تاند- عامه اړیکي چې کتاب شپږو امریکايي لیکوالو کاږلی او غزانور غزا پښتو کړی، په روانه اونۍ کې دانش خپرندویه ټولنې چاپ کړی دی.

په دغه کتاب کې د جان مارسټن د نظریې(RACE) له مخې پر عامه اړیکو خبرې شوې. جان مارسټن عامه اړیکي له څلورو برخو- څېړنې، پلان، اړیکې او جاج- جوړ بللي دي.

په عامه اړیکي کې د هغو کسانو وړتیا او ځانګړنې هم په ډاګه شوې دي چې په دغه برخه کې کار کوي.

په کتاب کې د عامه اړیکو تاریخچه، له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا او نورې نړۍ په ټولنیز او اقتصادي پرمختګ کې د دوی پر رول او همدارنګه اوسني وضعیت خبرې شوې دي.

دا هم ویل شوي چې له عامه اړیکو سره د (خبریالي، بازار موندنې، تبلیغ او …) ورته والی او توپیر څه دی.

عامه اړیکي کتاب شپږو داسې کسانو لیکلي چې یا د امریکا متحده ایالتونو د عامه اړیکو په مهمو ادارو کې کار کوي او یا هم د پوهنتون استادان دي.

2پر عامه اړیکي ژباړن سریزه لیکلې، ورپسې یې د اړیکې او اړیکي پر توپیر ځانګړې لیکنه کړې، همدارنګه یې د کتاب په ځینو برخو کې د موضوع د وضاحت لپاره له افغانستان هم بېلګې ور کړې دی.

ژباړن په سریزه کې کاږلي، چې دغه کتاب یې په یوه خصوصي پوهنتون کې د ژورنالېزم پوهنځي زدکوونکو ته دوه ځلې تدریس کړی او د هرې موضوع د تدریس پرمهال یې ژباړه بیا بیا سمه کړې ده.

په ورته وخت کې د غزانور غزا بل کتاب( طلايي هار) پنځم ټوک هم چاپ شوی دی.

په دغه کتاب کې ډېر هغه مطالب را اخیستل شوي چې د خدمتګار ورځپاڼې( نړۍ په خدمتګار کې) ځانګړي مخ ته له ارود او انګریزي وېبپاڼو برابرېدل، خو هڅه شوې چې په دغو مطالبو کې هغه را واخیستل شي چې د وخت په تېرېدلو نه بې ارزښته کیږي.

دا مطالب چې په خدمتګار ورځپاڼه کې په خبري بڼه خپرېدل، بڼه یې کتابي شوې او مطالب د ورته والي له مخې په بېلابېلو سرلیکونو کې راټول کړل شوي دي.

دواړه کتابونه په پېښور، جلال اباد او کابل کې له دانش خپرندویې ټولنې ترلاسه کولی شئ.

7 thoughts on “عامه اړیکي کتاب چاپ شو”
  1. غزا نور صاحب
    د دواړو کتابونو مبارکي درته وایم. قلم دې خوځنده او ځواني دې تانده اوسه.
    که موږ هر یو له خپل استعداد او صلاحیت سره سم یو څه وکړو نو پښتو به پښتو شي که نه نو خواره به شي ځکه چې دا ژبه نه دولت لري، نه بهرني ملاتړي. یوازې با احساسه پښتانه ځوانان دې ژبې ته خدمت کولای شي.
    کامیابه اوسئ

  2. ښاغلی زغم ستاسو د نېکو پیرزوینو او رښتینو څرګندونو مننه! ستاسو او نورو دوستانو هڅې چې وینو موږ هم هڅېږو چې خپلې محکومې او خوارې پښتو ته یا څه وژباړو او لا یې هم ولیکو
    فکر مو له ادبي هستوونو او پنځوونو ستړی مه شه .

  3. دامهمه نه ده چي ژباره په كومه برخه كي شوي مهمه داده چي پشتو ژبه بدايه شي ژبارن ته مباركي اولا نورو ژبارو همت غوارم په گوتو يي بركت شه

  4. ګران استاد غزانور غزا ته د زړه له تله د دغه اثر مبارکي وایم په دې هیله چې خپل قلم د خوږې پښتو په لاره کې لاهم وځلوي
    رب دی وکړی چې د ورته نورو اثارو د لیکلو توفیق هم استاد ته ورکړي
    تاسی واېې
    امیـــــــــــــــــــــــن

  5. سلامونه او احترامات
    فکر کوم دې عامه اړیکو په څانګه کې به دا لومړی کتاب وي چې په پښتو ژباړل سوی

    که زحمت مه وي او دا کتاب راته اېمېل کړی

  6. سلامونه
    خوښ شوم چی داسی کتاب چی دیر اړین دی وژباړل شو
    که دا کتاب راته واستوی دیره همکاری به مو وب
    زه ایمیل درته لیږم

ځواب ورکول غزانور غزا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *