تاند- د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ريیس ضیا الحق امرخېل سره د طلوع تلویزیون پر مرکې د خلکو له سخت غبرګونه وروسته دا تلویزیون مجبوره شو چې د هغې قومي او ژبنۍ کرکې په اړه، چې دا تلویزیون یې له کلونو راهیسي خپروي، د توجیه کولو هڅه وکړي.

طلوع تلویزیون، چې له کلونو راهیسي په افغانستان کې قومي او ژبني تعصبونه خپروي، د پنجشنبې په ماښام د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس ضیا الحق امرخېل په دې تورن کړ چې متعصب دی ځکه چې د دوی پوښتنې ته په فارسي ژبه ځواب نه وايي.

امرخېل په خورا زغم ورته وویل چې پښتو یې مورنۍ ژبه ده او په خپله ژبه په اسانه او راحت ځواب ویلی شي.

د طلوع تلویزیون دې علني تعصب د افغانانو عکس العملونه وپارول، د انترنټ په ټولنیزو شبکو کې په زرګونو عکس العملونه څرګند شول. دوی ویلي چې که په مورنۍ ژبه خبرې کول جرم وي نو ولي تاجکان په پښتو خبرې نه کوي، ولي تاجک چارواکي او سیاستوال له رسنیو سره د خبرو په مهال پښتو پوښتنې ته په فارسي ځواب وايي او ولي پښتانه دوی په تعصب نه تورنوي.

یو شمېر نورو بیا پښتانه چارواکي، شخصیتونه او سیاستوال ملامت کړي چې د طلوع او یک په شان له متعصبو او تعصب خپبروونکو تلویزیونونو سره، چې د افغانستان ملي ترمینالوژي نه مني، مرکې کوي.

یو شمېر کسانو مثالونه هم وړاندې کړي او ویلي یې دي چې د تعصب خپروونکو تلویزیونونو یوه څرګنده نښه دا ده چې د پوهنتون په شان کلمې نه استعمالوي خو د مکتب او لېسې له کلمو سره، چې یوه عربي او بله فرانسوي ده، له ګڼو نورو غیرایراني اصطلاحاتو سره حساسیت نه لري.

طلوع تلویزیون هم د خلکو حساسیت درک کړ او نن یې د هماغه ویندوی په خوله، چې امرخېل یې د خپلې ژبې په ویلو مجرم بللی و، توجیه وړاندې کړه او هڅه یې وکړه چې خلکو ته وښيي چې طلوع متعصب او تعصب خپرونکې رسنۍ نه ده.

د طلوع توجیه

له امر خېل څخه د طلوع د متعصب چاینا پوښتنه

34 thoughts on “طلوع تلویزیون د خپل تعصب توجیه کولو ته اړ شو”
  1. دې چلوونکي خولا په ښه لهجه پوښتنه کړې که چېرې یې داسې پوښتلي وی: دغه بغه ات رانمې فهمم صحیح مسلماني ګپ بزن. ۴۰ کاله په کابل کې اوسېدلی یم اوډېر مې ددې فاشیستانو څخه په پورتنۍ لهجې اورېدلي دي. دادظاهرشاه خیلوله لاسه چې په خپل هیوادکې راباندې ملنډې وهل کېږي.چې خپله ژبه یې په پاړسوراته بدله کړې اواوس موکرزی هم مشران په پښتوویلوتحقیروي اوګواښي چې ښه بیلګه یې اسمعیل یون صیب دی.

  2. دا د داحمدشاه مسعود زوي فكر كوى چي هر چشى چي دا وايي خلك پري با ور كوى. دا لعنتي تلويزيون تر تولو متعصبترين تلويزيون دى ددي تلويزيون كاركوونكى هم دير زيات تعصب لرى. دوي بيا دا د بخشني أخلاق هم نلري او توقع هم ترى نه كيزي

  3. دا جهان په شان د غره دی زمونږ فعل دی آواز
    چی څه وایو هغه اورو هغه دم په هغه راز
    هر عمل عکس العمل لری. که څوک په درنه درته ګوری مونږ هم باید په درنه ورته وګورو او له هغوی یی زیات احترام وکړو. اما که څوک تا توهینوی، تحقیروی ، تاته متعصب وایی او درپوری خاندی، نو مونږ باید د هغه ځواب په خورا ښو او محکمو الفاظو ورکړو او که هغه خپل ځان نه پيژنی نو مونږ ته په کار ده چی یا خپله لار تری بیله کړو او یا داسی محکم سوک یی په خوله ورحواله کړو چی بیا هیڅکله خوله درته جونګه نه کړی.
    طلوع یو ایرانی تلویزیون دی چی اکثر کارکونکی یی افغانان دی خو پروګرامونه له ایرانه ورته راځی. دوی غواړی زمونږ افغانانو ترمنځ بی اتفاقی واچوی او خپل ماهیان په خړو اوبو کی ونیسی. له دوی مخکی هم دلته خلک اوسیدل مګر د پښتو او فارسی منځ کی اختلاف نه وو. دری ژبو کوشش کاوه چی پښتو زده کړی او پښتو ژبو هڅه کوله چی دری زده کړی. زمونږ پښتنو لیکوالو او شاعرانو له پښتو نه په دری ډیر کتابونه لیکلی او خدمت یی ورته کړی دی. همداشان دری ژبو هم تر خپله وسه په پښتو ژبی لیکلی دی. هیڅ یو ګناهګار نه شو او مونږ پر ټولو ویاړو.
    طلوعوال باید خپلی پالیسی ته تغییر ورکړی. زمونږ د خلکو ژبی، کلتور او ملی اصطلاحاتو او ترمینالوژی ته احترام ولری. او په پورتنی تیروتنی له ټولو هیوادوالو بخښنه وغواړی. که دوی همداسی خپل مغرور او کبرجن ایرانی سیاست ته دوام ورکوی ، دولت ته په کار ده چی خپل ایرانی بړیڅی پر ځای کینوی. تر هغو پوری دوی ځانونه اصلاح کوی نو ټول پښتنو لیکوالو ، شاعرانو او سیاستوالو ته په کار ده چی له طلوع ، یو او نورو متعصبو کړیو سره مصاحبی ونه کړی. حیف ده چی خپل درانه شخصیتونه د پردی پالو په خوله سپک کړی.

  4. ستا د ښائست ګلونه ډیر دی.ځولۍ مې ډکه زه به کوم کوم ټولومه؟
    د طلوع تلویزیون همدا یوه ګناه نده، هغه فحاشې او عریانې چې همدغه پردی پال او له افغانیت او اسلامیت دواړو نه لری او رتلی تلویزیون دا یوه لسیزه خپروی، هغه سپکاوی او توهین چې څو څو ځله د همدغه منحوس چینل له لارې د افغانستان ملی ژبې، ملی او سترو شخصیتونو ته شوی او په ځانګړې توګه دغه هلک چې د حیاء په نوم هم کوم معیار نه پیژنې او ډیر ځله ئې بی ځایه پر خلکو ور بلوسلی.
    دا ټول په هیڅ صورت د بښلو ندی، یوه دفاعی لاره خو ئې دا ده چې پښتانه او ټول هغه کسان چې پخپل دین، خپله ژبه، کلتور، ملی ترمینالوژی او ملی ویاړونو ئې خوا بدیږی، باید د تل لپاره دغه تلویزیون ته شا کړی، تر څو دا ورته معلومه شی چې د خلکو په احساساتو لوبې کول تر څه وخته چلیدلی شی؟

  5. آقای مسلم شیرزاد! لطفاً در تکرار نشر پروګرام تان که سوال را مطرح کرده اید خود ببینید ، با یک شخصیت مسول وظیفهء سنګین ملی مصاحبه دارید ، وحتماً کسی را که با او مصاحبه دارید از قبل باید شناخت یا معرفت دریافت کرده باشید ، ونیز در کشوریکه شما در یک رسانهء تصویری مجری یک پروګرام هستید ، حتماً آګاهی دارید که در این کشور کدام زبان های رسمی را دارا است، بناعاً برای سوال شما جای باقی نمیماند که طوری که بخطا رفته اید یک حرکت غیر مسولانه ونفاق افګنانه را مرتکب شوید! یا اینکه عمل تان نفاق افګنانه است ، ویا غافل از شناخت تان از افغانستان وزبان های رسمی آن است؟ حال اینکه غافل نبوده اید ، وشخص ساده ای هم نیستید ، بناعاً واضیع است که عمل تان نفاق افګنانه است زیرا اصلاً سوالی وجود ندارد که چه کسی بکدام زبان رسمی کشور صحبت میکند ؟ واګرهم کسی دیګری یا افراد مغرضی در زمینه سوالاتی دارند ، مجریان پروګرام های تلویزیون ها مکلف به اراههء جواب ، به چنین سوال های احمقانه نیست! هو

  6. د طلوع تلويزيون د چلونکو د خبرو او عمل تر مينځ ځمکه او اسمان توپير ده.
    د بيلګې په توګه: دوي وايي چې، موږ د ژبو او قومونو تر مينځ فرق نه کوو.
    ۱ نو بيا ولې اکثره خپرونې په دري دي؟؟؟ ولې د ملي ترمينالوژۍ په ځای ايرانۍ هغه استعمالوئ؟؟؟ ولې په ډېرې سپين سترګۍ د ايران له خوا په کلتوري يرغل کې ستره برخه اخلئ؟؟؟
    ولې په خپله مورنۍ ژبه غږيږي؟ ايا ته متعصب يې؟ دا صرف پوښتنه نه ده بلکې د يو چا په مسلم حق تيری ده. د يو چا په ازادۍ تجاوز ده.
    ولې له چا سره داسې پوښتنه پيدا شي؟؟؟ داسې پوښتنه د کوم ډول ذهنيت زيږنده ده؟؟؟
    او د دې ۲ پوښتنو ځواب د طلوع تلويزيون والو روڼ انځور ده.
    دا پوښتنه د يو متعصب، تجاوزګر، تبعيض کونکي، متکبيره، ….. او بې حيا ذهن زيږنده ده

  7. دوستان گرامی باید چینل متعصب تولوع را از تلویزیون تان حذف کنید
    گویا که حال باید کسیکه فقط بلسان پشتو صحبت میکند متعصب شمرده میشود
    آفرین به امرخیل صاحب به این جواب علمی اش
    اگر کسی از این ها همین سوال را مطرح کند پاسخ آنان چه خواهد بود ؟

  8. دوستان گرامی باید چینل متعصب (طلوع) را از تلویزیون تان حذف کنید
    گویا که حال باید کسیکه فقط بلسان پشتو صحبت میکند متعصب شمرده میشود
    آفرین به امرخیل صاحب به این جواب علمی اش
    اگر کسی از این ها همین سوال را مطرح کند پاسخ آنان چه خواهد بود ؟

  9. به أساسي قانون كي راغلي .
    ١ – دافغانستان ملي زبه بشتوده
    ٢ – دافغانستان رسمي زبي ،بشتو او دري دي
    طلوع تلويزرن أساسي قانون تر بشو لأندي كري دا خكه جه امر خبل داساسي قانون درعايت كولو به أساس حق لري جه به هر زبه يء غو شتي وي خبري ،وكري او ليكنه وكري. طلوع بايد محاكمه او توقيف شي.
    جلالزوي

  10. په ځاې د دې چې بخشنه وغواړې په خپلو کړو ویاړې او په دروغو ېې توجیح کوې، لعنت دې په هغو پشتنو
    وې چې اوس هم د عبدالله د ډلې له ناروغۍ او تنګ نظرۍ چخه یا خبر نه وې او یا ېې نه احساسوې
    پوپلزې- کندهار

  11. دومره زراور شول وگوری خپله لاسه دکرزی دلاسه دپشتانه د بی اتفاقی دلاسه،بس خو دا لوی چارواکی د تاجکنو د تاثیر لاندی راعلی لکه په پاکستان کی پشتانه د پانجبیانو د لاس لاندی راعی.

  12. گرانو دوستانو اسلام علیکم هیله ده روغ رمت وی
    زماه اند لاره یی دا نده چی په تولنیزو رسنیو کی یی وغندو رازی چی په ملی سطحه داسی یو ه د حل لاره ورته پیدا کرو چی تل دا خلک پشتو او پشتنو ته احترام ولری موژ ته پکار دی چی پخپله خپلی ژبی ته دومره عزت او مقام ورکو چی بیا یی په مخالفینو کی داسی توان نوی چی ورته په سپکه وگوری

    په درناوی

  13. زه هم د یوه افغان شهروند په صفت هره ورځ د طلوع تلوېزیون ګورم ، او د خپل هېواد له ورځنیو او جاري مسایْلو ځان خبروم . خو کله چې د طلوع تلوېزیون دغه څو تنه دوې ټوټې ، څیر سترګي او د ژورنالېستیکي ادب او مهارت څخه لیرې پرو ډي سران وینم ، چې د جټ او جولاپه څېر په ډېره بې ادبۍ سره د هېواد له ډېرو درنو خلکو اښتنې پوښتنې کوي ، نو خوا مې ډېره بده شي او تلوېزیون یې بند کړم . ځکه له تعصب ، ملي ضد او کرکې را پارولو پرته بل کوم علمي اړخ په کې نه ګورم . دغه د امریکې د استخباراتي اړخ پر مالي لګښت چلېدونکی تلوېزیون ( طلوع نیوز ) یو له هغو تلوېزیونونو دﺉ چې په تېرو انتخاباتو کې یې هم مالکانو د ځان ددرنې او د بل د سپکولو او درغلیو او د عامه ذهنیتونو د مغشوشولو او خرابولو پرته بل هېڅ کار نه کوي ، چې په عامه رسنیزو پالیسیانو کې ددوی دریځ له پاکستان ، ایران ، روسیې ، اسراأیلو ،انګلیس ، کاناډااو امریکې سره یو خېل او د افغانستان د ملي یووالي او ملي منافعو پر ضد روان دﺉ . د افغانستان ټول ملت باید دغو منافقینو ته په خورا دقت وګوري او هره خبره یې باید له منشأ خخه وڅېړي چې له کوم ابه خوره یې ځان اوبه کړی دﺉ ؟؟؟!!!! ……… ځکه دوی د کولاب او کولابیانو له ياره مبارزه کوي او بس .
    .

  14. ورڼو موږ باید خپل حق په زوره واخلو او حق نوم د الله پاک دي. حق ورکول کیږي نه، بلکې اخیستل کیږي. نور موږ داسي سیاستوال نه غواړو چې زموږ د ژبې په نه ویلو سیاست وکړي. موږ خپل حق غواړو او دنورو حقونو ته هم قایل یو. ګوری راځی هغه پښتانه سیاستوال او مشران ورټو چې زموږ ژبه نه وايې.

  15. اوس نو پښتنو سیاستوالانو او د چارو شنونکو ته په کار ده چې د طلوع تلویزیون سره په هیڅ حالت کې هم مرکو ته تیار نشي او هیڅکله هم د دوی بلنې د مرکو لپاره و نه مني. ځکه سیاستوالانو او د چارو شنونکو ته په کار ده چې یو ټکي ته پام وکړي او هغه دا چې عطا محمد نور چې افغانستان يې چور کړ، د طلوع بیشرمه کارکونکي خو هیڅکله هم د هغه غله نه دي تر اوسه پوښتلي چې ولې په پښتو خبری نه کوې؟ او همداشان د پښتنو وکیلان کوم چې په پارلمان کې ناست دي، که چیرې هغوی کوم غبرګون ونه ښودلو نو د دوی نه به غټ بې غیرته بیا د تاریخ به اوږدو کې پیدا نه شي.
    په درناوی

  16. Awal kho za khpal Salam wrande kawoma, dwam dema pokhtan da da che da de Tolo Tv khabaryalan wale de pakhtano sara pa pakhto bande sawal aw zwab nakawee .. ka de Tasob khabara wee no awal kho Ghat tasoob gar taso ye … aw ka tase de ta tasoob waye no pa da kho tol khabar dee che pakhtoo zhaba ya de pakhtano de nafoos Feesadee (%) 70% ya sa der ya lag da no bayad tol pa pakhtoo bande khabare wokee .no sar la hagha ham pakhtano sa nadee wele che wale mong na pa Daree zhabe pokhtane kawee zaka che pakhtana hes kala cha sara tasoob nalaaree aw na sog ye raqeeb kedai shee ….

  17. دی نا اهله چارواکو ته دی الله انصاب ورکړی زموږ هره سیاسی څیره چی کله هم کومه مرکه کوی نو دوی ورسره په فاړسو لګیا شی څه به سړی ووایی چی ریس جمهور مو ددوی او فاړسوتر تاثیر لاندی وی نو د نورو نو دی الله چاره ږکړی

  18. زه د طلوع او طلوع والو په اړه یو څو لنډی جملی لیکم او هغه دا چی:- طلوع تلویزون 1- پدی زمانی عرصه کی غواړي چی ټول دری ژبی د یوه کاندید (ډبل اوډولا) تر شا ودروی نو ځکه دا بی شرمانه حرکتونه کوی. 2-بل دویته د شمال د متعصبی، خاینی او منحوسی جبهی له لوری شین زګنال ورکول کیږی چی دا کارونه وکړی نو ځکه اړ کیږو چی ووایو چی مړه، شرمنده او اورسوا دی وی هغه بی غیرته اوبی ناموسه پښتانه چی د عبداله تر شا ودریږی، که شرم لري نو دویته شرم او مرګ پکار دی. 3-بل د طلوع والو په اړه باید ووایم چی همدی بی ناموسه د طلوع مالک خپله خور د طلوع د مارکیټنګ او بسپنو راټولولو لپاره استعمالوله او هغه څه یی کول چی خلک یی په ویلو او زه یی په لیکلو شرمیږم.

  19. السلام علیکم
    اوبه له سره خړ دی
    که حکومت صحیح حکومت وایی نو داسی فاسدین به پکښی ځاله جوړول اطلاعات او فرهنګ څوک چلوی ؟ دچا لپاره کار پکښی کیژی ؟ د اټول ښه پوهیژی چه زمونژ خلک ورځ په ورځ ګمراه کیژی او غربی عنعنات تعقیبوی د ا ټول د مزدور او خاین دولت ګناه ده چی خلک داسی په غضب ککړ دی
    والسلام

  20. زه غواړم د طلوع او طلوع والو په اړه او ددوی ددی کړنی په اړه یو څو لنډ ټکی ولیکم:- 1. دا د یو خاص کړۍ کار دی او تر شا یی د ایران لاس دی او پدی توګه غواړي چی دری ژبه ویونکی د ډبل اوډولا تر شا ودروي. 2. داسی ښکاري چی د شمال د منحوسی او جنایت کاره جبهی له لوری طلوع تلویزون ته شین زګنال ورکړل شوی دی او لدی وروسته به نور شرموونکی او ملی یو والی ته نور ضرر رسوونکی لاډیر کارونه وکړی. دلته مونږ مجبوریږو چی ووایو چی لعنت د خدای ج دی وي پر هغه بی غیرته او بی ناموسه پښتننو وی چی د عبدالله تر شاولاړ او یا ودریږی او امید دی چی تاریخ به یی وشرموي زه فکر کوم چی دا بی ناموسان د عزت او شرم په نامه کوم لفظ نه پیژنی. 3. د طلوع والو او د طلوع متعصب تلویزون د مالک په اړه به دومره ووایم چی دا هغه بی غیرته او بی ناموسه خلک دی چی د طلوع تلویزون ته د مارکیټنګ او ورته د بسپنو راټولنو لپاره یی خپله خور استعمالوله او خور یی هغه کارونه کول چی خلک یی په ویلو او زه یی په لیکلو شرمیږم.

  21. Shame Shame Shame tolo,,,Why the hill you are asking about such questions and who the hill allow this stupid person to ask such question from Amar kahil,,Let me to clear you,,every one in the world has the right to read,write and speak in his mother Tongue so Amarkhil has the right.Again Again Shame Shame Tolo news….

  22. Shame Shame Shame tolo,,,Why the hill you are asking about such questions and who the hill allow this stupid person to ask such question from Amar kahil,,Let me to clear you,,every one in the world has the right to read,write and speak in his mother Tongue so Amarkhil has the right.Again Again Shame Shame Tolo news….The same comments i had posted in my facebook page

  23. السلام علیکم
    اوبه له سره خړ دی
    که حکومت صحیح حکومت وای نو داسی فاسدین به پکښی ځاله جوړول اطلاعات او فرهنګ څوک چلوی ؟ دچا لپاره کار پکښی کیژی ؟ د اټول ښه پوهیژی چه زمونژ خلک ورځ په ورځ ګمراه کیژی او غربی عنعنات تعقیبوی د ا ټول د مزدور او خاین دولت ګناه ده چی خلک داسی په غضب ککړ دی
    والسلام

  24. دتاند شاغلیو چلونکو ته سلامونه او نیکی هیلی،
    ورونو کوژ بار تر منزله نه رسیژی دا دپشتنو په حق خیتی اچونکی به ان شاالله دیر زر خپل انجام ته ورسیژی اوله تولو پشتنو سخه په درناوی هیله کوم چی خپله پشتو وایاست،لولی اولیکی دا تعصب نه بلکه زموژخپل حق ده دظاهر شاه خان او کرزی شاه خان غوندی زانونه مه شرموی…

  25. tolo tv,
    These mother fackers do not know how to run TV. They are under the influence of the northern alliance criminal and mafia party. These are sons of Russian’s supported leader Ahmad shah Masoud. They are working really hard for disunity of Afghanistan. I am a pure Tajik. I disapprove full of prejudice programs of this shameful tv station.

  26. پښتانه دخپلو خبرو په سر او اخر کې متاسفانه وایي پښتنو پخوا پردی کلمې له اړتیا پرته کارولې خو اوس لا په ځینو ویبپاڼوکې ګرامر ته هم پام نه کوي.
    پښتانه د بې پروایي په ناروغۍ اخته شوي. پښتانه که هم داسې بې پروا وي چې ما یې ښه بېلګه همهغه دمتاسفانه کلمه وړاندې کړه
    نو و ګنه چې پښتو به لس کاله وروسته داسې ژبه وې چې پښتانه په خپله ووایی چې دا ژبه نوره دخدای پامانۍ ده او په ویلو نه ارزي.
    و ګوروچې څومره پښتانه به سر له ننه د متاسفانه پرځای د خواشینۍ کارولو ته
    جې سوجه پښتوده مخه وکړي .خدای دپښتنو ته لږاحساس او لږ غور ور په برخه کړي.

    1. که په تاسف او متاسف یوه ژبه له منځه ځي بیا خو پکار وه چې فارسي نه وای او انګلیسي خو بیخي تاریخ تېره ژبه وای. په فارسي کې په زرګونو عربي او ترکي کلمې کارول کېږي او د انګلیسي په سلو کې شل کلمې خپلې نه دي.
      خو بیا هم هر کله و بور خیال

  27. پوښتوونکی پخپله فاشيست اومتصب دی. که دتعصب په مورنۍ ژبې خبرې کول معیاروي نوبیاخودې دوی لومړی له ځانه پوښتنه وکړي چې په پښتوولې خبرې نه کوي. که داسي وي نوټول دري ویوونکي متعصب دي چې دپښتوپه خپرونوکې په دري یا فارسي خبرې کوي اودپښتودزدکړې سره حساسیت لري.

  28. دتاند بریښنایی ورځپاڼی درنو چلوونکو اولوستونکیو سلامونه او نیکی هیلی!
    ډیر کلونه وړاندی خوشحال خان خټک ( خوشحال بابا) داسی ویلی وو:
    پښتانه واړه نا پوه دی یو پر بل کاندی غورځۍ««»» چی یی یو کړی سررا پورته بل یی ووهی مغزۍ!
    دغه ټولی چاری موږ ته دخپله لاسه را پیښی دی!؟ چی خپلی ژبی ته مو شا کړیده د هغی د بډاینی ،یوالی او عام کولو لپاره مو هیڅ ندی کړی، ژبه د مور حیثیت لری ! اما موږ څه کړی او څه کوو!؟؟،زما ګیله اوګرمانه له خپل ځان او پښتنو خویندو او وروڼو څخه ده ! چی آیا موږ دومره دیموکراتان یو چی که په یوه غونډه کی یوازی یو دری ژبۍ ناست وی زموږ هر پښتون به د هغی د درناوی پخاطر په دری ژبه خبری ورسره شروع کوی اما هغه به هیڅکله هم پخان دا کړاو ونه منی چی پښتو ووایی! دا یی یوه ساده بیلګه ده چی موږ په ورځنیو چارو کی تل ورسره مخ کیږو.
    زه به خپلی خبری داسی سره را غونډی کړم چی راځۍ هوډ وکړو له خپل خدای او ځان سره چی خپله مورنۍ ژبه په ویاړ سره هرځای ووایو او هغی ته علمی پانګه او بډاینه ور په برخه کړو! دا به تر ټولو غوره ځواب وی هغه تنګ سترګوه چی د پردیو ډول ته نڅا کوی .
    . او همدارنګه نو د خپل برخلیک په وړاندی بی توپیره پاته کیدل لویه ګناه ده. او الله تبارک وتعالی داسی فرمایی: ان الله لایغیروما بقوم حتی یغیرو ما بی انفسهم.ظ ژباړه: خدای (ج) ترهغی پوری دیوه قوم په حالت کی بدلون نه راولی تر څوچی د نوموړی قوم په سوچ کی بدلون رانشی: په اوسنۍ نړۍ کی د لر او برو پښتنو آبادی تر ۵۰ میلیونو وګړواوړی او دا قوم او ژبه یی د ورکیدوندی. مګر دا هم یو تریخ حقیقت دۍ چی موږ د بیغورۍ په توسن په اکثریت کی اقلیت( لږکۍ) اوپه حاکمیت کی محکوم یو! راځۍ چی پدی سره سلا شو: اوس به یو کیږو ګنی ورکیږو. او راځۍ قسم وکړو پښتو یوه ده ««»» لار مو دکلی د وتو یوه ده

  29. دتاند بریښنایی ورځپاڼی درنو چلوونکو اولوستونکیو سلامونه او نیکی هیلی!
    ډیر کلونه وړاندی خوشحال خان خټک ( خوشحال بابا) داسی ویلی وو:
    پښتانه واړه نا پوه دی یو پر بل کاندی غورځۍ««»» چی یی یو کړی سررا پورته بل یی ووهی مغزۍ! دغه ټولی چاری موږ ته دخپله لاسه را پیښی دی!؟ چی خپلی ژبی ته مو شا کړیده د هغی د بډاینی ،یوالی او عام کولو لپاره مو هیڅ ندی کړی، ژبه د مور حیثیت لری ! اما موږ څه کړی او څه کوو!؟؟،زما ګیله اوګرمانه له خپل ځان او پښتنو خویندو او وروڼو څخه ده ! چی آیا موږ دومره دیموکراتان یو چی که په یوه غونډه کی یوازی یو دری ژبۍ ناست وی زموږ هر پښتون به د هغی د درناوی پخاطر په دری ژبه خبری ورسره شروع کوی اما هغه به هیڅکله هم پځان دا ونه منی چی پښتو ووایی! دا یی یوه ساده بیلګه ده چی زمو ږ په ورځنیو چارو کی تل ورسره مخ کیږو.
    زه به خپلی خبری داسی سره را غونډی کړم چی راځۍ هوډ وکړو له خپل خدای او ځان سره چی خپله مورنۍ ژبه په ویاړ سره هرځای ووایو او هغی ته علمی پانګه او بډاینه ور په برخه کړو! دا به تر ټولو غوره ځواب وی هغه تنګ سترګوته چی د پردیو ډول ته نڅا کوی . او همدارنګه نور د خپل برخلیک په وړاندی بی توپیره پاته کیدل لویه ګناه ده. او الله تبارک وتعالی داسی فرمایی: ان الله لایغیروما بقوم حتی یغیرو ما بی انفسهم.ظ ژباړه: خدای (ج) ترهغی پوری دیوه قوم په حالت کی بدلون نه راولی تر څوچی د نوموړی قوم په سوچ کی یدلون رانشی: په اوسنۍ نړۍ کی د لر او برو پښتنو آبادی تر ۵۰ میلیونو وګړواوړی او دا قوم او ژبه یی د ورکیدوندی. مګر دا هم یو تریخ حقیقت دۍ چی زمو بیغورۍ په توسن په اکثریت کی اقلیت( لږکۍ) اوپه حاکمیت کی محکوم یو! راځۍ چی پدی سره سلا شو: اوس به یو کیږو ګنی ورکیږو. او راځۍ قسم وکړو پښتو یوه ده ««»» لار مو دکلی د وتو یوه ده

  30. زما په پکر خبره پدې کې نده چې پرځان مﺉین ځوان ولې له امرخیل نه چې یو پښتون دی ، دغه پوښتنه وکړه ، بلکې اصلي موضوع او دغوریا اعتراض خبره داده چې ، ولې دغه ځوان همدغه پوښتنه د کمیسیون دهغو غړو نه چې تل په دري یا پاړسي خبرې کوي او د پښتو ویلو نه کلکه ډډه کوي، نه کوي، ولې دمحمدي نه پوښتنه نه کوي چې په ګوشته کې هم پخپله مورنۍ ژبه پاړسي خبرې کوي سره لدې چې ښه پوهیږي چې په سلوکې نوي یا ترهغې زیات کسان به دده په خبرو نه پوهیږي… که کوم پښتون پنجشیریا بدخشان ته لاړ شي او هلته د عامو وکړو سره په پښتو خبرې وکړي، شاید زه هم ووایم چې داکاریې عاقلانه نه وو او له نیکه مرغه چې تراوسه هیڅ پښتون داسې کار کړی هم ندی.
    دپارلمان ټول دري ژبي وکیلان په خپله مورنۍ ژبه خبرې کوي، ان زموږ پښتانه وکیلان هم چې د متعصب دنوم نه ډیر ویریږي ؛، هم په پاړسي خبرې کوي… بایده خو داسې ده چې که پښتانه دیوه اکثریت په توګه ، نور دیته نه اړباسي چې د اکثریت په ژبه خبرې وکړي، نو پخپله خوباید چې په خپل وطن او هیواد کې په جار او ډیر ویاړ سره په خپله خوږه ژبه پښتو خبرې وکړي…

  31. پښتانه ولی هغه دری ژبو ته چې پښتو خبری نه کوی متعصب نه وایی. چې د ښاغلی شیرزاد په اصطلاح ځینې دري ژبی یی پښتنو ته وایی، دغه خلک چې دغسی فکر لری مریضان دی . او دغه ډله خلک د لعین شیطان لارویان دی ځکه شیطان هم په دي ځان برتره وګاڼّه چې زه د اوره پیدا یم او ادم د خاوری نو زه د هغه ستره مرتبه لرم نو ولی ورته سجده وکړم ، همدا علت و چې شیطان ورټل شو . مونږ ټول افغانان او مسلمانان یو لکه حضرت محمد مصطفى چې فرمايلي؛ هېڅ عرب په عجم او عجم په عرب، سور په تور او تور په سور باندې فضيلت نه لري، مګر فضيليت او غوره والى په تقوا کې دى ٌ ، نو هر څوک چې دغه مسایلو ته لمن وهي مردود دی. زه فکر کوم هر څو ک حق لری په هره ژبه چي وغواړی خبری وکړی حق یی دی ، ّهیڅ دری ژبی په پښتو ژبی او هیڅ پښتو ژبی په دری ژبی فضیلت نه لری مګر فضیلیت او غوره والی د ملی ګټو په ساتلو، د خلکو په خدمت او افغانیت کي دی. دغسی پوښتنی لکه ښاغلی شیرزاد چې کړی بیدون د شکه حساسیتونو راپاروی ، کیدای شی اشتباهآ یی کړی وی، . خُلِقَ الإِنسَانُ ضَعِيفًا

  32. سلامونه تاندوالو وروڼو ته
    ما پخوا په ټول افغان ویبپاڼه کی لیکلی و چه ” لمر ټی وی پښتو مصاحبه په فارسی ژباړی مګر فارسی راپور یی هماغسی خپروئ” حال دا چه ګویا لمر د طلوع پښتو کاپی ده!!
    بله دا چه ژوندون ټی وی دومره ویلی وو چه ” څوک چه په افغانستان کی ځان افغان نه بولی او په تذکره کی دافغان د نوم مخالف وی هغه به …… وی او بیرته دی خپل …کستان ته لاړ شی!” ؛ له عطا خطا او مخدوم ایران رهین او جلالت چپن کرزی مدبر پوری په ښاغلی یون او ژوندونوالو څه ناپړیتی ونه کړی؟؟ حتی د ماویست!! ملت په ماتم کی یی حمله هم په ژوندون کړی وه!
    نو اوس ولی دا بی تعصبه چارواکی غلی دی ! دا هم د ډبل اودولا درغلۍ وګڼۍ!!! .نالت دی په غیر فارسی ژبو وی چه وطن فروشانو شر او فساد اچوونکو ته رایی ورکوی!!! آمین.

ځواب ورکول مولوی عبدالرحمن هوتک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *