طیب اغا

تاند- د طالبانو د قطر د دفتر پخواني مشر سید طیب اغا په یوه لیک کې ویلي چې د طالبانو نوي مشر هبت الله اخوندزاده د سږ کال په جولای کې ورڅخه غوښتي چې د قطر د دفتر مشري ومني خو ده په ځواب کې ورته ویلي، په دې شرط دا مسوولیت مني چې د طالبانو مشر او د کمیسیونونو مشران له پاکستانه ووځي.

ده د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو اتباعو له حضور سره هم مخالفت کړی او د طالبانو په حملو کې یې د ملکیانو د وژل کېدو په وړاندې اندېښنه ښکاره کړې ده.

طیب آغا د طالبانو له مشره غوښتي چې هغه کسان له خپلو لیکو وباسي چې د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو له استخباراتو سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکي لري .

ویل کېږي چې طیب اغا د پاکستان د فشار له کبله د ملا اختر محمد منصور له لوري د قطر د دفتر له مشرۍ لېري شوی و.

ملا هیبت الله اخوند ته د طیب اغا په لیک کې د طالبانو مشر ته د امیرالمومنین د کلمې له کارولو سره مخالفت شوی او په دې ټکو پیل شوی:

«شیخ الحدیث جناب محترم اخندزاده صاحب ته السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.»

طیب اغا د لیک په پیل کې وايي چې پخوا یې هم دوه ځلي پخواني مشر او د طالبانو د تحریک موسس ملا عمر اخوند ته استعفا وړاندې کړې وه خو ملا عمر ورسره موافقه ونه کړه.

دی وايي چې یو کال پخوا یې د طالبانو وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور ته استعفا وړاندې کړه. او استعفا یې د چا د مخالفت له کبله نه بلکې د یو شمېر ناخوالو د رامنځته کېدو په خاطر وکړه.

دی وايي، منصور ته یې هم د دغو ناخوالو د پای ته رسېدو ویلي و خو لا هم هماغه ستونزې پر ځای دي او په دې اړه هیڅ اقدام نه دی شوی.

طیب اغا مخکې تر دې چې د ناخوالو یادونه وکړي، د طالبانو اوسني مشر ته وړاندیز کوي چې د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د قطر د دفتر مشر وټاکي ځکه چې د ده په وینا نوموړی د ضروري صلاحیتونو لرونکی دی او د دغه دفتر د مشرتوب لپاره مناسب دی.

دی زیاتوي چې ملا عمر اخوند د قطر د دفتر د تاسیس په مهال دې دفتر ته واک ورکړی و چې یوازې دا دفتر به له بهرنیو سره اړیکې ټینګولی، د کابل له ادارې او امریکایانو سره به د خبرو کولو یا نه کولو د پرېکړې صلاحیت لري.

طیب اغا د طالبانو د استخباراتي کمیسیون له لوري د بې ګناه خلکو وژنو ته په اشارې لیکلي«د تحریک د استخباراتو کمیسیون او ځینو نورو مسولینو د خارجي استخباراتو د درواغجنو او مغرضو معلوماتو پر اساس یو تعداد هیوادوال په داخل او خارج کې له منځه وړي دي. د تېر جهاد مثالونه هم سته او اوس هم دغسي هڅې روانې دي چې زموږ ملګرو ته بهرني استخبارات ځیني اهداف ورکوي او بیا زموږ ملګري په ناحقه قتلونو، ځورولو، بې عزته کولو او د عام المنفعه ځایونو په له منځه وړلو او نورو شیانو ککړېږي او په ملت او دنیا کې به بدنام او اخرت او جهاد به یې خرابېږي. که کله امارت یا تحریک دغو خلکو ته وسلې او پیسې نه ورکوي نو دوی بیا مجبوروي چې د خپل ځان د حفاظت لپاره د خپلو وسله والو د ساتلو لپاره یا له بهرنیو استخباراتو پیسې واخلي او یا به هم څوک اغوا کوي او څوک به وژني یا تهدیدوي او له دې لارې به ځانو ته پیسې پیدا کوي…»

طیب آغا په خپل لیک کې ویلي یې دي چې ملاهیبت الله دې ځان ته امیرالمومنین نه وايي ځکه دی وايي د امارت لپاره قلمرو په کار دی په داسې حال کې چې طالب مشران په پاکستان کې استوګن دي. دی د طالبانو د مشرتابه پر شورا غږ کوي چې له پاکستانه ووځي ځکه که دوی افغانستان ته ستانه شي نو پاکستان پر دوی هغه څه نشي منلای چې د ده په وینا د افغانستان او طالبانو په زیان دي.

طیب آغا وايي، امارت هغه وخت پرځای مفهوم دی چې طالبان یوازې پر کلیوالو سیمو نه بلکې د افغانستان پر ټول قلمرو یا ډیری سیمو ولکه ولري.

طیب اغا وړاندیز کوي«د دې لپاره چې د امارت کارونه په ښه او مستقله توګه پرمختګ وکړي، د تحریک د مشر، د شورا اکثریت غړي او د کمیسیونونو مشران باید له پاکستان څخه ووځي. په پاکستان کې د تحریک د کلیدي او فیصله کوونکو افرادو او تشکیلاتو موجودیت په فعلي شرایطو کې چې پاکستان ورسره مخامخ دی او یا هم آینده به په تحریک هغه څه تحمیل او ومني چې نه یې غواړي او دا د پاکستان په ګټه هم دي چې زموږ له محدود موجودیت څخه له نړیوالو فشارونو څخه خلاص شي.»

طیب اغا همداراز وړاندیز کوي« د سیاسي او خارجي امورو لپاره دې یوازې سیاسي دفتر وي. هغه نظامي او غیرنظامي مسوولین یا افراد چې د پاکستاني، ایراني او نورو خارجي استخباراتو سره مستقیم یا غیر مستقیم اړیکي ساتي د یو یا دوه خبرداریو څخه وروسته د یو څه وخت لپاره او یا د نه اصلاح په صورت کې د ټول وخت لپاره د کاره ګوښه کړل سي.»

طیب اغا همداراز د خپل لیک په دوام کې کښلي«تر څو چې یوه جامع تکلاره جوړېږي، ټولو مجاهدینو ته دې امر وسي چې په مساجدو کې د مخالفینو ترور، وژل او چاودنې بې محاکمې د مخالفینو د بندیانو وژل په قطعي ډول جدي منع دي، څکه په مساجدو کې د خلکو وژل که د شرعي اړخه موجه وي او یا غیر موجه وي خو په عامه توګه د مسلمانانو په منځ کې د مجاهدینو حیثیت ته سخت تاوان کوي، …»

3 thoughts on “طیب اغا: د طالبانو مشر او کمیسیونونه دې له پاکستانه ووځي”
  1. الله تعالی دا دمسلمانانو قاتل اوسفاک دنبی علیه الصلاة والسلام د احادیثو په ذریع دا سړی هلاک او برباد کړی ُ دیهودیان او نصاری په ضد جهاد نکوی او دمسلمانانو دقتل لپاره دپاک نبی احادیث زده کړی دی

  2. طیب اغا خبرې دې غیرې منطقي او حکومت داري ته تقرب کوي !

    1:امارت که حرکت : دافغانستان اسلامي امارت مشروعیت لاره څو کاله یې حکومت وکه او داسې حکومت چې سره
    زر په دې په لاره کد واچول او یا به پراته وو چا نشوی اخیستی ، او هغه امارت دولت د افغانستان په تاریخ کې يوه
    نمونه وو خو داسې یو عادل او صادق دولت غربیانو او افغاني ګوډاګیانو یې نه غوښت ! هغه وو چې په پلمه او ناروا
    امریکاې ظالمانو د شمال دلنډغرو په مرسته چې پخوا کلاب ته تښتېدلې وو را نسکور که !!

    که حرکت یې کړو او له امارته تیر شو نو دا پر دې معنا چې دسولې په خبرو او اوترو کې به حرکت د یوو ګوند په دود
    منل کېږي او په دولت کې به حل کیږي نه به سیاسي قدرت لري او نه نظامي ، او ټول شهیدان مجاهدین مو
    خوشې قربان کړي وي !

    2:ولې اسلامي امارت نه وي او حرکت وي ؟ دا خو غیرې منطقي ده دا خو ىو ګام څټ ته دی او هغه څه دی چې
    دالر پاشونکې سي ای اې غواړي !

    3:سید اغا د پاکستان او نورو استخبارتي کړویو له مداخلې څخه طالبانو ته خبر ورکوي خو زه له اغا صیب نه دا پوښتنه
    کوم چې ستا په وخت کې چا مرستې درسره کولې ؟؟ ایا هغه وخت دبامیانو په نیولو کې دکوزې پښتونخوا
    مسلمانان نه وو شامل ؟ ایا د امارت د بین المللي تلفون مخکېنۍ نمره 0092 نه وه او داسې ….نور ؟

    سید اغا په تاریخ او قواعدو پوه شه ! تر ادمه تر دې دمه دازادي حرکتونه باندېني ملا تړ لري او بېله دې څخه امکان
    نلري او حق یې هم دی ، طالبان وروڼه هم حق لري چې له داسې امکاناتو ګټه واخلي او خپل هېواد له خارجي
    صلیبیانو او داخلي لوطیانو او فاسدینو څخه وږغوري خو دغلامي لاسلیک به هیچا ته هم ور نکړي !

    سید اغا داسې خبرې کوي لکه د ملا منان نیازي چې دکابل دفاسد دولت په دالرو یې جیبونه ډک او په امریکایې
    چرلکو کې دې خوا هغې خواته چکرې وهي .

    سید اغا داخبره مه هېروه چې افغانستان مطلق اشغال دی او په اخلاقي فساد کې کلک بند پاتې دی ، هره شپه
    اشغالګر بد اخلاقه چاپې اچوي ، بمباري کوي او مسلمانان وژني خو ددې ټو لو ظلمونو چیغې او اوازونه په دالرو پټوي
    او دکابل د ګو ډاګي دولت دغلامانو تر څنګ ولاړ او دالر یې په جیبونو کې ور منډي ،او نور اولس یې په خپله پولي
    پالیسي دنس په خوږو ککړ کړی چې دازادي چیغې دنس له خوږو نشي پورته کولی !!

    الله پاک دې طالبانو وروڼو ته قدرت ورکړي چې خپل هېواد ازاد کړي !

ځواب ورکول نور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *