میرویس جلالزی- یو طالب مشر مدعي شوی چې د بهرنیو سرتیرو له وتلو وروسته به افغانستان بیا د دوی لاس ته ولویږي او طالبان به اسلامي امارت تاسیس کړي.

دغه طالب مشر قاري نصرالله نومیږي او د میرر په نامه بریټانوي ورځپاڼې ته یې ویلي، دوی اوس هم د افغانستان ډیرې سیمې ترخپل بشپړکنټرول لاندي لري.

قاري نصرالله وايی، دوی د واکمنیدو په حال کې دي نو ځکه یې د افغان دولت د سولې وړاندیز هم رد کړی دی.

نوموړی وايي کله چې ناټو ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر وروستیو پوري له افغانستانه ووځي هغه ورځې به د اسلامي امارت د واکمنۍ د بیا قایمیدو پيلامه وي.

قاري نصرالله ادعا کړې چي کورني ځواکونه هیڅ راز جنګي مورال نه لري ځکه د هغوی د مشرانو په منځ کې نه اطاعت او اداري فساد د دې لامل شوی چې له خپلو مشرانو زړه توري شي ا و یوازي د خپلو شخصي ګټو لټه وکړي.

هغه په عین حال کې ویلي چي طالبان به له افغان دولت سره له ۲۰۱۵ کال وروسته د واک د شریکولو په باب خبرې وکړي او افغانستان د ټولو افغانو کور دی.

میرر ورځپاڼې، چي وایي له پیښور دباندي یي له دغه طالب مشر سره مرکه کړي، د ده په قول دا هم ویلي چې طالبان د بهرنیو د منځګړیتوب سخت مخالفت کوي او دوی هڅه کوي افغاني لانجې د افغانانو په لاس هواري کړي.

قاري نصرالله ویلي:

(( موږ ټول افغانان یو، دا زموږ کورنۍ مسله ده، موږ په خپلو مسایلو او د هغوپه حل کولو ښه پوهیږو، د نورو مشورو ته هیڅ راز اړتیا نه لرو او دا کار زموږ اړیکي زیانمنوي)).

د قاري نصرالله دغو څرګندونوته په غبرګون کي چې وايي په کونړ او ټولو ختیځو ولایتونو کې د طالبانو مشر دی، افغان  دولت هم شدید غبرګون ښوولی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چي د دا څرګندونې هیڅ راز بنسټ نه لري. او واک ته د طالبانو بیرته رسیدل له یوه خوبه پرته کوم بل څه نه شي کیدای.

حکومت ویلي چې طالبان نور هیڅکله هم واک ته نه شي رسیدلای ځکه چې د هغوی ایډیلوژي او کړنې افغانانو ته د منلو نه دي.

16 thoughts on “طالب مشر وايي، طالبان به ټول افغانستان ونیسي”
  1. قاری صاحب هغه بل ځل د څه توره وکړه چی دا ځل به یی وکړی؟
    له هغی ورځی چی طالب د بیظیری له خیټی زیږیدلی دی ، تر نن پوری ستاسو هره ورځ واکمنی او بیا په اصطلاح جهاد ټول له جنګ ، انسان وژنی ، ورانولو، ډار اچولو، انتقام ، سر پری کولو ا کور وسوځولو سره مل دی. د یوه ښه اسلامی ، انسانی او افغانی حکومت او ژوند لپاره خو مونږ ستاسو کوم پلان ، ستراتیژی او بر نامه نه ده لیدلی. رادیو او تلویزیون نه څومره ښه اسلامی ګټه اخیستل کیږی مګر تاسو هغوی هم اعدام کړل او په دار مو وځړول.
    طالب جانه چی کری هغه به ریبی که تاسو له چا سره ښه کړی وی ښه به ووینی او که بد مو کړی وی بیا به یو غیبی آفت او بلا در باندی نازله شی او بیرته به خپلی ګرانی مورکی ته ورشی.

  2. ، طالبان د ګوړه ګوړه کوی او خوله به یی خوږه وی،وایی ډم یی واده کی نه پریښوده خو ده ویل چی زه د ناوی مخ لیدل غواړم
    مونږ ټول افغانان یوځل ازمایل شوی بیا نه ازمایو طالب ځان ازمایلی دی او د بیا راتګ خوبونه د نه ګوری، مونږ ته فعلی حکومت په سر سترګو قبول دی
    دوی که ریښتیا مسلمانان وی او افغانان وی نو دا حق د افغانانو ته ورکړی چی دوی ازاد بیان وکړی ، دوی په کلیو کی داسی وحشی حکومت ښکاره کړی که څوک د طالب د ظلم باره کی څه وایی نو د طالب له لوری وهل کیږی، وژل کیږ سل نومه او ټاپی پری لږول کیږی دوی خو د یو ځل له افغانانو وپوښتی چی مونږ مو قبول یو او که یه

  3. مونږ نور په زور هیڅکله چاته اجازه نه ورکوو چی راشی مونږ به خپل راتلونکی اولسمشر په ټاکنو راولو نه د پاکستان د استخباراتو په زور

  4. هغه توره ورځ دی بیا خدای نه تکرار وی چه ملایان قمچینی په لاس زمونژ په موجودیت کی ښځی ووهی،

  5. Taso hgha zal sa tora wakra che da zal bya razai taso kho yaw zal po khtana wkra che sok mo prde aw kana nor ba dar ta sa na wayam kho domra ba dar ta wa wayam che tol afghanan mo tba aw bar bad kra dazal mw napredo ka mkhke de sa tora kre we nw bya wa waya

  6. چه په افغانستان کی داسی حال وی لکه په دیی اوسنی وخت کی چه دولسمشری په کاندیداتوری روان دی، دخدای لپاره په افغانستان کی نفاق دومره ژور حد ته رسیدلی چه دیوه کوره دوه ورونه کاندیدان دی، نوزه وایم قاریان خوپریږده، چڼی اوچڼ چڼ دوی به هم راځی.

  7. پریږدی وړنو یوسړی وو دخولی یی یوخبرووتل تاسووس دومره قیصه تری جوړه کړل وایی کمزوری ټول عمر ښکنزل کوی دښکنزلو حق خولری که هغه هم نلری
    بل داچی دطالبانو په لیکوکی هم ډیر ساده انسانان شته دوی خواران چی په یوکلی کښی یوڅوطالبان ووونی دوی خوشحاله سی
    وایی الحمدالله بیادطالبانو اسلامی امارت رازی

  8. که سوک دطالب په راتګ کی شک وینی هغه دی خپل برخلیک باندی دسره کتنه وه کړی طالبانوته ضرورت لروکه دموره پیداسودی موسرته ناست وی په غوږکی مواذان کوی چی مړه سوو هم موطالبان پریوی قبرته موهم دی شوه کوی چاره نه جنی لروالله دی دی اوموژپه ژبه سره پوه کړی

  9. ګرانه اومحترم قاری صاحب ستاخبره ډیرصصح ده دابه وشی افغانستان به ونسی او داسلامی امارت سپین بیرغ به بیرته ورپیږی ټول به ښکاره شی بیابه دغازی ملا برادر اخند سره پورته کښته کیږی نن دهغه مشر غم ولی نه دی درسره چی نوازشریف وایه ما ازاد کی او دی دخپل اختیار نه دی او دخپل کورنی اوبچانو سره نشی لیدا ما خو کرزی ملامته وی پروند هغه دکرزی په مرګ پسی وو او یودبل دښمنان وو نن هغه دوښمن هغه ستا دوست هیواد ته چی دی یی هم دوست وو اول شرط ورته کښیوی چی ملابرادر به دبنده ازاده وی هغه ورته وویل پردی کار روان دی نن وایی ازاد می کی داڅنګه ازادی ده تر اوسه یی خپل کور بچان چی دڅوکلو راهسی نه دی لیدلی نه شی لیدای ستاسره دچا غم دی دځبل مشر او دهغه غازی او مشر چی تر نن یی ځان اسلام لپاره وقف کړی دی ته یی په قیصه کی نه یی ته افغانستان دچا څخه نیسی دملا برادر سه تر اوسه خو دهغه پلاس کی دی که نه وای تا ولی بندی کوی ته یی ولی نه ایله کوی ته ولی دخبرو اختیار نه ورکوی ولی یی ته دسترګو سه پلستر نه ایسته کوی ولی یی خپلو کورنی او دهغه سنګر دزخمی اندیولانو پښتنی ته نه پریږدی ولی یی هغه دلیلی د دښتی دشهیدانو دیتیما دپوښتنی او حال احوال معلومولوته نه پریږدی محترم قاری صاحب دګران مشر دچا سره دی دامریکایانو سره دی دامریکا دغلامانو سره دی دغه دی چی درته وایی داڅه غواړی؟ دملاعبیدالله اخند یی څه کړی او هغه نو غازیان او خوږ من داسلام پتنګان یی څه کړه ویی نازول پرسر یی لاس راتیر کړی ځای یی راکړی او که یی کریم برانچ دتحقیقاتو په کولوشهیدانکړه او یا دهمیشه لپاره لیونیان او عصبیان کړو چه نن دماینی او زوی او دوستانو پیزندګلوی نه شو کولای دخدای(ج)پرلحاظ څه کوی دچا سره یاست زه زما مطلب دکرزی سره ناسته نه ده زما دجوړی خبره نه ده زه نن پر دغه دیر وزوریدلم چی ملا برادر اخوند تر اوسه دخپل کورنی سره هم نه دی لیدلی دی دچا دپاره ایله شو ایا دابیچاره ته به دومره دماغ دغو ظالمانو پرځای پریښی وی چی دی ددی توپیر وکولای شی چی ته قاری نصرالله یی او هغه مولوی زما دسنګر انډیوال دی زما خو زړه ته نه لویږی خو دادرته وایم که روشبیا داسلام دپیروانوغازیانو او شهیدانو پروا درسره وی نو ددغه ظالیمانو سه دخپل ګرانو انډیوالان غچ خو دهغه خدای (ج)دپاره واخلی چی دهغه دنامه په خاطر راولاړ شوی یو او دهغه داحکامو دجاریکید نیت مو کړی دی او دهغه دکلام دپیروی او دشریعت محمدی (ص)دشریعت دجاریکیدو په خاطر مو کور اولاد ماینه او زوی اودنیا ټول پری یښی دی ګرګ زاده ګرګ شود ګرچی به ادمی بزرګ شود شکر الحمدالله علیمان لرو پوهان لرو مفسرین او محدثین خبله لرو دهغه چا پرخبرو او وینا باید نور خطانه شو چی دورځی په سر کی یو څه وایی او مازیګر کی بیا هغه ویل منسوخ وی بیا بل څه وایی ښه په دی پوهیږو چی خدای(ج)مذهب ذبه نه خوښوی تر باډر اخوا یو حکم او دباډر په دیخوا بل حکم قرآن یو شریعت محمدی ای دمذهب اختلاف خو هم نه لرو په یوه مذهب یو وسلام

  10. ياره هيواد والو ملا صيب خو ډيره مبالغه هم نه ده کړي يقين اوکړۍ چې همدا اوس هم دهيواد اکثريت ولسوالۍ او دلويو ښارونو ځني سيمي دطالبانو په واکمنۍ کې دي اوستر علت يي هم همدا دى چې ملا صيب يي يادونه کړي ده کورني ځواکونه هیڅ راز جنګي مورال نه لري ځکه د هغوی د مشرانو په منځ کې نه اطاعت او اداري فساد د دې لامل شوی چې له خپلو مشرانو زړه توري شي ا و یوازي د خپلو شخصي ګټو لټه وکړي.څه فکر کوي چې دا خبره دملا صيب سمه نه ده

  11. په پښتو کي متل دی: د نه سړو ملک سو بلو (بلوکمشر)
    که د امريکايانو او شمالي ټلوالي ناکردې نه وای، افغانستان به د مرکزي حکومت په کنترول کي وای،ځکه نو طالب جان ځان ته اجازه ورکوي چي هر څه ووايي …
    د افغانستان خلګ د مرکزي حکومت د زور زياتي څخه تر پزي رسېدلي دي او په اطرافو کي خو د حکومت نښانې هم نسته ، دا نو دا معنې(مانا )نلري چي طالب اصلاح سويدی ،او د يوشتم قرن سره عيار سويدی.

  12. دا تاریخ تجربه کړې. په کومه سیمه چې طالب ور ګډ شي، وچکالۍ، سېلابونه، فقر، نشه یي توکي، او زر نورې بلاګانې پرې ور ګډې شي. د ختیځ زون نویو سېلابونو ته په کتنه، آیا له دې حقیقته انکار کېدای شي؟ دا په غزني کې تجربه شوه. چې له یوه کلي د طالب لمنه زیاته ټوله شوه، یوه ورځ باران زیات شو. تېر کال ټول غزنی ږلی وواهه، د پاڅون سیمه خدای وساتله. په ټول افغانستان کې، د امارت له راتګ سره باران ودرېد، وچکالي پیل، او د امارت له رخصتېدلو سره یو دم ورښتونه پیل شول. لکه چې چېرته د انسان ناحقه وینه تویېږي، هلته د خدای رحمت نه اوري.

  13. Qari saheba staso sara che aos de walas aw khalko lega zyata hamdardy da hagha de kharejy aw neto de mawjodyat pa waja da,zeka afghan walas hes kela ham bahrany khalko ta pa khpala khawra de tazawoz aw pa khalko de zyate ejaza na warkawe,kho da pa yaqin sara wayem che kela ham da kharejyan la afghanistan na wowze,no sta mahbobyat ham khatm sho aw de walas hamdardy ba ham dersara na we,aw ta sara ba bya de jehad kom dalil ham na we,aw khalko yaw zal staso hukomat aw zemamdare ham ledelae da,da manem che staso pa hukomat ke pa aksar zayo ke amn wo,kho warsara wlaga bekary swalgary aw ……..ham wo,de hukomat kar serf amn rawastel na balky de mulk tolo wagalo ta de sha zwand,kar,adalat,aw….ham we,staso talibano aksaro ba chars skall,kho che kela ba mo yaw bal sok pa chars skalo ger klal,no makh ba mo pe tor ka aw pa ba bazar mo garzawa,da adalat de,qanon bayad de tolo lapara yaw shan we,reshwat kho staso pa waqt ke belkul yawa aady khabara wa,khulasa da che ba ghayr de talib la kor na de bal cha pa kor ke de dodey darak ham na lageda,khalko har sa de zwandy pati kedo pa khater khars klal,no ka chere staso ham hagha program we,aw pazor hukomat kawel we no wawra, che pa zor hukomat nakegy,ka chery la noro afghani dalo sara che de afghanistan pa syasat ke huzor lare sola wakay aw tol yaw zai yaw dase hukomat jol ky che walas ta pake reshtya amn,kar ,adalat,aw har kar de haghe ahl ta sparal shaway we,no bya emkan lare che staso huzor ham wamanal she,aw ka hamagha pakhwaney qesa we,che hekmatyar sahib ba wayel che de rosano pa matawolo ke zama dera wanda wa no hukomat ba ham zama we,aw byactase raghly aw de shar aw fesad panom mo da nor na manel,no natija taso packhpala waleda che ba ghayr de afghanistan la wrane aw de begunah khalko de wazel kedo na bel sa na wa,aw da larey ba humdasy dawam kawe.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *