابت پاتې شي.
ټولې نړۍ ته چلنج دی، چې داسې یو څوک، خلک او سیمه په ګوته کړي چې له طالب څخه یې د خدمت غوښتنه کړي وي. هرچېرې خلک حکومت یادوي. که ګیله ده هم له حکومت څخه ده او که تشکر دی هم د حکومت دی چې ګواکي حکومت موږ ته خدمت کړی او یا نه دی کړی ځکه خلک حکومت د ځان بولي او ځان د حکومت. بس چې طالب یې په سیمه حاکم دی دا نو د تورې زور دی او د اسلام له نامه څخه استفاده.
طالب په سیمه، کلي، ولسوالۍ او ولایت کې څه لري؟ کوم ښوونځي یې جوړ کړئ، کوم مسجد یې جوړ کړئ، کوم کلنیک یې جوړ کړئ.؟ کوم چا ته يې د قرآن کریم حلقه جوړه کړئ؟ چا ته يې د کاروبار زمینه برابره کړې؟. برعکس ددې ټولو د مخنيو هڅې یې کړي دي. همدا اوس ۱۳۰۰ ښوونځي د طالب په سیمه کې بند دي. همدا اوس د طالب په سیمه کې خلک له هر ډول خدمت څخه محروم دی. همدا اوس د کندهار- اروزګان سړک په ټراکټور ړنګېږي…
ښه طالبه!! چې ولس ته اسلام نه ور زده کوې؟ خلک اقتصادي پراختیا ته نه پرېږدي؟ خلک تعلیم او تربیې ته نه پرېږدي بیا نو ته کومه طلا او سپین زر یې چې خلک له تاسره مینه وکړي؟ او تا ښه وبولي.! نو طالبه لږ عقل د سر ته راوله لږ هوښیار شه او پوهه شه په زور کلي نه کېږي. مخکې له دې چې له شرمناکې ناکامۍ سره مخ شې هوښیار شه. مګر افسوس چې ټول ذیروح او بې روح به پوهه شي خو طالب مې ګمان کېږي!! هرڅو که د قطر غوښې هم وخورئ.
پہ افغانستان کی دعلماءو اوطالبانو دقربانیو پہ برکت داللہ ج سپیسلی قانون نافذ وو امن برکت خوشحالی وہ پاٹکونہ ختم وو غلا نہ وہ ویرہ نہ وہ پہ شپہ اوورز بہ خلک ھرزای تہ تلل ھغہ خلک پہ تنگ ول چاچہ داللہ قانون تہ غاڑہ نہ شوی کیشودای امریکایانو تہ داللہ قانون پہ سترگوکی اغزی وو ددی قانون دختمولو دپارہ بھانہ جوڑہ پہ افغانستان یی یرغل وکڑو علماءودامریکا خلاف جھاد اعلان کڑو اوھغہ چادامریکا ھرکلی وکڑو چاچہ داللہ قانون تہ غاڑہ نہ کیشودلہ دڈالرو پہ زور ھغہ کسان کفری اردوشوہ کوم ھدف دپارہ چہ کفارراغلی وو ھغہ خدمت دااوردو کوی انشاءاللہ وخت رانیزدی دہ چہ یوزل بیابہ پہ گران افغانستان کی داللہ قانون داللہ پہ نصرت نافذ اوسپین دکلیمی طیبی بیراغ پہ ارگ رپاندہ اوامریکایان بہ شکست خوڑلی وتلی اوگوڈاگیان بہ یی سرٹیٹی ڈنڈی پہ زور داللہ قانون تہ غاڑہ ایشی وی أمن امان خوشحالی بہ وی مسلمان داللہ پہ قانون کی خوشحالہ اومنافق پہ تنگ وی