تاند – د کندهار د غونډې یوه برخه وال او د ننګرهار زورواکي وکیل حاجي ظاهر قدیر د کندهار غونډې ته په خبرو کې وویل چې حکومت ته ۱۲ساعته وخت ورکوي چې د هغوی مېلمانه؛ عطامحمد نور، باتور دوستم او نور ورپرېږدي.

تېره شپه د بلخ د والي عطامحمد نور او د ولسمشر د تبعید شوي مرستیال عبدالرشید دوستم د زوی باتور دوستم الوتکې ته اجازه ورنه کړای شوه چې د مزارشریف له هوایي ډګر څخه پورته شي او کندهار ته لاړه شي.‌

نور په یوه ویډیو کې چې د هغه په فیسبوک خپره شوه،‌ د حکومت د مشرتابه له خوا د هغه د سفر مخنیوی غیرانساني کار وباله. 

د یادې غونډې یوه بل برخه وال همایون همایون هم د ښاغلي قدیر خبره تکرار کړه او ویې ویل چې حکومت ته ۱۲ ساعته وخت ورکوي چې مېلمانه ورپرېږدي.

د یوه خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې که حکومت یې مېلمانه په ۱۲ ساعتونو کې ور پرې نه ږدي،‌ هغوی به څه وکړي،‌ همایون همایون وویل، چې بیا به هغوی ولس ته مراجعه وکړي.

د یوه بل خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې دوی اصلا د څه لپاره راټول شوي ځکه په اوایلو کې دوی ویل چې حکومت کې ستونزې دي بیا یې وویل چې دوی غواړي شفافې ټاکنې وشي او اوس یې حکومت ته اخطار ورکړ، همایون وویل، چې د افغانستان ملي منافع په خطر کې دي او اساسي قانون تر پښو لاندې شوی دی له دې امله هغوی د دغو ګټو د ساتنې لپاره سره راټولېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي د ظاهر قدیر، همایون همایون، عبدالرحیم ایوبي، عطامحمد نور په شمول د دې غونډې اکثر برخه وال او مینه وال مشران یا په اداري فساد او بشرضد جنایتونو کې لاس لري یا د هیرویینو او د ځمکو د مافیاووغړي دي چې وخت په وخت له قانون نه سرغړونې کوي.‌

9 thoughts on “ظاهرقدیر: حکومت ته ۱۲ ساعته وخت ورکوو چې زمونږ مېلمانه راپرېږدي”
  1. دا غله جنایتکاران او قاتلان له یوې خوا ولس ولس یادوي او بیا د همدغه ولس له ډآره په طیارو کې ځي، که دومره نران استئ موټرو کې لاړ شئ. که مې واک وای ټول مې غوندې ته پريښودل او بیا مې بي۵۲ پورته کولې او ټول مې پرې کوفته کول چې ملي منافع په سمې په ځای شوې وای

  2. دي تولو ته بايد اجازه وركرل شوي وأي چه سره تول شي ورورسته يؤ فوق العاده بمبار والله چه تول ملت به ددوي د شر نه په أمان پاتي شوي وأي
    دا غداران ،غله او قاتلان دي او ددوي ژوندي پاتي كيدل د ملت سره لويه جفا ده
    كه زه د ولسمشر په په زاي وأي والله كه مي يؤ غل او غدار ژوندي پريشي وأي

  3. every one of this warlords is involved in corruption /drug mafia,
    now their hands closed from corruption.they want sabotage government,
    PEOPLES KNOWS HOW THEY BECOME MILLIONAIRE,
    AFGHAN NATION MUST STAND IN FRONT OF THIS MAFIA. AND DEFENSE FROM HONOR DOCTOR ASHRAF GHANI AND NATIONAL UNITED AFGHAN GOVERNMENT,
    THANK YOU

  4. اوس دې نو افغان اولس پخپله قضاوت وکړي چې تاریخ تیری کرزی ، همایون همایون ، ظاهر قدیر ، احسان الله کاموال ، معلم عطا او دوستم خیل څوک وو او څوک دي چې دوی د لوی جرګې غوښتونکي شي او د هیواد د اساسي قانون تعدیل پیشنهاد کړي .
    تاریخ تیری کرزي خدای شرمولی چې ددې مفسدو او د افغان ټولنې معرفو او مشهورو ډاړه مارانو په اوګه ټوپک ږدي او اولس په کوي . له خوا د ملت وینې د دې ټولګي د بادارانو په امر توییږي او له بلې خوا یې بړیڅي د ملت په هډوکو راتاو دي او شپیلوي یې . شک نه شته چې په دې سخت وخت کې حکومت له خوږې ګوتې نیول یواځي او یواځې پردي بړیڅي کولای شي او بس ! د کندهار د غونډې څینې څیرې چې په خپلو تیرو اعمالو نه شرمیږي او په اول صف کې ولاړ دې له نیکه مرغه هیوادوال له ورایه په دې پوهوي چې ددې حرکت موخه او هدف څه دی . په اخر کې ددې هیواد له خواخوږو بچیانو هیله کوم چې که نور څه نه وي نو ددغه داړه مارانو د هغه تبلیغاتو او کوششونو مخه فقط په جوابیه پیغامونو ونیسي چې دوی یې د عامه اذهانو د خرابولو لپاره د خپلو فیسبوکي پاڼو له لیارې او یا د نټ له ځینو ویب پاڼو خپروي .

  5. د افغانستا ن لوی غداران اوغاصبان بیا راټول شوی دی او انشا الله دا ځل به ئ شرموی

  6. ښاغلو(همایون، قدیر او لالی) تاسو ډیر خوش باوره خلک یاستی، داسی خوشباوره او صادقه خلک یاستی چه دملګرتیا په خاطر دخپل سر قربانی ته هم حاضر یاستی، دخپل ځان ګمان هر چاته مکوی.

    آیا په دیی موفکر کړیدی چه د ښاغلی عطآ نور د زړه قوت ،ډار، شک او بی باوری څومره ده؟
    آیا په دیی مو فکر کړیدی چه د کام ایر شرکت او دعطانور تر مینځ به کوم سازش نه وی شوی؟
    آیا په دی مو فکر کړیدی چه دعطانور او په حکومت کی دعطانور دخصوصی ملګرو تر مینځ به کوم رمز نه وی؟
    آیا په دیی مو فکر کړیدی، چه د عطانور غوندی یو احساساتی سړی به یوساعت او دیرش دقیقی ستاسو لپاره په کام ایر الوتکی کی تم کیږی؟ هغه عطانور چه هیڅ صبر او حوصیله نلری، که چیرته عطانور په ریښتنی ډول د تګ پلان درلودی، نو تاسو په دیی پوه شی چه لمړی یی درته پیلوت ښه ډبولو، بیا یی د الوتکی ټیرونه په ماشین زربه کول، او وروسته یی په بلخ کی ددغی الوتکی دفترونه او پروازونه تړل.

    واوری داسی اوازی او خبری هم شته چه عطانور دخپلی ویری او ترس په خاطر، او هم په ځینو خلکو ……. دبی باوری په هکله د کندهار په غونډه کی ګډون ونکړه. نو اوس تاسو فکر وکړی چه دغه ډرامه او سناریو به مخکی له مخکی پلان شوی نه وی؟

    په اخر کی ځما د وروری مشوره تاسو ښاغلو ته داده. چه تاسو ځمونږ دوطن زیره که او د ګوتو په شمار سرونه او هستی یاستی، هغه هستی چه ځمونږ په ډیرو ورونو کی کمه لیدل کیږی. نوتاسو باید په ځینو ناچیزه خبرو لکه د عطآنور دنه ګډون په موضوع، د ستیج په سر دخپلو احساساتو دغږ یا چغو او نارو سورو درجه لوړه کړی نه وای، ځکه دغه کار ستاسو شخصی او سیاسی څیره سوځی، دغه کار ستاسی حیثیت او عزت په کور دننه او د باندی بی ارزښته کوی، په دغه کار ستاسی مخالفین ملنډی او ټوقی کوی.

    زه ستاسوپه لوړو احساساتو او لوړو خبرو فخرکووم، مګر هغه احساسات چه د وطن، خاوری اواستقلال په باره کی وی. نه دهغه چا په باره کی چه ستاسو شخصیت او عزت ته په بی غیرتی صدمه رسوی.

    په اخر کی ښاغلی ظاهر قدیر ته د وروری خواست کووم، چه په پیژندپانو کی تاسی د افغان کلیمی ته د رد رایه کارولی ده، په دغه هکله د افغانستان دخلکو څخه بښنه یا بخشنه وغواړه، او هم خپل ځان بیرته افغان کړه.

    په درناوی

  7. دا حرموني يوًهم په لويه جرگى باور نه لري. له هذا نيولي تَر دوستمه دوي لويه جرگه د پشتنو يؤ عنعنوي دود گني أو ترى كركه كُوي. نه پوهيژم چى أوس ولي د ملي جرگه طرفداران شول. الله دي افغانان ددي وحشي سپيانو له عذابه زر خلاص كرى

  8. These warlords are all short minded people and I think under estimated Ashraf Ghani. He will freeze their assets no matter where they hid it. In domestic banks, Dubai, India or every where else. and that is why they are angry, this is the only reason.

  9. The real fight started now, It was not Pakistan or ISI it is these WAR-LORDS obstructing the government. Ashraf Ghani found their hidden money and assets and is going to freeze it, this gathering is their reaction.
    ١ داﻟــــﺮ ﻣﯿﻠﯿــــﺎرد « ٢ » ﻧﻮر ﻋﻄﺎﻣﺤﻤﺪ ــ ٢ داﻟــــﺮ ﻣﯿﻠﯿــــﺎرد « ١٫۵ » ﻓﻬﯿﻢ ﻗﺴﯿﻢ ــ ٣ داﻟــــﺮ ﻣﯿﻠﯿــــﺎرد « ١٫٢ » ﻓﺮزﻧﺪان و رﺑﺎﻧﯽ اﺳﺘﺎد ــ ۴ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﺎرد « ١٬١ » ﻣﺴﻌﻮد اﺣﻤﺪﺷﺎه ﺑﺮادران و ﻣﺴﻌﻮد اﺣﻤﺪﺷﺎه ﻓﺮزﻧﺪ ﻣﺴﻌﻮد اﺣﻤـــﺪ ــ ۵- ۶ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ۵٣٠» ﮔﯿﻼﻧﯽ ﭘﯿﺮﺳﯿﺪاﺣﻤﺪ ــ ٧ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٨۴۵ » ﮐﺮزی ﻣﺤﻤﻮد ــ ٨ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٨١٠» ﺷﯿﺮزی آﻏﺎ ﮔﻞ ــ ٩ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٧٨٠» داﮐﺘﺮﻋﺒﺪاﷲ ــ ١٠ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٧٢٠ » اﺳﻤﺎﻋﯿﻞ ﺗﻮرن
    ۶ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ۵٣٠» ﮔﯿﻼﻧﯽ ﭘﯿﺮﺳﯿﺪاﺣﻤﺪ ــ ٧ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٨۴۵ » ﮐﺮزی ﻣﺤﻤﻮد ــ ٨ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٨١٠» ﺷﯿﺮزی آﻏﺎ ﮔﻞ ــ ٩ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٧٨٠» داﮐﺘﺮﻋﺒﺪاﷲ ــ ١٠ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٧٢٠ » اﺳﻤﺎﻋﯿﻞ ﺗﻮرن ــ ١١ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٧٠٠» ﺳﯿﺎف رﺳﻮل ــ ١٢ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٨١٠ » دﺳﺘﻢ ﻋﺒﺪاﻟﺮﺷﯿﺪ ــ ١٣ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن «٧١۵ » ﻣﺤﻘﻖ ﻣﺤﻤﺪ ــ ١۴ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٧٣٠» ﺧﻠﯿﻠﯽ ــ ١۵ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٧۶٠» ﻗﺪﯾﺮ ﻇﺎﻫﺮ ﺣﺎﺟﯽ
    ١٧ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٣۴٠» ﻣﺤﻤﺪی اﷲ ﺑﺴﻢ ــ ١٨ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ۴٩٠ » وردگ رﺣﯿﻢ ــ ١٩ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٢٩٠» ﻗﺎﻧﻮﻧﯽ ﯾﻮﻧﺲ ــ ٢٠ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن «١٩۵ » ﺻﺎﻟﺢ اﻣﺮاﷲ ــ ٢١ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٣٠٠» اﻧﻮری ﺳﯿﺪﺣﺴﯿﻦ ــ ٢٢ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٣٢٠ » وردگ ﻓﺎروق ــ ٢٣
    ٢۴ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ۵۵ » ﺳﺎﻟﻨﮕﯽ اﯾﻮب ــ ٢۵ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٢۵٠» اﺑﺮاﻫﯿﻤﯽ ﻋﺒﺪاﻟﺮﺋﻮف ــ ٢۶ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ١٨٠ » ﻣﺴﻠﻤﯿﺎر اﻟﻬﺎدی ﻓﻀﻞ ــ ٢٧ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٢۵ » وﯾﺴﺎ زﻟﻤﯽ ــ ٢٨ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ١٨ » ﻣﺠﺎﻫﺪ ﮔﻞ اﷲ ــ ٢٩ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ١٠٠» ﺧﯿﻞ ﻣﻼﺗﺮه ــ ٣٠ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ۴۵٠» ﻣﺤﺴﻨﯽ آﺻﻒ ﺷﯿﺦ ــ ٣١ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٢۶۵ » ﮔﺬر اﷲ اﻣﺎن ــ ٣٢ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ١٢ » اﻏﺒﺮ ﻇﺎﻫﺮ
    ٣٣ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٨ » ﮐﺮﯾﻢ اﻟﺪﯾﻦ ﮐﺮام ــ ٣۴ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ١۶ » ﺳﺎﻟﻨﮕﯽ ﺑﺼﯿﺮ ــ ٣۵ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ١۴٠ » داودزی ﻋﻤﺮ ــ ٣۶ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن «١۵٠ » ﻓﻬﯿﻢ ﺣﺴﯿﻦ ــ ٣٧ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن « ٢٠٠ » ﻓﺮﻧﻮد ﺷﯿﺮﺧﺎن ــ ٣٨ داﻟـــــﺮ ﻣﯿﻠﯿـــﻮن «١٧۵ » ﻓﺮوزی اﷲ ﺧﻠﯿﻞ
    List of 38 Warlords with the amount of money in the banks that Mr Ghani Sahib will FREEZE it and the peace will come Insha-allah,

ځواب ورکول آحمد توانا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *