نثار احمد احمدي

دا ۱۵ کېږي، موږ نارې وهو چي دا جګړه د امريکا نه بلکي د افغانانو پر ضد روانه ده، مګر امارتيان يې نه مني. دا دی پرون عباس ستانګزي خپله وويل چي دوئ له امريکا سره اوربند کوي، مګر له افغانانو سره به تر يوې بلي توافقنامې پوري جګړه روانه وي. د دې مطلب دا دی چي طالبانو په قطر کي نهه مياشتي له امريکايانو سره مزې چړچې وکړې، فقط يې دا اوربند پکي راوويست. دا داسي اوربند دی چې امريکايان به نه په نښه کېږي. که د امريکايانو کاروان، باغران ته ځي، که انار درې ته ځي، د اسلامي امارت مجاهدين به ډز نه پر کوي. مګر بالعکس به دلته په کابل او نورو ښارونو کي پر ولسي وګړو د طالبانو ځانمرګې حملې رواني وي. 

دوئ به اول له امريکا سره جګړه دروي ‘چي اصلاً اوس يې هم درولې ده’ بيا به قطر کي څو کلونه نور له افغانانو سره د اوربند او بين الافغاني خبرو په عنوان غونډي کوي. دا له افغانستان سره د طالبانو د اسلامي امارت چلند دی. دا يې هدف دی. بيا دي څوک غورې نه وهي چي امارتيان د افغانانو دښمنان نه دي. بيا دي څوک پورته پورته نه کېږي چي دا جګړه د اشغال پر ضد روانه ده. 

طالبان يوه طرف ته ټرمپ ته زارۍ کوي چي خپل ټوېټ بېرته درواخله، توافقنامه راسره لاسليک کړه، بل طرف ته يې پرون په کابل او پروان کي پر ولسي وګړو ځانمرګي بريدونه کړل، چي ذبيح الله مجاهد يې په ډېر وياړ سره مسئوليت پر غاړه واخيست. دا يو هدف لري، هغه دا چي طالبانو د افغانانو په وژلو پسې پنجابی ساتول راخيستی دی، له امريکا سره هيڅ مشکل نلري. يوه ډله د سولي پر نوم خيالي مينانو بيا د ټرمپ له لوري د سولي د خبرو لغو کېدو ته د فرېب اوښکي تويولې. يا يې په مستقيم او غيري مستقيم ډول ولسمشر غني نقداوه چي سوله نکوي قدرت غواړي. 

مګر دا دی وګورئ د قطري ښوروا خورو د توافقنامې اصلي بڼه وړاندي سوه. دوئ له امريکا سره پر دې توافق کړی و چي نه ډز درباندي کو، مه يې راباندي کوئ. مګر پر بې وزله افغانانو به يې د پنجاب په دستور  جهادي بريدونه روان وي. سړی حيران سي چي دا څه ډول د اشغال پر ضد جګړه ده چي په اصطلاح پر اشغالګرو به ډز نکوي، اما بې ګناه هيوادوال به په يوه او بل نوم وژني. داسي سوله چي د افغانستان ارزښتونه پکي خوندي نه وي، او زموږ د هيوادوالو سرونه پکي پناه نه وي، اصلاً سوله نه بلکي توطئيه ده او دا ولس يې نه مني. 

طالبان نه د افغانستان حکومت مني. نه ټاکني مني. نه روغتيايي خدماتو ته درناوی لري. نه تعليمي بنسټونه ترې خوندي دي. له رسنيو نيولې، تر هټۍ والو ټول د دوئ تر تهديد لاندي دي. په ټول هيواد کي داسي څوک نسته چي د کورنۍ غړی يې د طالبانو په ماين يا تررويستي ځانمرګې حمله کي نه وي وژل سوی. پوښتنه دا ده چي دوئ د دې هيواد لپاره له وژلو پرته بله څه برنامه لري؟ د دوئ اقتصادي، سياسي، روغتيايي او نور د بيارغاوني پلانونه څه دي. دا هيواد خو څه د طالبانو حجره نه ده چي په سوال او خيرات چليږي، نه د ايران، روسيې او پنجاب په تورو پيسو دا ملک ساتل کېږي. 

طالبان غواړي افغانستان يوار بيا توري تيارې ته ور ټېل وهي. يوار بيا زموږ د وطنوالو په سرو وينو رغېدلي ابادۍ د پنجاب د ګټو خوارک کړي. يوار بيا د دې وطن د ناموس ساتونکی (پوځ) دړي وړي کړي. دوئ نه سوله کوي، نه امن غواړي. د دوئ هدف قدرت دی. داسي قدرت چي پنجاب يې مشر وي، ملا هيبته الله او امارتيا يې عسکر وي او د کابل پر واټونو بيا د پنجاب ملېشې اعدامونه وکړي، وطن او ملي ګټو ته ژمن هيوادوال ووژني. 

د افغانستان حکومت ته په کار ده چي تر هغو د سولي هيڅ ډول خبري ونه مني چي امارتيان خپله له افغانانو سره مذاکرې ته چمتو سوي نه وي. دا څه مانا لري چي جګړه د امريکا پر ضد کوي، مګر له هغې سره سوله کوي، اما بېرته افغانان وژني. دا سوله نه ده دا پنجابۍ دسيسه ده. ولس دي د دې دسيسې لپاره چمتو واوسي. 

One thought on “عباس ستانګزي د امارت اصلي څېره بربنډه کړه”
  1. ستاسو نظر کاملا درست او پرحقایقو ولاړ دی.

    دا څلوېښت کاله کيږي چې افغانستان د پنجاب د شومو اهدافو لپاره په اور سوځي .
    پنجاب د خپل تاسیس له ورځې راپدېخوا د هند او افغانستان ترمنځ د سرطان د دانې حیثیت لري چې دواړو هېوادونو ته یې تل د سر درد پیدا کړیدی. هلته په کشمیر دعوه لري او د دغو مظلومو مسلمانانو یوه برخه یې په زور اشغال کړي او د هند برخې کشمیریانو ته یې ستونزې زېږولي او کله نا کله هلته تروریستی حملې کوي چې د هند دولت مجبورا هلته خپله نظامي قوا اضافه کولو ته هڅوي.
    له بلې خوا زمونږ د تاریخي هېواد یوه لویه برخه یې د وسلو په زور اشغال کړې او زمونږ هغه پښتانه ورونه چې د خپلواکۍ غرور او احساس لري ، او د پنجاب پرضد قیام کوي ، په ډېره بېرحمي سره وژني.
    پنجابیانو د افغانستان د کمزوري کولو لپاره په افغانستان کې شرپسنده ، ورانکارې او تروریستي ډلې په مختلفو نومونو جوړې کړیدی او تل یې ملاتړ کړی دی.
    کله چې شهید سردارمحمد داود خان د پښتونستان داعیه یو ځل بیا را ژوندۍ کړه ، د پنجاب د استخباراتو ادارې په ډېر مهارت سره په افغانستان کې د اخوان المسلمین له غړو نه خپل ملاتړ شروع کړ او هغوی یې تشویق کړل چې هلته پنا ه وروړي. دوی د پنجشیر ، لغمان او شینوارو په سیمو کې یوډول اغتشاشونه په لاره واچول او محمد داود خان ته یې وښودله چې که تاسو د پښتونستان د خپلواکۍ ملاتړ کوئ ، مونږ هم تاسو ته مزاحمت کولی شو.
    د پاکستان چپ ګرا ګوند « پیپلز پارټۍ » د ذوالفقار علی بوټو په مشرۍ نصرالله بابر ، مولانا سمیع الحق ، مولانا فضل الرحمن ، قاضي حسین احمد ، جنرال اختر ، جنرال اسد دراني ، جنرال حمیدګل او نورو په ډېر مهارت سره زمونږ له هېواده تښتېدلی اخوانیان سره راټول کړل ، هغوي یې تر روزنې لاندې ونیول او د راتلونکو شومو پلانونو د عملي کولو لپاره یې تربیه کړل. په خواشینۍ سره باید ووایو چې د « 1357 کال د ثور د 7 » بدلون او د هغوي د عجولانه تصامیمو د پاکستان تبر ته لاستۍ ورکړ ، د عربي هېوادونو په مالي او د غربي هېوادونو په سیاسي او نظامي ملاتړ سره زمونږ په هېواد کې داسې اور بل کړ چې لاتر اوسه د دې اور خس او خوراک یواځې افغانان دي. پنجابیان یواځې پدې بل شوي اور پترول وراضافه کوي ، مختلفې انسان وژونکې ډلې په یو او بل نوم روزي او بیا یې د افغانستان د سوځولو لپاره رالېږي.
    زه خپلو هېوادوالو ته وړاندیز کوم چې له دغه څلوېښتو کلونو جګړو نه درس اوپند واخلئ . ټول مشران ، قوماندانان چې هرچېرې وي په خپلو کړنو غور وکړئ . آیا تاسو رښتیا کافران وژنئ او که خپل مظلوم ، بېګناه ، ناتوانه مسلمان افغانان او خصوصا پښتانه وژنئ؟
    آیا دا هېوادوال ، ملي اردو ، ملي پولیس ، لارې ، سرکونه ، ښوونځي ، روغتونونه ، د برښنایې او صنعتي تاسیسات ، د برښنا پایې او لینونه ، معدنونه زمونږ نه دي او زمونږ په درد نه خوري ؟ که زمونږ دي نو ولې خپل عسکر وژنئ او ولې دا تاسیسات ورانوئ ؟
    آیا سوله یو الهي حکم ندی ؟ د الله ج پاک کلام دی چې وایی « والصلح خیر» د النسا سوره 128 آیت نو ولې عمل نه پرې کوو.
    هغه پښتو متل دی چې وایی که ته وایی چې زه یم او زه وایم چې زه یم . نه به ته یې او نه به زه یم .
    او که زه وایم چې ته یې او ته وایې چې ته یې ، هم به ته یې هم به زه یم.

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *