لومړی پوښتنه بيا سپارښتنه
لطفا لیکنه تراخره او په پوره غور ولولئ. که ځواب يي کم ترکمه د طالبانو کابل میشتی تیوريکی مدافع ښاغلي ع . م له موږ سره شریک کړي ډیره به ښه وي.
پوښتنه مې ساده شروع کيږي، ایا کله مو فکر کړی چې دا جګړه تاسې د څه د پاره کوی؟ د چا لپاره يی کوئ، لګښت يي له کومه کيږي او دا لګښت يی پردي هیوادونه ولي درکوي؟؟؟ او په اخرکې مو له ځانه پوښتلي چې ایا دا جګړه ګټلی شئ؟
لومړی خو اجازه راکړئ چې په واضح ټکو درته ووايم:
دا جګړه نه شئ ګټلی! هيڅ امکان نلري!
ستاسې په طرز حکومتولي د نړۍ په هیڅ بل اسلامي هیواد کې نشته او نه د افغانستان په ۱۴ سوه کلن تاريخ کې وه. ستاسې د حکومتولۍ طرز نه داخلي او نه نړیوال ملاتړ لري او نه د ننني عصر د ټولنیزو قوانینو او غوښتنو سره مطابقت کولای شي. هر هغه جریان يا تحريک چې د زمانې له روحيې سره سمون نه خوري، د طبعي او ټولنیزو قوانینو ترسختې ضربې لاندې راځي اوله منځه ځي.
خو راشئ د یوې تجربې په خاطر داسې فرض کړو چې په میلیونونو وطنوال مو ووژل او په اخر کې تاسې جګړه وګټله او اسلامي امارت مو اعلان کړ. خو پوښتنه داده چې بیا څه کوی؟ په سرتاسر افغانستان کې خپل واک څنګه ټينګوی؟ کوم هیواد به حاضرشي چې تاسې په رسميت وپيژني او له تاسې سره سیاسي او ديپلوماتیک اړيکي قایم کړي؟
په یاد ولرئ ، هغه وخت چې تاسې په قدرت کې واست او تراوسه لا ستاسې په اړه په داخل او بهر کې عام نظر دومره منفي نه و، لکه نن ورځ، بیا هم يوازې دري هیوادونو په رسمیت پيژندلي واست. ایا فکر کوی چې نن به د نړۍ حتی يو هیواد هم حاضرشي چې تاسې په رسمیت وپيژني؟
نه، په هیڅ صورت نه. دا ځکه چې يو هیواد هم حاضر نه دی چې خپلي ملي ګټي په خطر کې واچوي، هم ځان بدنام کړي او هم د سيمې او نړۍ د سترو اقتصادي طاقتونو دښمني په غاړه واخلي.
فکر وکړئ چې نن وخت په میلیاردونو ډالر هرکال هیواد ته راروان دي، خو افغانستان لاهم د امنیتي او اقتصادي ستونزو څخه خلاص نه دی. اوس ووایاست چې تاسې ته به کوم هیواد مرسته درکوي او څومره؟ يوازې د افغانستان د امنیتي قواوو مصارف چې د کال څه باندې څلور میلیارده ډالره کيږي او د لويديځ څخه راروان دي، ستاسې په واکمنۍ کې به له کومو منابعو پوره کيږي؟
پس که تاسې امنیتي ځواک ونلری څنګه به وکولای شی امنیت ولری، نظم برقرار کړی او د هیواد له پولو څخه دفاع وکړی؟
ایا شتمن لويديځ هیوادونه به وغواړي په افغانستان کې سترې پروژې لکه سرکونه، فابریکې، کانونه، د اوبو بندونه او نور په کار واچوي؟ او يا به تاسې حاضر شی چې بهرنیو (کفري) هیوادونو ته اجازه ورکړی چې په افغانستان کې پانګه اچونه وکړي؟
که د نړۍ د هیوادونو ترمنځ اړيکې او دوستۍ مطالعه کړی نو درته به روښانه شي چې هیوادونه په اقتصاد او اقتصادي ګټو تړل کيږي نه په مذهبي اړیکو او ورته والي. په دې اړه د لا پوهاوي لپاره تاسې کولای شی د بيلابیلو اسلامي هیوادونو حکومتي اړيکې تر کتنې لاندې ونیسی چې کوم هیواد د چاسره د دوستۍ او همکارۍ اړيکې پالي.
نظام چلول یا حکومتولي په اوسني عصرکې يوه ډيره سخته او پيچيلې مسله ګرځېدلې ده. اوس سلګونه کلونه پخوانی وخت نه دی. د پخوا په خلاف نن د تکنالوژۍ يو ځانګړی عصر دی او په دغه عصرکې د نړۍ زیات هیوادونه سره نسبتا په شريکه ژوند کوي. په بې شماره اقتصادي، سیاسي او فرهنګي تارونو يود بل سره نښتي دي، دردونه او غمونه يي یو په بل بې اغيزې نه پاتې کيږي.
ایا اوريدلي مو دي چې وايی، نړۍ ورو ورو په يوه کوچني کلي بدليږي.
تاسې مجبوریاست په دغه کلي کې د نړیوالو منل شوو اصولو په اساس ژوند وکړی، او څوک به اجازه درنکړي چې داسې يو واک وچلوی چې د نورو سره د ګډ ژوند خلاف وي. د نړۍ او سيمې هیوادونه به په ګده ستاسې په خلاف ودريږي.
د پرمختللې نړۍ تکنولوژي په داسي چټکۍ مخ ته روانه ده چې باورنه کيدونکي کارونه کوي. همدا اوس له نارينه څخه ښځه او له ښځې څخه سړی جوړوي. بې ډریوره او بې پیلوټه الوتکي جوړوي. د روغتونونو د پاره د نرسانو په ځای د ربوتونو په تعویض کار روان دی. داسې نه چې تاسې یو ورځ متوجه شی چې د لويديځ والو په لاس کې یاست. تجربې درباندې کوي، مصنوعي عسکر درته د بې پیلوټه الوتکو په وسیله رالیږي، جګړه درسره کوي او هر څه يي چې زړه غواړي درباندې کوي يی. دا هرڅه امکان لري…
کله چې تاسې واسکټ له انفجاري موادو ډکوی، کله چې په امنیتي قواوو او عام ولس ډله ایزې وسله والې حملې کوی او د پاکستان په توصیه خپل وطنوال شهیدانوی، نو کله مو هم له ځان سره دا فکر کړی چې د دې ټولو اخري پایله به څه راوځي؟ ایا د خپل ملک د بې ګناه خلکو وژل ګناه نه ده؟ ایا قاتلین دوزخ ته نه ځي؟ د وژنو دا لړۍ به تر کومه روانه وي؟
دلته چې د وينی هرڅاڅکی تويږي د طالبانو په مقابل کې د انتقام او کرکې احساس زیاتیږي. ایا د شهییدانو کورنۍ به تاسې وبښي؟
زه پوهیږم چې تاسې د دغو پوښتنو څخه حتی يوې پوښتنې ته هم سم او منطقي ځواب نلری، خو زه يی لرم، په غور يی ولولی او فکر په کې وکړی او هغه داچې:
تاسې د پاکستان پروژه یاست! تاسې د پاکستان د پروژې کاري وسایل یاست!
پروژه داده چې پاکستان فکر کوي که طالبان افغانستان او يا د افغانستان يوه برخه ونیسي، د نړۍ هيڅ هیواد به يی په رسمیت ونه پيژني، نه به امنیتي او دفاعي خواک ولري او نه به يو منظم سیاسي – اقتصادي حکومتي نظام. طالبانو ته د بقا لپاره بله لار نه پاتې کيږي غیرله دې چې پاکستان ته لاس وغځوي. پاکستان به ورته په خوښۍ سرحدونه پرانیزي، افغانستان به بشپړه توګه په پاکستان وابسته شي، او افغانستان به عملا د پاکستان په پنځمه صوبه بدل شي.
د پاکستان په نظر که طالبان کامیاب هم نشي په افغانستان کې د جګړې دوام پاکستان ته زیات په ګټه دی. مثلا:
– د بې ثباته افغانستان په صورت کې به د ډيورند خط او د پښتونستان موضوع د حل چانس ونه لري،
– افغانستان به په خپلو پښو نه ودريږي او تل به د پاکستان د بې کیفیته توليداتو لپاره يو مصرفي هیواد وي،
– د افغانستان ځنګلونه به په پوره قوت وهل کيږي او لرګي به يی پاکستان ته قاچاق کيږي،
– د افغانستان کاني مواد به ناقانونه استخراج او پاکستان ته روان وي،
– د افغانستان اوبه په وړیا ډول پاکستان ته تويږي
– او ډيرې نورې ګټې…..
او سپارښتنه؟ :
پورته ټکو ته په پام سره لطفا خپل ګریوان ته سرښکته کړئ او فکر وکړئ !
يو وخت به راشي چې ډير به ناوخته وي. پاکستان د فشار لاندې دی. نښې نښاني څرګندوي چې پاکستان نور حاضر دې چې ځانته د اوړو پوزه کيږدي او تاسې د کومې معاملې په بدل کې خرڅ کړي. دا ورځ ډیره ژر راتلونکې ده.
د سولې له پروسې سره يو ځای شی. کومه لاره چې تاسې نیولي، نه اسلامي او نه افغاني ده. د ناپوهۍ لاره ده.
راشئ د خپلو هیوادوالو سره اوږه په اوږه د هیواد په ابادولو کې برخه واخلی، يو سوله ایز او په عزت ژوند وکړئ او د پاکستان پروژه ناکامه کړئ!
ښاغلی س. ننګرهاری صاحب ستاسی ددغی سپینی او رڼی لیکنی څخه منندوی یم، ځما په فکر طالیبان باید دغه لیکنه څو واری ولولی، ځکه دطالیبانو اودطالیبانو دماشومانو دراتلونکی لپاره بنیادی لیکنه ده
بله خبره داده چه ما په مطبوعاتو کی لوستلی اوهم می اوریدلی دی، چه دطالیبانو مشرانو دښاغلی کرزی څخه په کراتو غوښتلی دی، چه مونږ ته اجازه راکړی چه خپلو کورونو ته واپس دروګرځو، نه جنګ کوو اونه په حکومت کی چوکۍ غواړو(په خپلو کلیو کی دنوروافغانانو غوندی فقط ژوند کول غواړو) مګر دکرزی حکومت دطالیبانو دمشرانو دغه غوښتنی نه دی منلی
حتی څو ورځی مخکی(۱۲/۰۶/۲۰۱۶) دشمشاد تلویزون سره په ځانګړی مرکه کی (چه دغه مرکه د ویدو په بڼه اوس هم دشمشاد په سایټ کی کتلای شی) ښاغلی آمین کریم وویل چه ماته عبدالحکیم مجاهد وویل چه ما په ۲۰۰۵ کال کی یومکتوب د ملاممد عمر، ملابرادر، ملا عبیداله اونورو لوړ رتبه طالیبانو په
امظآ او لاسلیک سره دکرزی حکومت ته وسپارلو، مګرهغوی دغه مکتوب په باطله دانی کی خطا کړی وه،
همداسی حکیم مجاهد وای چه دری کاله دمخه می د فرانسی دصلحی په کنفرانس کی دطالیبانو دمشرانو په
موجودیت کی مخامخ دحکومت چارواکو ښاغلی اتمر، ښاغلی ضیآ مسعود اوښاغلی جلالی ته هم دورته
څرګندونو غوښتنه وکړه مګر…….. لنډه داچه دغه ویدو(امین کریم) په خپله شمشاد کی وګوری
همداسی ډاکتر آعظم مخامخ دغه خبری په ارګ کی دلوی غونډی په ترڅ کی ښاغلی کرزی ته وکړی
ځما په فکرکه اوسنی حکومت طالیبانو ته دآمن ډاډ او تظمین ورکړی، ترڅو پخوانی ډار او بی باوری یی ورکه شی
ای کا ش ظالبان دومره ماغزه ولر ی هغوی به هځکاله د بی ګناه هیوادوالو وینی نه وای توی کړی
دجنګ اصلی عامل دبن په تړون کی ریښه لری او هغه انحصار او د اکثریت مجاهد افغان وژنه د اندرابی طالبانو پرون بیاهم ثابته کړه چه افغان وژنه تر ډیره داخلی ریښه لری او په اکثریت مجاهد افغان باندی د معامله ګرو ،منطقوی ملګرو او نړیوال شراچوونکوله خوا په ګډه غیر انسانی طور تحمیلیږی.
لیکنه دې ډېره په زړه پورې ده خو کاش چې دا ځېنې ټالي څټي ورباندې خپل سرونه خلاص کړي افسوس چې دوی د بل د لاس اله ده او تر څو پورې چې دوی د بل په لاس کې وي نو ددې وطن جوړېدل ناشونې څه ناممکن دي خو خیر موږ امید لرو چې یوه ورځ به یې په سر کې د مغزو په نوم څه پیدا شي او سر به په ګریوان کې ښکته کړي خو تر هغو پورې چې دوی دا کار کوي بادار به یې وختي په امریکا باندې پلورلي وي دا پروژه په ګده د امریکا، انګلستان، امریکا، سعودي عربستان او پنجابستان ده الله تعالی دوی تباه کړي چې د څوک مو د طالب په نوم وژني او څوک مو د ملي اردو په نوم دا هېوادونو دواړو اففاني لوریو ته پیسې ورکوي نه پوهېږم چې په کومه لاړو شو خو هغه د چا خبره خپل زړو مذهب مه پرېږدي بس د خدای لاره سمه ده او ډېرې خبرې په قرآن کریم چې خوند کوي بیا هم زه افسوس کوم چې طالب بچي د پنجابستان په لاس لوبېږي راشي چې دا وطن اباد کړو او خپل هېواد ته خدمت وکړو. د سرلوړې افغانستان په هیله