عالمي بلخي

تاند- د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزیر عالمي بلخي، چې ایران ته په سفر تللی، وايي چې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو محاربو پوځیانو له وتلو وروسته فکر کاوه چې د افغانستان حکومت به وپرزوي خو له ډېرو هڅو وروسته ورته حرګنده شوه چې دا کار یې په وس پوره نه دی.

ښاغلي بلخي د ایران فارس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، له کله چې د افغانستان د ټولو امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته سپارل شوی، طالبان خپل چانس ازمويي؛ دوی د هیواد په څو سیمو لکه شمالي ولایتونو کې، چې حکومت پکې د جګړې لپاره چمتووالی نه درلود، حملې وکړې؛ دوی د افغانستان د دولت له دې کمزوري ټکې څخه په استفادې په کندوز، بدخشان، سرپل او فاریاب کې بریدونه متمرکز کړل او په کندوز کې یې پر حکومت فشار هم راووړ خو افغان امنیتي ځواکونو په یوازې توګه طالبان له خپلو مورچو وشړل او اوس هلته افغان امنیتي ځواکونه تهاجمي حالت لري.

د عالمي بلخي په وینا طالبانو هر هغه څه چې فکر کاوه، هغه یې تجربه کړل خو بریالي نه شول. اوس پوهېږي چې بیا به هم ماتې وکړي او باید په نهایت کې د سولې لار غوره کړي.

ده وویل، د قطر خبرې د سولې خبرې نه وې خو د سولې د دیالوګ لور ته یو مهم ګام و.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزیر، بې له دې چې د پاکستان نوم واخلي، وویل، هغه هیوادونه، چې د طالبانو ملاتړ کوي، هم رامخکې شوي او هڅه کوي چې طالبان په هر ډول چې کېږي د افغانستان او طالبانو ترمنځ سوله وشي.

د ښاغلي بلخي په وینا که سوله وشوه د افغانستان امنیت ښه کېږي.

ده هیله څرګنده کړه چې د سولې مسله لا جدي شي او کډوال خپل هیواد ته راشي.

د عالمي بلخي په وینا تر څو چې سوله نه وي راغلې ټول کډوال خپل هیواد ته نه شي راتلای.

One thought on “عالمي بلخي، طالبانو فکر کاوه چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به حکومت وپرزوي”
  1. ديره عالي مصاحبه محترم بلخي صاحب وأقعين حقيقت ده بيان كري دي

ځواب ورکول Shah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *