تاند- د مسکو غونډه د طالبانو او له کابل څخه د ورغلیو سیاستوالو په ګډون د دغه ښار په پرزیدنټ دولتي هوټل کې پرانیستل شوه.

غونډې ته د طالبانو د پلاوي مشر عباس ستانکزي وویل، د افغانستان اوسنی اساسي قانون نه مني ځکه چې د لوېدیځو هیوادونو له لوري پر افغانستان تحمیل شوی دی.

کرزی او ستانکزی

ستانکزي، چې د مسکو تر تېرې غونډې یې ږیره یو څه اوږده کړې ښکارېده، د افغانستان اساسي قانوني غیراسلامي وباله، ویې ویل، باید د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته نوی اساسي قانون جوړ شي چې په افغاني ارزښتونو او اسلامي معیارونو برابر وي.

ده له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل، د بندیانو خلاصون، د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانیستل، د اساسي قانون تعدیل، د اسلامي نظام جوړول او د سولې د خبرو ضمانت کول د طالبانو اصلي غوښتنې وبللې.

ستانکزي د طالبانو د تحریک پر ضد د تبلیغاتو د پای ته رسېدو غوښتنه هم وکړه.

ستانکزي دا هم وویل، که سوله وشي له نورو ډلو سره یوځای به اسلامي اساسي قانون او افغان شموله نظام جوړ کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي وویل چې دوی آزاد، خپلواک او د بهرنیانو له حضور او مداخلې پرته یو افغانستان غواړي، داسې افغانستان چې د هغه په خبرو له نړۍ او ګاونډیانو سره هم ښې اړیکې ولري.

پخواني ولسمشر وویل، سوله د افغانانو په خپلو لاسونو کې ده او که دوی خپله قدام وکړي نو هېڅ بهرنی پر دوی بل څه نشي ور تپلی.

کرزي طالبان وروڼه وبلل او هیله یې څرګنده کړه چې د مسکو غونډه په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي.

ده همداراز وویل، دا ډول یوه غونډه د ډېرو افغانانو د کلونو ارمان و، ځکه چې په دې غونډه کې افغانان په خپل منځ کې سره ناست دي او د خپل هیواد د سوکالۍ هیله لري.

ښاغلي کرزي وویل، داسې یو افغانستان غواړي چې تلپاتې سوله او ثبات ولري.

د مسکو په غونډه کې د ولسمشرۍ د کاندید محمد حنیف اتمر لومړي مرستیال یونس قانوني وویل، که څه هم د افغانستان اساسي قانون د سیمې د هیوادونو په پرتله ښايي تر ټولو ښه او تر ټولو اسلامي اساسي قانون وي، خو دا قانون تعدیل او اصلاح کېدای شي.

ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون سره له دې چې د تعدیل اړتیا لري خو د دفاع وړ دی. ده دا هم وویل چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون اسلامي دی او د ټولو په خوښه جوړ شوی دی.

قانوني د ستانکزي خبرو ته په اشارې وویل، د افغانستان ټول اوسېدونکي په دې باور نه دي چې هېواد یې اشغال شوی دی، او که داسې وای نو پخوانیو مجاهدینو به هیڅکله هم اوسنی وضعیت نه وای منلی.

قانوني وویل چې کاشکي د افغانستان حکومت هم دې غونډې ته پلاوی راستولی وای.

یونس قانوني

د اتمر دوهم کاندید مرستیال محمد محقق له طالبانو وغوښتل چې له افغانانو سره مخامخ خبرې وکړي او د اوربند په پیلولو وږغېږي.

محقق دا هم وویل چې یو شمېر ډلې یا کسان هسې د جګړې لپاره پلمه غواړي، خو اوس وخت را رسېدلی چې له دې پلمو لاس واخیستل شي او افغانان خپلو کې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي.

د غونډې لومړۍ وینا حامد کرزي وکړه ورپسې عباس ستانکزي د طالب پلاوي په استازیتوب خبرې وکړې.

د غونډې اکثرو برخوالو طالبان د افغانستان د جګړې یو نه انکارېدونکی لوری وباله او د سولې لپاره یې له هغوی سره د جدي هڅو غوښتنه وکړه.

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور وویل چې باید پرې یوې سیاسي اجماع جوړجاړی وشي او د سولې بهیر دې بین الافغاني شي.

ده د اوربند غوښتنه هم وکړه. نور د موقت حکومت غوښتنه مطرح کړه او ویې ویا باید داسې اداره جوړه شي چې طالبانو ته هم د منلو وي.

وروسته د رسنیو له استازو وغوښتل شول چې له تلاره ووځي او د کنفرانس ګډونوال په خپل منځ کې خبرو ته پرېږدي. سبا به دا غونډه دوام وکړي او ممکن په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړي.

د طالبانو پخوانی استازی مولوي شهاب الدین د مسکو د کنفرانس په لړ کې د کنفرانس د برخوالو د لمانځه امامتي کوي.

له کابل څخه مسکو ته دا کسان بلل شوي چې ځینې تللي او ځینو خپل استازي ورلېږلي:

  • پخوانی ولسمشر حامدکرزی
  • د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار
  • د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر محمد محقق
  • د ولسمشرۍ کاندید حنیف اتمر
  • د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر کریم خلیلی
  • د نوي افغانستان ګوند مشر یونس قانوني
  • د جمعیت ګوند اجرايي رييس عطامحمد نور
  • د افغانستان د حراست او ثبات شورا غړی اسماعیل خان
  • د ملی اسلامي محاذ ګوند مشر سیدحامدګیلانی
  • د افغانستان د ملي جبهې ريیس ذبیح‌الله مجددي
  • په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیرعبدالسلام ضعیف
  • د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزی
  •  پخوانی دفاع وزیر شهنواز تڼی
  • قومي مشر پاچا خان ځدران
  • د مشرانو جرګې غړی شیرمحمد آخوندزاده
  • د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله هوا علم نورستانۍ
  • قومي مشر مدارعلي کریمي
  • د سولې د عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد
  • د کرکټ بورډ پخوانی ريیس شهزاده مسعود
  • د افغانستان د حرکت انقلاب اسلامي مشر مولوي قلم الدین
  • د افغانستان د اداري اصلاحاتو د کمیسیون پخوانی ريیس ډاکتر مشاهد
  • د پخواني ولسمشر حامد کرزي کلتوري سلاکار زلمی هیواد مل
  • د سولې د عالي شورا سلاکار حکیم مجاهد
  • د ترانسپورت پخوانی وزیر داوودعلي نجفي
  • د کرزي د دفتر ريیس عبدالکریم خرم
  • د ولسمشر غني سلاکار او د ښارجوړونې پخوانی وزیر یوسف پښتون
  • «د کابل پخوانی والي عبدالجبار تقوا
  • د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر ضرار احمد مقبل عثمانی
  • د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنګین دادفر سپنتا
  • د ولسمشرۍ کاندید ډاکتر زلمی رسول
  • د حقوقپوهانو د ټولنې ریيس قاضی ګل رحمان
  • پخوانی وزیر وحیدالله شهراني
  • د اسلامي جمعیت ګوند غړی  او د اسماعیل خان زوی سیدطاها صادق
  • د مالیې پخوانی وزیر عمر زاخیلوال
  • د هرات پخوانی والي سید فضل الله واحدي
  • د کابل د جامع جومات امام مولوي عبدالسلام عابد
  • د حکمتیار پخوانی مرستیال قطب الدین هلال
  • د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ارشاد احمدي
  • محبوب الرحمان داوودزی
  • د ولسمشر غني سلاکار احمدالله علی زی
  • د اسلامي حزب پخوانی غړی محمد زمان مزمل
  • محمد عزیز هلال
  • په ولسي جرګه کې د اروزګان پخوانۍ وکیله ریحانه آزاد
  • د ولسي جرګې پخوانۍ وکیله فوزیه کوفي
  • د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو پخوانی وزیروکیل احمد متوکل
  • شعیب وکیل احمد
  • د ولسمشر غني سلاکار سید الرحمان حقاني
  • نظر محمد دادمند
  • وحیده مژده
  • لطیف پدرام
5 thoughts on “عباس ستانکزی: د افغانستان اساسي قانون باید تعدیل شي”
  1. Can he see somewhere else their brutal Nizam in the world nowadays? Who will accept it? Does Pakistan really want their Islamic Nizam for themselves? They have been tested once to the people for their action.

  2. د ملا خلقي (شیرعباس) هدف ملي ځواکونه او اشرف غني دی، ځکه دغه هدف په اصل کې د پاکستان دی، په هره ټګۍ برګۍ چې وي دغه اهداف تعقیبوي

  3. منشی عباس ستانکزی اوس هم د تیر په څیر شعارونه ورکوی خو نه پوهیږی چی مدخل یی غلط کړی.
    که ته د افغان ملت دوست وای اول دی هغه منشی توب نه کاوه چی ملت مو په څلویښت کلن تباهی واړوه او غواړی خپل اصل ته په رجوع سره د سولی په نامه بل مصیبت پر دی ملت تحمیل کړی.
    نه، ان شاء الله مومن ملت بیدار ، کافی تجربه او رجال لری او سبب د نجات د ملت به شی او د دوو زړو دښمنانو مرام ته به و نه رسیږی او که اکثریت د ملت له تاسی سره وی نو بیا دومره تباهی اود غلامی ځنځیرونه د څه لپاره؟
    ځکه د اکثریت لپاره قانونی مدخل موجود دی ، راځه او وګټه ، دکور خاوند هیڅکله هم نه غواړی چی د کور یی څه وران او څوک متضرر شی ،نو د یو، لپاره سل یا زر وژل او ورانول کوم منطق ، عقل او دین لری؟ !!! بیاهم تعقل د انسان لپاره احسن او مناسب دی ،ځکه ورانی او قتل تر کومه،،
    دا ملت به دتاسی انسانیت،شرافت،معقولیت،حلم ، دینداری او قانونیت ،خدمت سره له ترحم او شفقت چی دا ټول دینی ارزښتونه دی کله او چیرته تجربه کوی؟

  4. ده خو تر ډیره دپخوانی مداری ( حامدخان ) ډله ټپله ده چی ترډیره حده داوسنی غمیزی موسوولین دی. خو طالبان هوښیار باداران لری او په دی ښه پوهیژی چی دغه رټل شوی ډله ټپله هرډول معامله او له وطن سره غداری ته حاضر دی نو دغه فرصت نه غواړی اعظمی ګټه پورته کړی او هیواد یوبلی ستری ستونزه سره مخامخ کړی.

    په درناوی

  5. ګوړه ګوړه وایه خوله به دې خوږه وي. لومړی ستانکزیه ته څوک یې؟ د کوم هیواد په پاسپورت مسکو ته تللی یې؟ ستا او ستا د بادار وړاندیزونه اوغوښتنې د چا څخه دي؟ ستا ناسته کوم اعتبار لري؟ تا سره چې د مات او ګوډ ناست دي ددوی خوله کوم اعتبار لري، کوم واک اختیار لري؟ هغوی هم ستا غوندې د خپلو نامشروع ګټو او موخو د خوندي کیدلو په لټه کې دي. که په رښتیا سوله غواړې نو د افغان منتخب دولت سره کینه، د هغوی شرطونه ومنه، افغان وژنه بنده کړه او د غلامۍ ځنځير د غاړې لرې کړه. کنه بګیل مړز یې او خپل اعتبار دې په تیره توره او جاهله دوره له لاسه ورکړی. پدې کې به دې خیر وي او کنه هسې هلته او دلته غونډې د منلو وړ ندي.

ځواب ورکول سلیمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *