د کابل ښار په یو سرای کې ډېر مسافر اوسېږي، دوی څوک دولتي دندې لري، څوک زده کړې کوي او څوک په بازار کې کار روزګار لري. د یو ملګري پوښتنې ته ورغلم، هلته مې د دوی يو بنګالی ملګری هم ولید، دوی خپلو کې د نن ورځې په اړه خبرې کولې، چا ویل ما دوه زره وګټلې، بل ویل ما زر افغانۍ کار کړی دی او… خو دې بنګالي دې ټولو ته حیران حیران کتل، ما ترې پوښتنه وکړه چې ولې دومره حیران پاتې یې؟ هغه وویل چې زه د افغانانو دې کار روزګار ته حیرت وړی یم، سهار له کوره ووځي، نه کومه فابریکه کې کار کوي، نه کوم بل تولید، بس خپلو کې له یو بل نه پیسې وهي، بدل شیان پرې خرڅوي یا هم ترې په کومه بله پلمه پیسې وشکوي، چې ماښام راشي د هر یو جیب کې زر دوه زره افغانۍ پرتې وي او بس په همدې وخت اړوي. د دې بنګالي خبرې ته زه هم فکر یوړم، په رښتیا هم زموږ هېواد کې هغه د شاعر خبره، ددې ځای هر یو سړی غل دی خپلې وسې پورې.  ددې لپاره چې له دغسو غلو نه ځان وساتې مجبور یې، چې په هر څه ځان پوه کړې او د دغو غلو او د هغوی د کارونو په اړه معلومات ولرې، چې څوک دې تېر نه باسي.

مثلاً، که موبایل، کمپیوټر او که بله برقی وسیله دې خرابه شي، چې مستري ته یې یوسې، سل خبرې درته په کې پیدا کړي، ته چې نه پوهېږې مجبور یې خبره یې ومنې، څومره پیسې چې درنه غواړي ورکوې به یې. که ډاکتر ته لاړ شې هغه درباندې دومره غیر ضروري معاینات کوي چې له پیسو دې خلاصوي، که یې نه کوې زړه دې نه صبرېږي، شک به یې در اچولی وي ځان سره به وايې ځه که نور نه وي دغه شک خو به ورک کړم، بس جیب به دې در تش کړي. که چېرته کور جوړوې کاریګران به درته داسې فرمایشات درکوي چې که داسې وکړې کور به دې ښه شي او که داسې و نکړې او کار دې خراب شو بیا موږ ملامت نه يو، لنډه دا چې د هر کار او کسب والا په خپل کار کې د غلا په بلا چلونو خبر دي او عملاً یې درسره کوي.

په دې هېواد کې په رښتیا هم کاري اخلاق خرابه دي یا هم نشته، په نوره نړۍ کې دوکاندار، سوداګر او کسبګر هر یو له اخلاقي پلوه د یو ډول مسوولیت احساس کوي، خو له بده مرغه دلته دغه احساس له منځه تللی دی. دلته هغه خبره ده چې « یار له کوڅې تېر که رنګ یې هېر که» د کار او کسب اخلاق  یوازې په دیني لارښوونو هم نه ترلاسه کېږي، که داسې وای نو زموږ ملایان او دیني ارشادات خو همېشه په دې ټینګار کوي چې باید صادقه واوسې، بل مسلمان تېر نه باسې او څه شی دې چې په ځان لوریږي په بل مسلمان یې هم ولوروه. د کاري اخلاقو بله ګټه په همدې دنیا کې لیدلی او ورنه برخمنېدای شې، که چیرې یو کسبګر یا د هر مسلک سړی ښه او صادقانه کار وکړي، په ټولنه کې يې اعتبار او منزلت زیاتېږي چې همدغه اعتبار د هغه پرمختګ لا چټکوي او په خپل کار کې ورنه ستر شخصیت جوړېږي، روزګار یې رونق پیدا کوي، کوم کسب ګر چې ډېر مشهور شوي او ډېره ګټه ترلاسه کوي هغوی په لومړي سر کې همدغسې اعتبار ګټلی دی او بیا دغه ځای ته را رسیدلي دي. خلکو سره يې ښه چلند کړی دی، په صداقت يې ورته کار خلاص کړی دی او دا دی نن د خپل هماغه صداقت ثمر ته ناست دي. په لومړي سر کې چې کله پروژې را وورېدې خلکو په یو نوم او بل نوم د پيسو وهلو لپاره کمپنۍ جوړې کړې، کله چې به يې پروژه ترلاسه کړه، پيسې به يې حيف و ميل کړې او کار به يې د مسلک له مخې په معيار برابر نه و، نو په لنډ وخت کې د ترلاسه کړو پروژو په څو چنده تاواني شول او ډونرانو په تور لېست کې و نيول، که دوی له لومړي سره خپل کار او خپلې کمپنۍ ته ژمن وای لا به يې له ډونرانو سره سابقه ښه وای او لا ډېرې پروژې به يې ترلاسه کولې، خو دوی په خپل لنډ تجارتي فکر خپله اوږدمهاله ګټه او د خلکو او وطن ګټه په اوبو لاهو کړه.

اوس راځم دې ته، چې که يو څوک غواړي، و نه غوليږي په ټولو برخو کې باید لږ او ډېر معلومات ولري، ښه ډاکتر که نشي پېژندی، مجبور یې لومړني طبي معلومات ولرې، د خپلو وړو ناروغيو لپاره په خپله درمل را ونيولای شې او د درملو د ترکیب او زیانونو په اړه دومره پوهه ولرې چې څوک دې تېر نه باسي. همدارنګه د انجنیرۍ په اړه هم باید لومړني معلومات ولرې، څو ځان ډاډه کړې چې چا تیرویستی نه یې، حکومتي پروسیجرونو او د رشوت ورکولو په لارو چارو هم باید بلد اوسې چې تر حده زیاتې یا بېځایه څوک درنه پيسې وانخلي او کارونه دې ژر خلاص شي، د برقي سامان الاتو د ترمیم په اړه هم باید کافي معلومات ولرې، چې کله یې مستري ته ور وړې باید ورته ووايې چې دغه پرزه یې خرابه ده او ځان ورته هوښيار وښيې چې تېر دې نه باسي، دا ځکه چې که لږ يې هم شوده غوندې تر سترګو شوې نو بیا دې کیسه مفته ده، د ماشوم د ښوونې او روزنې او د مکتبونو په اړه هم باید ښه دقیق اوسې او په ډېرو شیانو ځان پوه کړې چې کوم مکتب ښه دی کوم بد، ته باید ډېر وخت په دې ولګوې چې د ماشومانو لپاره دې کوم مکتب او نصاب ښه دی کوم ښه نه دی،  دلته په سیاست مدار هم اعتبار نشته، که دې ورته پام ونه کړ، چې په کومه یې روان کړې روانوي دې، ته باید په سیاست هم ځان پوه کړې.

 که چېرې ستا مسلک اداره او منجمنټ وي یا هم ښوونکی اوسې، نو ته خو باید په خپل مسلک حاکم اوسې، په هغې کې لا ډېره مطالعه وکړې، چې ځان په کې ورسوې، ته چې د خپل مسلک نه علاوه د مارکیټ نه نیولې تر سیاست او د تخنیکي شیانو نه نیولې تر دولتي بیوروکراسۍ د دومره ډېرو شیانو په پوهېدو وخت ولګوې دا کار دې حتما په خپل مسلک ناوړه اغېز کوي او په کې بېسواده کېږې، که په نورو شیانو ځان نه پوهوې بس ډغرې به خورې، هره شېبه د دې امکان شته چې څوک دې تېر باسي او و ځورېږې. نن سبا دنیا ټوله د تخصص او پروفیشنلیزم خواته روانه ده، هر سړی په خپله څانګه کې ځان رسوي، که په نورو برخو کې دې کار پیدا شي د هغه مسلک په لرونکي اعتماد کوي او لازمه مشوره درکوي، له خپل کار نه علاوه په نورو شیانو ماغزه نه مصروفوي، موږ به خاورې پرمختګ وکړو چې ځانونو نه مو جامع الکمالات جوړ کړي دي او په هر شي کې د نظر خاوندان یو، زه چې هر کله دغسې تیرویستل شوی یم له ځان سره د اول میر استاد دا بدله زمزمه کوم چې وايي:

عالمه مه کړﺉ اتبارونه

په زمانه کې شول پیدا نوي کارونه

One thought on “عالمه مه کړﺉ اتبارونه/ خوشال خلیل”
  1. خلیل صاحب رښتیا هم نن سبا دا بدبختی په دی وطن کی مخ په ډیریده ده او دا بده پدیه هم لکه د نورو بدو عملونو په شان دی هیواد ته راوړل شوی ده باور وکړی ځینی وخت چی په بازار کی سودا کوم د همداسی مسلو سره مخامخ کیږم په زړه کی راګرځی چی آیا دا خلک د مسلمانی ایمان او انسانیت په نوم څه پیژنی باور وکړی چی تر هغه بی کیفیته توکی وی تا ته به وایی چی دا جاپانی جرمنی یا امریکای دی ولی په حیقیت کی که ټول چینایی پاکستانی او یا هم په افغانستان کی جوړ شوی وی ، یوه روځ دچایو ترموز می اخیستی دوکاندار قسم په خدای او قران خوړی چی دا جرمنی دی ماته خندا راله دوکاندار ته می وویل چی کاکاجانه که دا ترموز که جرمنی وایی نو قیمت یی ۳۰۰ افغانۍ به وایی ، خدای زموږ خلکو ته د نیکی هدایت وکړی

ځواب ورکول سرور خیری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *