ظلم

یوه عربی کلمه ده چې تعریف یی داسی دی: ایښودل د یو ښی په غیر مکانه کې، په دې معناچې مثلا ډوډۍ په کاسه کې خوړل کېږي، او چای په پیاله کې څښل کېږي، خو که فرضاً یو څوک را جګ شي او په پیاله کې نسوار تو کړي او یا په تفدانۍ کې شوروا وخوري دا ظلم دی.بله خبر داده چې د قانون نه بیې خبري عذر نشی کېدای. دامې هغه وخت زده کړل کله چې زه ډیر کوچنی وم او په کور کې مې د المارۍ په یو روک کې د خلقیانو د اساسی قانون یوه نسخه پیداکړه، او دا جمله می پکې ولیده.

سره له دېچې نن شاید دافغانسان ډیر چارواکي نه د قانون په معنا پوه شي او نه د قانون په موادو، ځکه چې هغه د جهانی صاحب د شعر کیسه چې د موږک نه زمری جوړشوی و،نو د نن ورځی زمامداران هم ډیر یې موږکان دی چې د ب۵۲ او شنو پیسو په زور زمریان شوي دي او د مرخیړي په څیر یی سرطانی نمو کړی. راځم اصلی موضوع ته، یو کس چې جنرال ظاهر ظاهر نومیږی، او د کورنیو چارو د وزارت امنیتی مامور دی، په ضیاءالحق امرخیل، د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشأ په رئیس باندی یی تورلګولی چې تقلب یی کړی او رایپاڼي چې د کمیسیون نه ایستلی او چېری یی لری وړلی. د هر کار د پاره یوه اداره وی، چې د مربوطه چارو تنظیم او اجراأت وردغاړی وی. مثلا د پولیس وظیفه داده چې مجرم ګرفتار کړی، اوس که زه او ته چېری په چا پسی منډی وهو او بیا د ضرورت په اساس ډز پر ی وکړو او مړشی آیا ادعا کولی شو چې دا مجرم وو او ما د قانون منګلو ته سپارلو، چون نه دریدلو نو ډز می پری و کړ او مړ شو؟؟ د قانون د جوړلو اداره معلومه ده، اوس چون وکیلان اکثرا په انتخاباتو کې مصروف دی نو ایا دا ممکن دی چې د بانک رئیس راجګ شی او د پیسو د سپینولو قانون په خپله امظأ کړی او ووایی چې دادی ما قانون منظور او توشح کړو،چون وخت تنګ دی او افغانسان تور لست ته داخلیږی؟؟ په یو مملکت کې دری قوی وی، مجریه، مقننه او قضایه. چون د ټاکنو کمیسیون د قضأ یوه برخه ده نو که چېری جدا فرض کړل شی بیا نو څلور قوی کېږی. چې دټاکنو کمیسیون یوه مستقله قوه ده چې په خپله خاصه ساحه یعنی ټاکنو کې خپلواک دی او هیڅوک، بیا لیکم هیڅوک حتی ریس جمهور او قضأ حق نلری چې په چارو کې یی مداخله و کړی. دا چې په کومو خاصو مواردو کې څنګه لری کېدای شی او یا څنکه مقرریږی پدی بحث نه کوو. که فرضا د ګارد خاص یو عسکر راجګ شی او رئیس جمهور ته ووایی چې زه ستا کور تالاشی کوم ځکه چې زه شک لرم چې ته خیانت کوی، ایا داکار به عجیب نه وی؟؟؟

ایا داکار د یو عسکر صلاحیت دی؟؟؟ جنرال ظاهر بیچاره تراوسه پدی نه پوهیږی چې د ټاکنو د کمیسیون د دارالانشأ رئیس ډیر لوی پوزیشن او موقف دی او دا کار دده د صلاحیت نه لری دی چې موتر یی تالاشی کړی. نو که چېری داسی ګستاخی او بی ادبی ته ملا و تړی آیا د امرخیل په ساتونکو لازمی نده چې مخه یی ونیسی؟؟ او حتی د ضرور په صورت کې د اسلحی نه کار واخلی، ځکه چې همدایی وظیفه ده. او همدا کار دوی کړی چې واقعا د تقدیر وړ کار دی. یعنی اوس خو یی (سرش مرمی تیرکرده) چې ویشتلی یی وی هم حق یی جوړیدو، ځکه چې پولیسو د د مقام د موټر تالاشی غوښته، چې داکار ددوی صلاحیت نه وو. نو که چېری تیروتنه وی خو په بښنه شاید خلاص شی مګر که دسیسه وی باید جدی عدلی تعقیب یی وشی. په داسی لوړو رسمی مواقفو کې سړی قانونی مصئونیت لری او ترڅو چې په وظیفه وی څوک یی د توقیف او تالاشی حق نلری. دا ملی او بین الملی قوانین دی چې جنرال صاحب به شاید پدی نه پوهیږی. د ټاکنو کمسیون په یو مملکت کې یو بل مملکت دی درست لکه واتیکان په ایتالیاکې، او صرف د ټاکنو په برخه کې ترټولو لویه مرجع همدا کمیسیون وی. یو ریس جمهور یو وزیر مقرروی هغه هم د شوري په منظوری، مګر دا کمیسیون یو رییس جمهور مقرروی او د هیڅ بلی مرجع منظوری ته ضرورت نلری. که څوک شکایت لری نو صرف یوه محکمه، صرف یوه محکمه حق لری چې نظر پری ورکړی چې هغه ته د شکایاتو خپلواک کمیسیون ویل کېږی. نه بله محکمه دلته دخالت کولی شی نه څارنوالی او نه پولیس، ځکه داکار پدوی ټولو ډیر مشر دی. ښه اوس سوال داسی پیداکېږی چې که فرضا کله داسی پیښ شی چې یو کس په همداسی لوړ موقف کې واقعا ملی خیانت و کړی بیا نو څه چاره؟؟

د هر کار د پاره قوانینو لار خلاصه کړی، چې د قانون مطابق هم عزل کېدی شی او هم محکومیدلی شی، مګر نه د ظاهر جان او یو کاندید په غوښتنه. یو ښه مثال یی داسی ورکولی شو چې که یو شاګر د اول نمرګی دعوا لری او وایی چې فلانی استاد می نمری کمی کړی دی، نو زه ترهغی نه قانع کېږم ترڅو چې نوموړی استاد منفک نشی، دا غوښتنه به غیر د جهالت نه بل څه نوی. خو که ووایی چې د ما نمری کمی شوی دی او اداره بل استاد موظف کړی ترڅو یی پارچه و ګوری، نو دا به معقول اقدام وی. په انتخاباتوکې هم که د ټاکنو د کمسیون په فیصله څوک خوښ نوی نو د شکایاتو په کمیسیون دی بیا خپلی رایی ټولی و ګوری، مګر د مقاماتو د تعلیق غوښتنه به ډیره پری مشره وی. او که یو څوک دومره بی خبره وی چې پدی هم نه پوهیږی، بیا نو فکر کوم چې د یو مملکت د مشرۍ د پاره به هم وړ کس نوی.

0 thoughts on “ظلم/کریم نجیمی”
  1. زما تشویش همدا دی چی د یوه هیواد جمهور رییس باید په حقوقو او سیاست کی وارد شخص وی نه یو د سترګو کمپوډر یا مرستیال ډاکتر.
    هغه چی یوازی جنګ یی لیدلی وی او یاد د خپل قوماندان د جنګ او اور قومانده یی ورکړی وی هغه به سیاست څنګه وکړی. که خیانت وی نو تر خلیفه عطا د بلخ له والی به هیچا ډی نه وی کړی. خلیفه عطا یا استا عطا می ځکه ولیکل چی هغه اصلا د لوګر د دهنو له ډمانو نه دی . البته زما کلیوال ډیر شریف او دینداره خلک دی زه هغوی ته ډیر احترام لرم . هغوی سوله غوښتونکی او د خپل ولس خدمتګاره خلک دی. اما خلیفه عطا خواول خپل پلرنی مسلک ته توهین وکړ او د هغه چا خبره چی دستش به هرچیز میګشت و الی رفت مامور شد. خلیفه عطا د حیرتانو ګمرک عواید غلا کړل او د دولت او خلکو ځمکی یی خرڅی کړی او دادی اوس میلیونر دی.
    ښاغلی عبدالله هم خپلی پښی له کمپلی اوږدی غزوی. او لا تراوسه د جمهوری ریاست له ماڼۍ ډیر لری دی خو امرونه د یوه دیکتاتور چلوی. تر څو د انتخاباتو نتایج نه منم چی یا جمهور ریس نه شم او بل امر خیل له کاره لری شوی نه وی او یا د پښتنو سیمو چی ما دا دیارلس کاله کیږی چی ناآرامه کړیدی ، لغوه نشی. دی ته وایی د یوه ټیم ، قوم یا ډلی او ولسمشر عقل او منطق.
    که څوک تل د انصاف په لاس کی درکړی
    خپل ټټو او د بل آس به برا بر کړی

  2. د شورای نظار غړی ټول یو لاس شوی تر څو چی خپل نوماند د هری نامشروع لاری څخه بریالی کړی، خو ددوی دا خوب به هیڅکله هم ریښتیا نه شی

ځواب ورکول عبیدالله جلالی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *