د ۱۹ پیړۍ د یوه انګریز نظامي مؤرخ (John William Kaye) په حواله، شاه شجاع کابل ته په خورا دبدبه ننوتی، مګر د توقع خلاف د کابل اوسېدونکو ګرم استقبال نه وښود. د عوامو لخوا نه شانداره هرکلی ښکارېدی، نه ګرم احساسات، بلکي صحنه دومره خړه پړه وه، چي شاه شجاع ته یې عادي سلام هم وړاندي نکړ. د خلګو پاملرنه دومره شاه ته نه وه لکه د شاه «فرنګي» ملاتړو ته چي وه.
البته دغه صحنه د راتلونکو حوادثو شاخص وو، ولي انګریزان په خواږه خوب ویده وه. د یوه عصري تاریخپوه (William Dalrymple) په حواله، انګریزان څه مودې لپاره کرکیټ، تیاتر او نورو لوبو باندي بوخت وه. کابل خو ورته دومره ښکلی ښکارېدی، چي ځینوغوښتل د راج د اوړي پلازمینه یې وټاکي.
ساتیري او تفریح ادامه درلوده، اما کراري بنسټیز قرار نه درلود. د افغانانو د غچ لمبه بله شوه. پاڅونونه لومړی کندهار او هلمند کي خپاره شول او بالآخره کابل ته ورسېدل. دومره شدت یې ومومی چي د انګریزانو دوه جګپوړي استازي الکساندر بورنز او مکناټن پکي قتل شول. اخیر کي د انګلیس امپراتورۍ غونډ پوځ له لاسه ورکړ. د اوسنیو پیسو په قیاس انګریزانو یو ملیارد ډالر بایلودل.
شوکت په تذلیل بدل شو، نړیوال پرستیژ ته بېسارې صدمه ورسېده. افغانانو وښوده چي خپل استقلال ته د اهانت په وړاندي بېځوابه نه پاته کیږي. د افغان پاڅون په نتیجه کي امیر دوست محمد خان یو ځل بیا د افغانستان واکمن شو. د انګریزانو او افغانانو لومړۍ جګړه غرب کي د هنرمندانو د علاقه مندی سبب شوه. «د افغانستان تراژیدي (Das Trauerspiel von Afghanistan)»، چي د مشهور الماني ادیب، فونتانه (Theodor Fontane)، «بالاد (Ballade)» (افسانوي شعري تصنیف) دی، په دې لړ کي د بېلګي په توګه یادولی شو.
که څه هم د امریکا د ځواکونو وتل دومره ډراماتکه بڼه نلري لکه د انګریزي پوځ ناکامه تېښته، خو بیا هم ارقامو ته په کتو سره حیرانتیا محسوسیږي: یوه لسیزه او نږدې څلور کاله کیږي چي د امریکا پوځیان او د هغوی پلویان د افغانستان په غرونو او دښتونو کي جنګیږي، ولي لا هم جګړه سړه شوې نده. له تاریخي اړخه د افغانستان جګړه د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده. یو تریلیون ډالر ولګول شول، خو وسلواله جګړه ادامه لري. د بد مدیریت او بدي حکومتدارۍ له کبله د ملیارډونو ډالرو له مرستو سره سره افغانستان لا هم د فقیرترینو هیوادونو په کتار کي راځي.
ولسمشر اوباما، چي د خپل مرستیال بایډن سلا یې ونه منله او د نظامیانو ستراتیژي یې غوره وبلله، په بلوا ضد عملیاتو (Counterinsurgency) کي د پوځیانو شمېر کابو ۱۵۰۰۰۰ ته ورسوی. افغان وسلوال ځواکونه د ۳۵۰۰۰۰ تعداد ته ورسول شول؛ همداراز د شخصي امنیتي کمپنیو د پرسونل شمېر تر۱۰۰۰۰۰پوري ورسول شو. بیا هم د دې پراخ بشري او مادي قوت له لرلو سره نه امریکایي پوځیان، نه د ناټو ملګري ځواکونه او نه افغاني ځواکونه وتوانېدل چي القاعده، طالبان، حقاني شبکه او د حکمتیار جنګیالي محوه کړي. سوله او سیاسي- اقتصادي ثبات بعید ښکاري.
د بغاوت ضد «counterinsurgency» ستراتیژي غوښتل سختدریځي د دوو قوتونو، یاني په افغانستان کي د ناټو ځواک او په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي د پاکستان پوځ، د دوو جبهو په هجوم کي لکه «ساندویچ» بند راولي. امریکایانو غوښتل طالبانو او نورو ګروپونو باندي دومره پرله پسې نظامي فشار راولي، چي پخپله مذاکراتو ته حاضر شي. په مذاکراتو کي باید د پلان له مخې د کابل د رژیم حاکمیت منل شوی وای. خو وسله وال طالبان نه تسلیم شول او نه یې د نظامي مایوسۍ پر اساس د بېړنیو خبرو اترو مطالبه وکړه.
ترهګر له ډیرو سیمو څخه وایستل شول. واکمني یې په کلیو او ولسوالیو کي کمه شوه. د شپیګل د یوه تازه راپور په حواله یې په سلهاو قومندانان د بهرنیو استخباراتو د کشفي مالوماتو پر بنسټ ښکار او قتل شول. د دې عوض کې د افغان دولت حاکمیت ځواکمن شو او په ډیرو سیمو کي بیرته د افغان دولت بیرغ ورپېدی. خو له ټول تضعیف سره وسلوالو مخالفانو بشپړه ماته ونه خوړه. تاکتیک یې بدل کړ او لکه څنګه چي فعلاً لیدل کیږي د یادولو وړ نظامي توان ورسره پاته دی.
«صندوقي حکومت»(government in a box) چي د جنرال مککریسټل ځانګړې اصطلاح وه، له ستراتیژيک لحاظ افغانستان کي ناکامه شول. د مککرسټل موخه دا وه چي چیرته ترهګر له یوې سیمي محوه یا وایستل شي، نو افغان حکومتي جوړښتونه به هلته ژر تر ژره فعالیږي؛ لکه څنګه چي لومړی بنسټ پخیږي بیا ودانیۍ پرې جوړیږي. ستراتیژي جالبه ښکارېده.
د «counterinsurgency» ستراتیژي د دووعلتونو پر بنیاد کامیابه نشوه: لومړی «صندوقي حکومت» خپل کار ونکړ. سیمه به له وسلوالو مخالفینو پاکه شوه، ولي په عمومي ډول به د صندوق څخه راوتلي دولتي جوړښتونو د خلګو باور او ملاتړ جلب نکړ. خلګ د زور زیاتي څخه دومره په تنګ وه چي وسلوالو مخالفینو ته یې ترجیح ورکوله. ډیر افغانان وایي شورویان د حزبیانو له کبله ماته وخوړه. دا خبره که څه هم سل په سلو کي صحیح نه ښکاري، خو یو څه وزن خامخا لري. بالمقابل شاید وویلای شو چي بعضي مواردو کي امریکا هم د خپلو افغاني ملګورو له کبله ماته وخوړه.
بل علت دا و چي دغه راز عملیات افغانستان غوندي هیواد کي نه یوازي تر یو ملیون زیات ځواکونه غواړي بلکي ډېر وخت هم غواړی، یاني هغه شی چي د واشنګټن پالیسي سازانو سره نه وو. طالبانو به ویل تاسو سره ساعتونه شته مګر زموږ سره وخت شته.
د افغان حکومت کمزورتیا، په ځانګړې توګه، دفاعي کمزورتیا، د دې باعث ده چي ډیرو لیرو پرتو سیمو کي خلګ حکومت ته د شک په سترګه ګوري. همداراز د مخدره موادو مافیا خپل پلان لري. له بله اړخه سختدریځي پوهیږي چي بهرنیان وځي او میدان کي بیرته څه نا څه متوازن قوتونه پاته کیږي. په نتیجه کي یې یو ځل بیا پر مهمو ولسوالیو لکه سنګین پرله پسې بریدونه پیل کړي.
سنګین د بهرنیانو په ستراتیژي کي کلیدي رول لوبوي. هلته انګریزانو د خپلو اسلافو په څېرسخت بریدونه ګالل. ځینو عسکرو سنګین د ستالینګراد جګړې ته په اشاره «سنګینګراد» نومولی وو. د امریکایانو او انګریزانو ترمنځ په عام ډول اړیکي د هلمند په هکله خړي وې. امریکا یوازي هلمند ته ۲۰۰۰۰ عسکر واستول. امریکا غوښتل هلته د یوې بېلګي په ډول ثابته کړي چي ستراتیژي یې ناکاره نه، بلکي خورا موثره ده او مثمره. ولي سنګین نن بیرته د سقوط، نه سقوط په حالت کي دی. آن مشهوره اډه «کمپ باستین» هم تر برید لاندي راغله او پرون خبر خپور شو چي د دولت او وسلوالو مخالفینو د جګړې په اړ او دړ کي یو راکټ د واده محفل د ویر ټغر بدل کړ.
لا خو دولت توانیدلی چي د طالبانو د هجوم مخه په نسبي ډول ونیسي. یو تعداد ولسوالۍ له حکومتي ولکې وتلي، خو بیا هم په ولایتي او ښاري سطحه د دولت حاکمیت ټینګ دی. په هر حال جګړې اوس خپل مخ ښکاره کړ: یو افغان بل افغان وژني. نه یې وطن، نه یې دین کي فرق شته. فرق هم دومره دی چي یو شنه دریشي او خولی کي، بل په کمیس پرتوګ او لونګۍ کي جنګیږي. د جنګ میدان یې خپل وطن دی. واړو لورو، واړه جبهو کي افغانان د واک د اکتساب یا د واک د ساتني لپاره جنګیږي. خارجیان په کراره ورته ګوري. که یې غوښتل تداخل کوي، که یې نه غوښتل نه یې کوي.
د خبري حصیل: امریکایان په غیري مسؤلانه ډول افغانستان ته ننوتل او همداسي په غیري مسؤلانه ډول وځي. نه یې د افغانانو بلنه غوښتې وه، نه په تللو کي غوښتنه غواړي. د دوی د پلان له مخه باید وسلوالو سختدریځو د نظامي تضعیف له کبله له کابل سره د سولې تړون امضا کړی وای؛ افغان مسلح قوه باید تسلیح او تجهیز او جګړه کي موفقه شوې وای. یو شفاف افغان دولت باید د خلګو اعتماد او ملاتړ ترلاسه کړی وای او بهرني ځواکونه باید ګام پر ګام له افغانستانه په بریالي ډول وتلي وای.عیني سیاسي اوضاع ښیي چي دا صرف خوب او خواهش دی.
بهرني مشران په طمطراق د بریالیتوبونو کیسه کوي، خو اصل کي کړکېچ دوام لري؛ صرف نوی رنګ، نوی صورت یې موندلی. د طمطراق پر ځای تعمق غوره دی…
د ترهګر یا سختدریځو کلیمې لږ درنې دي. سیاسي مخالفان یا طالبان کفایت کوی
مننه
اخر انسان یم څنګه غلی شم!کاکړ صیب پهپښتو کې نه تعمق او نه طمطراق شته. دا دې له کومه کړي. خداید پښتنو ته هدایت وکړي