څلور لسیزې وشوې، جنګونو د افغانانو سرپناوې ورانې او له کورونو څخه يې نظامي کلاګانې جوړې شوې، څلور لسیزو په هيواد  کې د بدبختۍ، تعصب او کرکې تخمونه تر ثمره ورسول.

د روس په وړاندې جهاد پيل شو، د جهاد په دوران کې په زرګونو افغانان شهيدان شول، کوم چا که به يوه ورځ هم  حکومت کې کار کړی و، یا به يې له کوم دولتي مامور سره پېژندل، مرګ يې په څلورو کتابونو روا و، بې ګنا افغانان په شهادت ورسېدل، د خلقي او اشرار په نوم  د افغانانو په قبرونو ځمکه ډکه شوه.

ملاصاحبانو به هغه مهال د امريکا په ننګه د ملاتړ شعارونه هم ورکول، د امريکا په سيټګرو يې روسي الوتکي په نښه کولې، په هر جومات کې به د جهاد د بريا او د روس د ناکامۍ لپاره لاسونه لپه کېدل.

کله چې په ګران هيواد افغانستان باندې روس يرغل وکړ، نو د روس جګړه د امريکا د چاړې لپاره دسرو زرو لاستی شو، چې څنګه افغانانو  ستوني ورپرې او په هيواد عام المنفعه پروژې له منځه يوسي، پاکستاني استخباراتي کړيو مجاهدينو ته لستوڼی ورکړ او د ملګرتيا ټټر يې وواهه، په زرګونو هيوادوالو د پاکستان هيواد دغه ښېګڼه نه هېروله او دوست اسلامي هيواد يې باله، د خلقي او پرچمي په نوم ښوونکي او استادان شهيدان شول، ښځې ماشومان په شهادت ورسېدل.

په ټوله اسلامي نړۍ کې جهاد يواځې په افغانستان کې  کېده، غيرتي افغانانو سرې لښکرې ماتې او د عربو ترهګر او د پاکستان سخت دريځي اسلامپالي  زموږ  هيواد ته راغلل، واک ووېشل شو، مجاهدينو چې د چوکۍ لپاره يې ناروا جګړې کړې وه او بیا يې خپلو ناروا جګړو باندې د جهاد نوم ايښی و، اصلا د امريکایانو يوه پروژه وه.

جهادي تنظيمونه يو له بل سره ښکر په ښکر شول،  جګړې زور واخيست، جګړې د هيواد ښکلا او نېکمرغي ولوټله، د ښايستونو جنازه يې دفن شوه، په لارو کې پاټکونه ولوېدل او بېوزله افغانانو څخه د جهاد باج اخيستل کېده، تنظيمي قوماندانو دنګ محلونه جوړ کړل، له هيواد څخه بهر يې خپل ژوند جوړ کړ.

 ناڅاپي طالبانو راتګ او بېرته وتل هم يو ډراماتيک کار و، طالبانو له راتګ سره سم چې ځينو خلکو به د پرښتو نوم ورکول او زموږ په هيواد کې د شرعي قانون ناره پورته کړه، د القاعدې وحشي او تروريستي ډلې سره يې اړيکې جوړې کړې، تر ټولو نژدې د ښې او بدې ورځې ملګری يې پاکستان و، پاکستان طالبانو ته هم د لاس پر ځای لستوڼی ورکړل، کله چې امريکې زموږ په هيواد يرغل کاوه، نو پاکستان  فوځي اډې امريکې ته چمتو کړې او د هغه وخت سفير يې لوڅ لغړ امريکايانو ته وسپارل، امريکې طالبان د څو میاشتو په ترڅ کې وځپل  او د عبوري دولت بنسټ يې کېښود، بیا د جهاد ټېکداران را مخې ته شول او د خپل جهاد باج يې له عبوري ادارې څخه خپل کړ، بیا يې د هيواد لوستي او د کار خلک په سل رنګه رنګونو ورنګول او د طالبانو پر ضد جګړه يې مقاومت وبلل، مرحوم غاصب پروفيسور استاد رباني  چې اوس  دسولې شهيد نوم لري، له امريکې څخه د غټو بمونو غوښتنه کوله، پاکستان بیا د خپلو ګټو لپاره طالبان هم  له منځه يووړل، له لنډمهالې ادارې وروسته چې ورو، ورو د جګړې ټپونو يو بل ته د کوشير خولې ورکولې، ای، ايس، ای بیا خپلو شومو هدفونو لپاره د طالبانو تر وخت تېر شوي نظام ځينې ګوډ او ړانده په يوه دسترخوان راغونډ او دوی ته يې د چريکي بريدونو د کولو ترېنينګ او وسایل ورکړل، چې بیا په ګران هيواد کې مېندې وژړوي، خوېندو مخ ته د خپلو نازولو وروڼو جنازه کېږدي، کونډه د خپل مېړه په وير غمجنه کړي، بیا هماغه پخوانۍ لوبه تکرار شوه، جګړې زور واخيست، افغانانو له کليو ښارونو ته پنا راوړه او د طالب له وحشتونو پنا واخيسته، خو طالبي وحشت تر ښاره ورسېد او خپل هدفونه يې تر لاسه کړل،  د سې اي، اې په خوښه چې ای، ايس، ای کومه لوبه پيل کړې وه او موخه يې افغان وژنه وه، کله چې امريکې ته طالب د ژامې تېر غاښ ښکاره شو، نو د طالب  د ورکولو او نوي وحشت د کولو لپاره يې بیا پخواني مجاهدينو باندې د داعش نوم کېښود، روسیې چې داعش د ځان لپاره ستر خطر وباله، نو يې طالب ته د دوستۍ لاس ورکړل او طالبان د مسکو په مېملستيا ولاړل،هلته يې د مسکو په جنت کې د روسي حورو سره څو شپې تېرې کړې او روس ورته سم مسلمان ښکاري.

هغه چا چې په ښوونځيو کې معلم ته د کمونيست خطاب کاوه، طالبانو ډېر کسان د کمونيست په نوم وژل، مجاهد او طالب پروژه اصلا يوه وه، خو په اولو کې مجاهد او وروسته يې د فيسبوکي اکاونټ په څېر نوم ورتغير کړ او طالبانو اسلامي امارت نوم يې پرې کېښود.

مجاهدينو چې مخلص افغانان د کمونيستانو په نوم په شهادت ورسول، د هغوی کورونه يې د ځانونو غنيمت او ښځې يې خپلې وينځي بللې، نن روښانه شوه، چې هسې خوشي يې ناروا جګړې ته د جهاد نوم ورکړی و، د دوو سترو قدرتونو جګړو په پايله کې زموږ وروڼو بې ځايه قربانۍ ورکړلې او خپل هيواد يې کنډواله کړل، نن د پاکستان په نغوته طالب د روس ملګری شو، د روس ملګرو به مجاهدينو خلقیان بلل، خو نن دوی د خلق او  د پرچم نه هم يو څه پښه واړوله او سپين طالب تور خلقي شو.

4 thoughts on “طالب خلقي شو/ زلفانه”
  1. ښکلې تبصره ده خو ماته دې غونډلې یا جملې ډیر خوند راکه :
    روسیې چې داعش د ځان لپاره ستر خطر وباله، نو يې طالب ته د دوستۍ لاس ورکړل او طالبان د مسکو په مېملستيا ولاړل،هلته يې د مسکو په جنت کې د روسي حورو سره څو شپې تېرې کړې او روس ورته سم مسلمان ښکاري.

  2. Salamoonah,
    Zam pa phiker , pa her Hizb & gond kshe Sheh aw Bad gharri shta.
    Ka asli Khalqyan chaa pre-ishy wy; aw Demokracy pa sosyo-komono-emferyalizm na badlidy ,
    aw bya de khpila Rabbani etc.. Ddalo na Talibp-noma– ha na ravetly;
    isi & misix, cia etc… ba dona Toor aw Spin bayraghoona na badlawly!.
    Aw Khalq ba pa Percham; Percham ba pa shoray-e naswar+Citem+Djombich+hazarestanyan..; aw bya Toor talib pa Suur xalqi na swy badlidy??!!
    de Afghanistan millet bayed 1 muttay si.

  3. تور طالب:
    دلته ډیر داسې تور طالبان په سپینو جامو کې ګرځی چي په خپل تور نیت او کارو یی سپیځلی او مبارک دین ته د تاریخ په څپو کي تور داغونه پریښودل، هغه د چا خبره طالب هم دا کوی او هم دا …. تر پرونه یې د خلقی او پرچمي په نامه ډیر ځوانان د دار تر غاړي ورسول اما نن هماغه سور خلقي مسلمان او دې دوی په دین کی ورسره روابط درلودل حلال وګرځیدل، بس زه به دومره ووایم چې
    نه مري لا به واوری.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *