تاند- په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي او د جرګې مرستیال ظاهر قدیر نن یو وار بیا ادعا وکړه چې په ننګرهار کې د داعش د ملاتړ لپاره د دې ډلې تر کنټرول لاندې سیمو کې هیلي کوپترونه کښېني.

د جرګې یو شمېر نور غړیو هم په افغانستان کې د داعش د نفوذ په پراختیا اندېښنه ښکاره کړه.

ښاغلي قدیر وویل چې د شپې په مخه د داعش په سیمو کې ناپېژندل شوې هیلي کوپترونه خوراکي مواد او نو وسایل کښته کوي.

ده همداراز ادعا وکړه، داعشیانو ته داسي خوراکي مواد رسول کېږي چې په افغانستان کې یې نور خلک په اسانه نه شي ترلاسه کولی.

ښاغلي قدیر او د ولسي جرګې نورو غړیو په افغانستان کې د داعش د فعالیت د ساحې په پراختیا اندېښنه وښوده، ویې ویل چې دې ډلې د خپل فعالیت لمنه د هیواد له ختیځه تر لوېدیځه پوري غځولې ده.

قدیر وویل«ما یو کال پخوا تاسو ته ویلي و چې داعش یو کال وروسته په افغانستان کې راڅرګندېږي، اوس دوی په غور، کندوز، بلخ او لوګر کې پیدا شوي، کونړ، ننګرهار او نورستان خو څه کوئ.»

قدیر همداراز وویل چې داعش اوس هڅه کوي چې پچیر او اګام او توره بوړه ونیسي.

ده په عین حال کې له دې ډلې سره د ولس مخالفت ته اشاره وکړه، ویې ویل چې د خوګیاڼي ولسوالي اوسېدونکي حاضر شوي چې د دې ډلې پر ضد وسلې راواخلي.

2 thoughts on “ظاهر قدیر: په ننګرهار کې داعشیانو ته په هیلي کوپترو کې مواد رسول کېږي”
  1. سلام ټولو ته:
    مونژ د هر ډول وسله والی مخالف یو او دارښتیا ده چی تنها داعش نه بلکی ټولو ډلو ته وسلی او مهمات د تیارو او.نورو لارو ورکول کیږی

  2. ښکاره خبره ده چه همدغه دوه مخی امریکایان یی ورکوي که تاسو په جلال اباد ښار کی یاست نو تاسو ته به ښه معلومه و چه د شپی بار وړونکی هلی کوپترونه همدغه خوا ته پروازونه کوي او بیا راځی دهمدی جلال اباد د هوایی ډګر نه ورته اکمالات رسیږي

ځواب ورکول Engineer Basit ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *