طالبانو وړمه ورځ د کرزي د موقف په تایید اعلامیه ورکړه.

په دې کار، طالب، ضمني تایید کړه چې ګواکې د افغانستان دولت یو طرف دی، او خپل استقلالیت درلودلای شي. ضمناً یې دا هم تایید کړه چې که د پاکستان په ګټه، ولسمشر امریکایانو ته د بېسونو د کرایې له ورکړې ډډه وکړي، بیا به کرزی غلام نه وي.

افراطي اسلامکارو د تاریخ په دوران کې تل خپلې توکلي ناړي بیرته په ژبه ټولې کړي، او څټلي دي، او تل یې له خپلو اصولو سره ټکر کړی دی.

د نړیوال اسلامیزم دعوا، د عربو او عجمو ساده لوحو تېر ایستل، او بیا بیرته ځان افغان محوری او د افغانستان امارت اعلانول یو ستر دروغ او تناقض.

په افغانستان کې امریکا دښمني، او په قطر کې امریکا نوازي بل ستر دروغ او تناقض.

د خپل امارت پر مهال د تلویزون او تصویر مخالفت او حرام ګڼل، او په خپل جنګ کې یې پراخ کارول بل غټ دروغ او تناقض.

د خدای له قانون پرته د بل قانون نه منل، او بیا په پاکستان کې تر پاکستاني قانون لاندې د شورا اوسېدل، بل غټ دروغ، او تناقض.

پر افغانانو د هلکانو د تعلیم حرامول، او د خپلو مشرانو لوڼي په پاکستاني کالجونو کې، په مختلطو صنفونو کې کښېنول بل، او داسې زر نور تناقضونه، او دروغ د دوی د مضر طبیعت برخه دي.

طالبانو په ډېر کم پاکستاني لګښت، تېر یوولس کاله د افغانستان نظام ته هره ورځ په سلګونو زره ډالره تاوان واړاوه، او هره ورځ یې په لسګونو کدرونه، سرتېري، او قومي مشران ووژل، خو د افغانستان نظام په دې ټولو سربېره، په یوولس کاله کې دومره شو چې د نړۍ له تر ټولو ستر هېواد سره د سیال په څېر چنې ووهي. تاسې فکر وکړئ چې که طالب نه وای، په سوله کې به افغانستان کوم ځای ته رسېدلی وای.  آیا لویې جرګې به تړون له آره تایید کړی وای؟

موږ په له طالبانو را پاتې افغانستان کې ۱.۵ ملیونه ټنه آبي غنم تولیدول. سږ مو ۳.۵ تولید کړي ول. موږ ۹۱ زره هکتاره باغونه درلودل، سږ کال ۲۲۱ زره هکتاره باغ لرو. موږ ۱،۲ملیونه هکتاره ځمکه تر آبیارۍ لاندې درلودله، اوس ۲،۱ ملیون هکتاره تر آبیارۍ لاندې ځمکه لرو. موږ زعفران نه درلودل، اوس څلور زره کیلو تولیدوو. موږ د چرګانو فارمونه نه درلودل، اوس یو ملیونه چرګوړي هره میاشت تولیدوو. موږ اصلاح شوي تخمونه نه درلودل، اوس دېرش زره ټنه تولیدوو. موږ پوخ څړک نه درلود، اوس ۶ زره کیلومټره لرو. موږ ۸ زره محصل درلود، اوس یو لک او اتیا زره لرو. موږ ډېر کم متعلم درلود، اوس ۱ ملیون متعلم لرو. موږ اردو، پوځ، پولیس نه درلودل. اوس دری نیم لکه لرو. موږ قوریې نه درلودې، اوس ۲۳ ملیونه نیالګي تولیدوو. موږ د ګوتو په شمېر مدرسې درلودې، اوس ۱۲ سوه مدرسې لرو. موږ دوه رسنۍ درلودې، اوس تر دری سوه ډېرې رسنۍ لرو. موږ په دوو هېوادونو کې سفارت درلود، اوس یې په ټوله نړۍ کې لرو. موږ دری الوتکي درلودې، اوس دری د خصوصي الوتکو شرکتونه لرو. موږ د یوه تلیفون لپاره پنجاب ته تللو، اوس څو ملیونه وګړي تلیفونونه لري، او د سیمې تر ټولو مخکښ مخابراتي سیسټم لرو. موږ سړي سر عاید پنځه چنده لوړ شوی. موږ صادرات نه درلودل، اوس د نړۍ تر څلوېښتو پورې هېوادونو ته صادرات لرو. زموږ طالب د مکتب دښمن و، د نارینه وو ښوونځی یې نه پرېښود، اوس مولوي متوکل د نجونو ښوونځي لري.

موږ چا د لوبو په میدانونو کې نه پرېښودلو، اوس نړیوالې سیالۍ ګټو. زموږ ډرېور چا په لینونو د سوارلۍ موټرو چلولو ته نه پرېښودل، اوس د خلکو ماسټر او لیسانس ما ته زارۍ کوي چې ما ته په کابل کې دنده وګوره.

که له دې ټولو لاسته راوړنو، یواځې د زرګونو ماسټرانو، او لسګونه زره لیسانسه وو د ترلاسه کولو لاسته راوړنه هم طالب راسره ومني، همدا لاسته راوړنه مو بس ده، ځکه چې علم هر شی دی. اقتصاد هم دی، مذهب دی او عدالت هم.

اوس تاسې و وایاست، که طالب نه وای، موږ به نن د امریکا تحمیلي تړون د هغوی پر مخ نه وای ور ویشتلی؟

کوم طالب چې د کرزي نننی موقف تاییدوي، په اصل کې پر خپل یوولس کلن کردار لعنت وایي، چې د همدې کرزي لسګونه زره سرتېري یې شهیدان کړل.

خبره دا ده چې د ولسمشر کرزي په دې تصمیم د افغانستان د نظام ټول هغه سرتېري، چې طالب یې کافروي، او بیا یې وژني، مسلمانېږي.

دا دی، افغانان یو ځلې بیا له خپل سیاسي جریان څخه یو درس ترلاسه کوي چې افراطي ډلې هیڅ وخت کومو اصولو ته نه، بلکې پردیو ګټو ته ژمن وي. د کفر اسلام، غیرت بې غیرتئ، ننګ بې ننګئ لپاره کوم ثابت تعریف، چې په ارزښتونو بناء وي، نه لري. دوی نن له هماغه نظامه د ازادۍ او خپلواکۍ تمه لري چې پوره دوولس کاله یې د هغه د غړیتوب په جرم کلینډران، ډرېوران، بې وزله مزدوران، قومي مشران، سرتېري، او علمي کدرونه وژلي.

11 thoughts on “طالب توکلې ناړې څټي”
  1. ډیره ښه لیکنه قرار صیب خدای د توفیق درکړی چې همیشه داسې لیکنې وکړي.
    دا ټول مرتجع خلک دي په هره خواکې یې چې ګټه ولیده هغه خواته ځي دوی ته اسلام او افغانی غیرت ځانګړی اهمیت نلري یوازې له اسلام او افغانی غرور څخه خپلو شومو موخو ته د رسیدلو لپاره کار اخلي اوبس

    په درناوي

  2. شرم دی شرم په داسې مذهبیانو چې لرو خدایه له ملا طالب مجاهد او مسلمانه مو ښه پاخه بیغمه کړې ن ایله به د نسانیت ژوند سړیتوب په خوند پوه شو . هغوی چې تل د اسلام چیغې وهلي تل یې د یهودو او انګلیس په خوله وهلي. توبه توبه خلک په اسلام حلالوي خو خپله د یهودو دموساد غړي دي. لعنت په داسې تش په نامه مجاهد او جهاد شه لعنت

    لعنت

  3. قرارصیب مننه.یوسه پرمختگونه درنه پاتی شوی دی.هغه به زه ولیکم کستااجازوی.موژ په پساد که صفروو اوس سل درجی لرودتریاکو په کارکیله کی مودونیاوال ریکاردمات که اربکیامو نه لرل شه پریمانه یی لرو وطن فروشان مودگوتو په شمیر لرل.اوس رسمی دونیم زره کسان لرو واوا مخکی موقاتل محکمه کیده اوس به له محکمی ازادوی مخکی مو رازق الله ج وو اوس به امریکه وی. مخکی مودکفاروله ظلم نه هجرت کوی اوس به دکفاروله مینی اومحبت نه هجرت کوو وه وه عجیبه ترقی عجیبه پرمختگ. هیله کوم چی پاتی پرمختگونه نورملگری ولیکی……

  4. ګرانه او محترمه نشيبه وروره، دا واړه بدګړې او بې کيفايتئ موږ ټول افغانان منو خو زموږ مبارک طالب جان خو له قاچاقبرو، مفسيدو چارواکو، او قاتيلينو سره جهاد نه کوي بلکې د ملي اردو سرتېرو ته کمين نيسي او بيا يې سر غوڅوي. د ولسي وګړو په ګڼه ګوڼه کې په هر رنګه ملکي او نظامي چارواکو استشهادي بريدونه کوي. ولې؟؟؟؟
    کاشکې طالب په دوستم او نورو کوم بريد کړوه…… عطا، محقيق، او نور پښتانه او غيرې پښتانه قاتيلين او مفسيدين سرې سترګې ګرځي. حتا طالب له هغو سره د سولې او روغې په نيت غونډې او ليدنې کوي صرف هغه کس را وژني چې ولس ورته د هيلې سترګې نيولي وي. په زرګونو نو شکايتونه او ګيلې دي چې طالب يې ځواب نلري.
    له طالب جان څخه چې تشه ګيله وکړم د جاسوس په نوم مې سر غوځوي خو په کرزي که مخامخ نيوکه وکړم په سر سترکو يې اوري. له طالبه سخت ويريږم، له مرګه يې نه په خپل ننګ او ناموس ويريږم چې بې پتي به راورسوي ځکه چې د طالب تر سيورې لاندې ژوند کړی او فطرت يې تر هر چا ښه را ته مالوم ده. چې د انترنټ له لارې نيوکه ورباندې وکړم، شريعت به راته تشريح کوي و طالب ګله په شريعت خو مسلمان څه چې باخبره معلومات لرونکی کافر هم شک نه کوي. زما نيوکه خو ستا په عمل ده، ستا عمل د شريعت سره سمون نخوري بيا نو يا کنځل راته کوي او يا به د بهرنيانو او مفسدو چارواکو له ولس سره ظلمونه يادوي. خو هغه ظلم مو بس ده ته يې ولې راسره کوي؟؟؟؟؟؟؟ نو ته ووايه ګرانه وروره د طالب څه به زما په درد وخوري؟؟؟؟؟؟؟؟؟
    زهر هم نه دي چې ويځښم او خلاص شم خو نه مې مرګ ته پريږدي او نه ژوند ):):):
    له امريکا خو که نن وي او که سبا وي خلاص به شم له پاکيستان ( انګريزۍ اډې) به ځنګه خلاص شم

  5. زه یواځې دومره وایم دا طالب چې سړکونه، پلونه، شونځي، د مخابراتو ډانګې، بندونه…. نړوي ورانوي بیا یی له کومه جوړوي پلار خو یی خپله ګدایئ ته ناست ده…. بله دا چې بره یوه کس د فساد تریاکو او نورې کیسې کړي خو همدغه طالب جان دا څو کله حکومت پرېنښود چېرته چې تریاک دي هلته طالب ده چېرته چې له سکورټه پیسې اخلي طالب جان ده خدای ته وګوری سرونه خلاص کړئ دا په میلونو خلک ډوډئ غواړي … بله دا چې طالب و کوم د سړیتوب کار یی کړی و، د بامیانو د بت نړول یی کارنامه وه، د شمالي د جنتي میوو بڼونه یی وسوځول، د پستو ریښې وېوړې د مړو هډوکي يې کباړ کړل ………….هیڅ داسې کار پاتې نشو چې طالب یی د وطن د ورانئ لپاره ونه کړي…………….

  6. اوشتون صیب مننه:
    تاندوالاته دی خدای انصاف ورکی.زماهم یوه نیمه لیکنه نه نشروی.اوبله داچی موبایل کی پشو تو ری نه لرم.که سه کمی بیشی وه.معضورت غوارم

  7. محترمهzghardوروره که فرض کروچی زه اوته محترم دواره امریکی ته بغیرویزت اوپاسپورته لارشویومیل وژونکی هم راسره وی.اوهلته دامریکایانوپخپل ملک کی له هغوی سخه دتابعیت غوشتنه کوو. ماشومان اوتورسری یی ووژنو.ایاداسی یوامریکایی به پیداشی چی زمااوستامحترم ننگه وکی.اوکه فرضاپیداشوله هغه سره به نوروازادوامریکایانو سه عکس العمل وی.لطفا صحیح دقیق اوعقلی جواب راکه.مننننننننننه

  8. محترمه نشيبه وروره! دا پوښتنه له الف څخه تر ئ پورې په هر حروف پورې په منظم ډول تړاو لري او ته د دې لوې او سترې پوښتنې ځواب له س، ش، او ښ څخه غواړې. دا بې انصافي ده او د منطقو او جوړښت له مخې هم نيمګړي ده. که چيرې ته سم، پوره، قانع کوونکی او عادلانه ځواب غواړې نو بايد له الفه يې پيل او په يا ( ئ ) يې ودروې.
    له ۱۹۸۹ تر ۲۰۱۳ دا ټول جريان ستا د پوښتنې روڼ ځواب ده.
    دا پوښتنه نجيب ۲۴ کاله مخکې له اسلامي ټيکه دارو څخه کړيوا، چې شوروي خو لاړو خو سبا ته عربان، پاکيستاني کرنيلان او جرنيلان او بيا امريکا افغانستان نيسي، مسوليت به يې د چا په غاړه وي؟؟؟ که په دې پوښتنه مو هغه وخت غور کړيوا او ځواب مو ورته موندلی وا نو نن به تا زه نه پوښتلئ او نه به موږ داسې بې وسه او بې کسه وا.
    امريکا دلته د يو لوی سازش او دسيسې په نتيجه کې راغلي ده او له الفه تر ي ټولو په دې سازش کې په شعوري او غيرې شعوري ډول ونډه اخيستيده. دا سازش سي ای اې او موساد جوړ کړی خو په عملي کولو کې يې ټولو افغان لوريو د خپل فطرت او کيفيت له مخې برخه اخيستي. همدا اوس چې طالب جان په افغان دولت غورځنګونه کوي دا هم د امريکا د پلان يوه برخه ده خو که په بهرنيو ځواکونو يې وکړي نو بيا زنده باد 🙂 داسې مبارزه او سياست بايد غوره شي چې خپل تقويه او پردي کمزوري شي
    ستا تېروتنه زما د ناکامۍ باعيث کيږي او زه چې ناکام شم نو ستا لپاره بيا د اشتباه کړلو ګنجايش نشته. بيا ځل به دې ملا ماته شي. لسګونه کالونه کيږي چې د افغانانو تر مينځ دا لړۍ روانه ده خو هيځ ترې عبرت نه اخلي.

  9. نشيبه وروره! زما دواړه ليکنې په سړه سينه ولوله بيا ځواب راکړه. هيله کوم چې معقول او ناپيېلی ( بې طرفانه) ځواب راکړې 🙂 کامياب اوسي

ځواب ورکول روښان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *