طلوع نیوز ته، چې تل یې تر ملي ګټو د شمالي ټلوالې، جمعیت او ټوپکسالارانو ګټې مهمي بللې، قومي تفرقې ته یې لمن وهلې او د خپلو خپرونو له پیله تر ننه یې د پښتنو د ځپلو او د هغوی پر غږ غلي کولو کې له هیڅ ډول هڅې او پروګرام څخه درېغ نه دی کړی.

ځيني سست مزاجه پښتانه یې هم په ننګه دي او دې نا خپلواکې او غیر ملي رسنۍ ته د افغانستان غږ وايي.

د پخواني ولسمشر حامد کرزې پر مهال مي یاد شي، چې نوموړي پاکستان ته سفر درلود،هلته ورسره د ګڼو خصوصي ټلویزیونونو خبریالان هم تللي وو، خو په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د خبري کنفرانس پرمهال نوموړي د طلوع نیوز مایک ته په اشارې سره وویل، چې دا د افغانستان (جیو) دی.

ښايي، چې حامد کرزي به دا هېرکړي وو، چې همدې (جیو) ستا قوم او قومي ارزښتونو ته څومره سپکاوی کړی، په شینوارو او ځدراڼو پسې یې څه ډول له سپکاوي ډک راپوروونه او اعلانونه خپاره کړل او د ځینو ویښو پښتنو مشرانو پر هڅوڅنګه بېرته بښنې ته اړشو.

څه موده وړاندې یې بیا هم یوه فاشیست او له مسلکه ناخبره خبریال چې د نوم له اخیستلو یې تېریږم،د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلی محمد ګلاب منګل د ډنډ غوري د قومي مشرانو او منګل ترمنځ د سولې لپاره د شوي هوکړه لیک په اړه مېلمه کړی و.

لومړی خو دې ژوندي پروګرام ته د ښاغلي منګل ورتګ او په جګه غاړه حاضرېدل، د دې مانا لري، چې په اصطلاح د چا په اوړو کې شګه نه وي، دا کار کولی شي او دخپلې خبرې لپاره منطق او ځواب لري،چې پروګرام یې دا ثابته هم کړه.

ګلاب منګل د پروګرام په جریان کې چې چلوونکي یې په فارسي لهجه پوښتنې کولې، ویاند ته په خپله ژبه قناعت بښونکي ځوابونه ورکړل او د ډنډغوري موضوع یې ورته په زور او زېر تشریح کړه،له خبریال نه چې وار او پار خطا شول،نو شخصي مسایلو ته یې مخه کړه.

ښاغلي منګل ورته وویل، له بده مرغه چې ته په پښتو نه پوهېږې نو څنګه به د دې هوکړه لیک پر محتوا او زما په خبرو پوه شې،دا خو لاپرېږده چې په دري هم خبرې نه کوې، فارسي دي روانه کړې او څو کلمې یې دې لکه (واژه) او نورې چې ټولې فارسي دي زده کړې دي.

له دې خبرو سره د ویاند رنګ نور هم خړ شو او که یو ازاد او بې پرې کس هم خپرونه ليدلې وي، نو د خبریال له وارخطايي، تعصب، کرکې اومسلک نه لري چلند به یې په اسانۍ درک کړی وي، چې هغه ته څه ورکړل شوي او غواړي چې کومه مسله څنګه مطرح کړي؟ او د ښاغلي منګل پر شخصیت څنګه برید وکړي؟

په ننیو پښتنو چارواکو کې چې ډېری یې د خپل مشر پرځای له طلوع نیوز نه زیات وېریږي او طلوع ته چاپلوسي یې عادت ګرځېدلې، فکر کوي چې طلوع د هغه د شخصیت په لوړولو، مطرح کولو او برعکس خرابولواو لرې کولو کې مهم رول لري.

په دې پروګرام کې د ښاغلي ګلاب منګل سپینې خبرې او په نره ځواب ورکول، غټ جهاد دی، که له نوموړي سره هم د ځينو نورو غوندي د خپل مقام او څوکۍ مینه وای،نو طلوع نیوز ته به یې سر ټیټ کړی وای او په خپل لوېدلي قوم او ولس به یې پښه ایښې وه.

نن چې په هیواد کې خصوصي رسنۍ له بل هر وخت زیاتې شوې، نو ورسره د دې رسنیو پر وړاندي د خلکو درک او پوهه هم زیاته شوې او د خپرونو پر محتوا او پر هغو خپرونو یې چې له ملي ګتو سره ضد دي ښه پوهیږي، ټلویزیونونه باید د ډلو ټپلو، قومي تعصبونو او ګوند پالنې پرځای د ولس لمن ونیسي.

خو که چېرته د اکار نه کوي او غواړي، چې د هیواد یو قوم او چت، سوله خوښی او بل ټیټ او جګړه مار وښيي، نو بیا د ګلاب منګل غوندي مشرانو په څېر ورته د سپینې خبرې نه کول به د پښتون د حق پر وړاندي ستره جفاوي.

مشران ښه متل کوي: یامېړه شه او یا د مېړه لمن ونیسه !

ښايي منګل هم په ټولنیزو رسنیو کې د عامو خلکو او پښتنو ځوانانو له خوا افرین او ستاینو بدرګه شوی وي، چې له ریا او مطلب پرته یې ستایي خو نورو مشرانو ته هم دا سپارښتنه ده چې سپینه خبره وکړي او حق ووايي.

2 thoughts on “طلوع نیوز ته سپینه خبره/ سپېڅلی بری”
  1. طلوع یوه اسلام ضد او افغان ضد رسنُ ده چی د یهودو استخباراتی شبکی یی تمویلوی دا اوس د لمر غوندی روَانه خبره ده

ځواب ورکول ش شس ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *