طیب اغا

څنګه چې تمه وه هماغسي وشول.

د افغانستان غوندې مرموز، د نړیوالو استخباراتي او استعماري شبکو د ستراتیجیکو اهدافو په لومو کې راګېر هیواد د پېچلي سیاست کول نه ټوقې دي او نه هم د کوم دولسم پاس سړي د وس خبره .

بې تجربې ، کم عمره او په سیاست کې نا وارد طیب اغا بالاخره د خپل ناکام سیاست د ناوړه پرېکړو قرباني شو.

طیب اغا استعفا ورکړه او د خپلې استفاء لاملونه یې د ملامحمدعمر د مړېني خبر پټ ساتل او د طالبانو د اسلامي تحریک د نوي مشر له هیواد بهر ټاکل په ګوته کړي دي.

طیب اغا په داسي حال کې چې خپله د امارت له سقوطه را وروسته په تېرو څوارلسو کلونو کې د خپلو مړو زیارت او د ژوندو لېدلو ته د یوې ورځې لپاره هم هیواد ته نه دي ورغلی ، د طالبانو د رهبرۍ شورا په پاکستان کې اوسېدل او همالته یې لخوا د نوي مشر ټاکنه تاریخي اشتباه بللې ده .

د طیب اغا استعفاء پرځای خبره ده که بې ځایه ؟  هغه او طالبانو ته به ګټه وکړي که نقصان؟ هغه به دغه کار منزوي کړې که لا محبوب؟ دا هغه پوښتنې ته چې ځواب یې یواځي راتلونکی وخت لري او ډېر ژر به مالوم شي چې منفي کار یې کړی دي که مثبت .

خو یوه خبره باید په خلاص زړه تسلیم کړل شي  چې دا هرڅه د ده له خپله  لاسه دي ، د طیب اغا  د ناکامه سیاست پایله ده چې د طالبانو اسلامي تحریک یې پر داسي سټيج درولی چې هیڅ څوک یې له ټوټې کېدلو څخه د خلاصون ضمانت نه شي ورکولای.

که طیب اغا له پاکستاني چارواکو سره له حکمت او مصلحت څخه کار اخیستی وای نه به د ملامحمدعمر مړینه دوه کاله پټه پاتې کیده او نه به هم د طالبانو تحریک له اوسني بد او ناوړه وضعیت سره مخامخ کیدی.

په داسي حال کې چې  د امریکا او ناټو په ګډون د افغانستان په قضیه کې دخیل ټول هیوادونه او جهتونه پاکستان ته په رول ورکولو راضي دی او ورکړی یې دي د طیب اغا له پاکستان سره ټکر او ضد کاملا پر نامعقولیت او سرټمبګۍ بناء وو.

د طالبانو ۹۵ سلنه قیادي مشران په پاکستان کې ، د طالبانو د ټولو لیکو او جګړو رهبري او تنظیم له پاکستانه ؛ د زخمي علاج په پاکستان کې ، د شهید فاتحه په پاکستان کې ، ټول کمېسیونونه  او اداري جوړښت په پاکستان کې ، رهبري شورا، نظامي کمیسیون او د ملاصاحب دواړه معاونین په پاکستان کې . خو بیاهم په افغانستان کې د پاکستان له رول څخه انکار او تېښته !

 ایا دا یو معقولیت کېدلای شي ؟ ایا دغه کار ته سالم سیاست ویل کیدلای شي؟

له دې هرڅه سره سره بیاهم د طیب اغا لخوا د پاکستان پرخلاف محاذ پرانستل ، ايا یوه سیاسي او تاریخي اشتباه نشي بلل کېدلای؟

له بده مرغه طیب اغا د نړیوالو جاسوسي شبکو په غوړول شوي دام کې په دواړو پښو نښتې وو ، هغوئ پاکستان ضد سیاست او کړنو ته هڅولوی و او تلقین یې کړی یې و چې په دغه کار کې یې ترشاه ولاړ دي.

نړیوالې استخباراتي ادارې له مودو راهیسي په دې هڅه کې وې چې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ بدبیني زیاته کړي، شکونه راپیدا کړي او یو پر بل بد اعتماده او بې باوره کړي . اوبیا له رامنځ ته شوي  وضعیت څخه د طالبانو په له منځه وړلو کې کار واخلي.

بالاخره نړیوالې طالب ضد شبکې وتوانېدی چې دغه کار د طیب اغا په مټ وکړي، د هغه له موقف او ساده توب څخه ګټه پورته کړې او خپلو شومو اهدافو ته پرې ورسيږي.

پاکستاني چارواکو نږدې څلور کاله پرله پسې کوښښ وکړ چې خبره ورسره سولییزه خلاصه کړي خو طیب اغا تلقین شوی او غولول شوی وو او داسي فکر یې کاوی چې د پاکستان مرکې او ده ته زارۍ د ده د سیاست بریالیتوب او د پاکستان شکست دي.

طیب اغا به له خپل دغه سیاست څخه هر وخت دفاع کوله او په ډاګه به یې ویل چې اوس دی توانېدلی دي چې د پاکستان پر ځای مستقیما هغو قوتونو ته ځان ورسوی چې هغوئ د پاکستان له لارې  پر دوئ د نفوذ په هڅه کې دي.

په قطر کې د طالبانو لپاره دفتر پرانستل خپله ددې خبره ګواهي ورکوي چې دغه کار د امریکا د څارګرې ادارې په مستقیمه غوښتنه او مالي ملاتړ شوی دي.

ځکه قطر په عربي نړي کې هغه هیواد دي چې د امریکا د ګټو تر ټولو ښه خوندي کونکی او همالته د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه چې زرګونه امریکایي پوځيان په کې مېشت دې شتون لري.

طیب اغا ساده و ، صادق و او د سیاست زده کړیال!

 هغه لا تر اوسه نه وو زده کړي چې په سیاست کې کله ناکله خواږه هم په زهرو لړل شوي وي.

هغه د سي آي اې په زهرو لړلي شات وخوړل او خپل سیاست یې د تل لپاره د مرګ په خوب ویده کړ.

که د طالبانو نور مشران پر وخت له پوهې څخه کار وا نه خلي نو د طیب اغا د ناکام سیاست پایله به د طالبانو منظم او یوموټی خوځښت هم ډېر ژر ټوټې ټوټې کړې .

———————————————————————-

د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

6 thoughts on “طیب اغا د خپل ناکام س یاست قرباني شو/ قاري حبیب الله حلیمي”
  1. طیب اغا اشتباه نده کړی اونه په خبل سیاست کی ناکام شوی بلکه هغه دساست له مخی ګټونکی دی نه بایلونکی داچی طیب اغا دطالبانو لپاره دسختو شپو ورځو ډیلوماټ وه اوطالبان یی دسخت منزوی حالت نه راویستل خبره یی دفتر او مداکراتو ته ورسوله ددی طیب اغا نه هیرودونکی سیاسی هلی ځلی اوبریا وهرابه شو هغه دلایل چی طیب اغا دخپل ځآن داستعفا وړ بللی طالب پریژده هر افغان بری خجالت کیزی دوه نیم کاله دملا عمر مرک پټ ساتل کیژی او نوی مشرهم پاکستان ګمارل کیژی زشتیا چی تاریخی اولویی اشتباوی دی خلاصه طیب اغا خپل نوم دسیاست په ډګرکی په رزینو کزشو ولیکلو اوبس

  2. Dera sahi ao jaliba leekana da. Haqeeqatoona pejandal da aqal ao pohe kar dai ao leekwal hum da sahi pohe pa buniad khabare karre dee.Kash che tol afghanan da haqayaqo da tasleem kawalo da para da aqal na kar wakhlee ao da rroond pashan rail gadee ta amroot ya haathee wayal band krree.

  3. زه خو طیب اغا هیڅ نه پیږنم خو دا لیکنه خو داسی ښکاری لکه چی د کوم آیس ایس آی د برګډیر لیکنه په پښتو ژباړلی شوی او د قاری حبیب الله حلیمی په نامه خپره شوی وی

  4. جناب راستین صاحب
    ستا خبره سمه ده خو بریګیډیر به چیری داسی خام او د نا پوه کار کوی دا د بریګیډیر صاحب یو اجیر او مزدور دی او هغوی ډیر اجیران د قاریانو او مفتیانو په نامه د افغانستان د خرابی لپاره جوړ کړی او د افغانستان نه ی ازاد کشمیر جوړ کړی صدر و صدراعظم لری خو تابع د ای ایس ای دی او په پاکستان کی وی دوی هم وای مونږ کابل و امارت غواړو خو داسی کابل چی د کشمیر په شان دی د پنجاب نه اداره کیږییییییییییی اوس ی نو سره ګزوه.

  5. آغا صاحب یو وشیار سری دی سیاست ی له خپل ملگری له وجی وبایلو ده ملگری ده چا غلامی چتر لاندی زوند کوی زه مسلمان یم او مسلمان به وم خو طالبان وای چه شرعی قانون غوارو سم دی شه خبره دی اوس چه طالبان چیری زوند کوی هلته برطانیه قانون چلیگی بی حجابی وگوره هیره مندایی وگوره موترو چپه لاس وگوره یکشمبی رخصتی وگوره نو برطانیه نظامی خضور ته ضرورت نشته زکه برطانیه تولی غشتنی ی منلی دی نو اوس افغان طالبان ولی هلته جهاد نه کوی زکه برطانیه قانون پاکستان اشغال کری دی ولی دوی دفاع نه کوی په کومه وجه دوی افغانستان کی جهاد کوی طالبانواسلی دشمن پاکستان دی زکه دوی امریکه ته آدی ورکری دوی په پاکستان سر لسو جینکیو باندی انتقاد نه کوی افغانستان کی پوهنتون نه ورته غیر شرعی ورته شکاری پاکستان کی جینکی پوهنتون سرلوس سر زی مشکل نه لری افغانستان کی ورته بو شکاری عجیب انصاف دی

ځواب ورکول Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *