سید حامد ګیلاني

تاند- راپورونه وايي چې له قطره اسلام اباد ته تللي طالب پلاوي د ملي اسلامي محاذ له مشر سید حامد ګیلاني سره کتلي دي.

د طالبانو د قطر د دفتر په درې کسیز پلاوي کې، چې د قطر د دفتر رييس شهاب الدین دلاور یې مشري کوي، جان محمد مدني هم برخه لري.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو پلاوي د ملي محاذ له مشر سید حامد ګیلاني سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

ښاغلي ګیلاني په وروستیو کې ویلي و چې په یوه خبري غونډه کې به افغانانو ته د سولې په اړه ښه خبر واوروي خو وروسته له دې چې د طالبانو د مشرانو د هستوګنې په اړه د نوموړې څرګندونې له سختو انتقادونو سره مخامخ شوې، ګیلاني په دې اړه خبري غونډه فسخه کړه.

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر پاکستان د طالبانو مشرانو ته په پناه ورکولو تورن کړ، ګیلاني وویل چې د طالبانو اکثره مشران اوس په افغانستان کې دي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې په یوه نادر اقدام کې ۱۴ افغان سرتېري په پکتیا ولایت کې خوشي کړل.

دا سرتېري، چې طالبانو اسیران کړي ول، تېره اوونۍ د حقاني شبکې له لوري د ښه نیت د ښودلو په نښه خوشي شول.

رویټرز خبري اژانس وايي، د طالبانو پلاوي د پاکستان له امنیتي چارواکو او حامد ګیلاني سره وروستۍ خبرې د خپل مشر ملا هیبة الله اخوندزاده په امر پیل کړي دي.

اژانس وايي، هیبة الله په پاکستان کې اوسي.

څرګنده نه ده چې طالبان په رښتیا هم سولې ته لېوالتیا لري او که دا هلې ځلې پر پاکستان د وروستیو فشارونو د کمېدو لپاره کېږي.

2 thoughts on “طالب پلاوي په پاکستان کې له حامد ګیلاني سره وکتل”
  1. اوس سوال دلته دی چی د پیر زوی څو ورڅی مخکی وویل چی د طالبانو اکثریت مشران په افغانستان کښی دی او غوښتل یی پرویز مشرف او ددوی سابفه انډیوال او او سنی دی آی ایس ای جنرالان خوشحاله وساتی خو اوس بیا په پاکستان کښی له طالبانو سره د کو م ادرسه خبری کوی آیا ددولت نماینده دی که اوس هر څوک د خپل څان لپاره یوه د بزی لار پرانیزی تر څو پر راتلونکی کښی په امن کښی وی او هر څوک دا ادعا وکړی چی ښا مار دوی وژلی هغه بعضی مشرانو چی ویل چی تروریستان له وزیر اکبر خانه تمولیږی همدا پیر خیل دی

ځواب ورکول جمال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *