تاند- د طالبانو لوړرتبه مشران وايي چی د طالبانو مشرتابه له امریکا سره د سپتمیر په میاشت کې تر خبرواترو وړاندې د قظر دفتر ته یو قوي طالب مشر ورمعرفي کوي.

د طالبانو مشر ملا هیبت الله د قطري طالبانو په اړه له یو لړ شکایتونو وروسته د مولوي شیخ خالد په مشرۍ یو درې کسیز پلاوی د جولای په شلمه دوحې ته واستاوه.

هیئت ته معلومه شوه چې د قطر دفتر مشر عباس ستانکزی او جان اغا زاهد د مشرتابه له مشورې پرته په اماراتو او سعودي کې د افغان حکومت له مسوولانو او د ملي امنیت د مشر معصوم ستانکزي او د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر سره لیدل کتل کړي او په یو زیات شمیر سیاسي تخطیو او نافرمانیو تورن شوي دي.

همدارنګه د دفتر مشر د قطر دولت او طالب مشرانو له مکررو غوښتنو سره سره له اماراتو څخه خپله کورنۍ قطر ته نه اننقالوي چی د کوربه هیواد او سیاسي دفتر ترمنځ یې فاصلې پیدا کړي دي. د سرچینې په وینا همدې شي د قطر د دفتر حیثیت ته زیان اړولی دی.

په کوټه کې د طالبانو یوه قوي سرچینه وايي، عباس ستانکزي حتی دا هڅه کړې وه چې د سعودي په غوښتنه د طالبانو یو شمیر قطر میشته مشران سعودي عرب ته انتقال کړي او د قطر دفتر د فلج کیدو له خطر سره مخامخ شي.

همدارنګه یې ملا جان اغا زاهد چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې د افغانستان په سفارت کې کونسل و، تورن کړی چی کورنۍ یې ډېر ترانسپورتي وسایل او موټرونه  لري او په سلګونو ځله یې د امریکایانو مرکزونو ته نظامي او خوراکي توکي د کراچۍ له بندر څخه انتقال کړي او دی پخپله په قطر کې لوړرتبه چارواکی دی.

د طالبانو سرچینې همداراز وايي، عباس ستانکزی په یوه عام مجلس کې د طالبانو وژل شوی مشر ملا اختر محمد منصور ښکنځلی او هغه ته یې د غدار خطاب کړی دی.

سرچینې وايي، د قطر او د سیمې د نورو هیوادونو له کړکېچ څخه وروسته سعودي او امارات غواړي چې له قطر څخه د طالباتو دفتر دوبۍ یا هم جدې ته انتقال کړي.

هئیت د طالبانو مشر ته یو راپور لیږلی او په هغه کې یې له هیبت الله اخندزاده غوښتي چي د قطر دفتر ته یو قوي طالب مشر ډیر ژر ورمعرفي کړی څو دفتر له انتشار او ګډوډۍ وژغورل شي.

د طالبانو سرچینې زیاتوي، د قطر د دفتر لپاره یو شمیر نومونه مطرح شوي؛ لکه د ملا امیر خان متقی، ملا جمال منصور، ملا رحمت الله کاکا زاده، ملا سلام ضعیف، مولوي حمد الله نعماني .

په همدې منځ کې داسې راپورونه شته چې وايي، پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ په وروستیو مخامخ خبرو ناراض دی او فکر کوي چې په دې توګه پر طالبانو کنټرول له لاسه ورکوي.

د قطر د دفتر د غړیو په اړه د طالبانو د مشرتابه نارضایتي، چې په پاکستان کې مېشته ده، احتمال لري چې له همدې مسلې سره ارتباط ولري.

2 thoughts on “طالب سرچینې: د طالبانو د مشرتابه او د قطر د دفتر د غړیو ترمنځ اختلاف پیدا شوی”
  1. کله به طالبانو کی عقل پیدا کیږی،
    څومره یی ووژلی
    څومره یی بندی کړی
    څومره یی اواره کړی
    دخپل ځان واک نه لری
    دخبرو واک نه لری
    بیا هم دپاکستان او ایران نوکری کوی
    په یو اواز دپاکستان دغلامی نه ځانونه خلاص کړی
    او خپل وطن ته ستانه او دټوپکونو میلونه دایران او پاکستان خواته واړوی. خپل وطن اباد کړی

  2. تراب افغانه! کله به ستاسو دغه د غربي رسنيو څخه دماغ ازاديږي، کله به وپوهيږئ فکر مو غلط دی، څنګه درته خپله سرګنده غلامي نه ښکاري، پخپلې غلامۍ دي سترګي پټي دي چې د ټرمپ په يوه امر لري پرتې سيمي پريږدئ او ښارونو ته راټوليږئ، لږ سترګي وغړوئ، افغاني احساس او غيرت ځان کې پيدا کړئ، د امريکا نه بغير هم اللهﷻ رزق او مرسته کوي،

ځواب ورکول بريال کندزی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *