د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني

که څه هم د ملي يووالي د حکومت د کابينې په ځنډ د خلکو اندېښنې ډېرې سوې او له حده واوښتې خو د ولسمشر او اجرايه مشر لخوا د کابينې جوړېدل او په کې ټولې نوې څېرې معرفي کول د خلکو لپاره جالبه وه.

د کابينې پر سر مخالفتونو اوږد وخت ونيو، د هېواد حالات يې نازک کړ او په ټول هېواد کې نا امني خپره سوه، خو بيا هم په ډېرو زورونو، تاويلو او ماويلو دا دی کابينه په بشپړېدو ده چې ځينې نوماند وزيران د پارلمان رايو ته شېبې شماري.

په نوې کابينه کې ښه خلک هم سته خو داسې خلک به هم پکې وي چې دا ولس ترې ښه خاطره نه لري.

مخکې مې هم يوه ليکنه کړې وه او له ولسي جرګې مې هېله کړې وه چې د هېواد روانو حالاتو په کتو دې د کابينې پاتې غړو ته د باور رايه ورکړي، ترڅو هېواد مو د نوي حکومت له نوي پرمختګ برخمن سي.

په نوې کابينه کې ځينې سپېڅلي او د کار خلک هم دي او وړتيا يې تر وزارت هم لوړه ده. د هېواد نامتو شاعر، ليکوال او ژباړن عبدالباري جهاني په نوې کابينه کې هغه نوماند وزير دی چې د جهان افغانان او پښتانه يې پېژني، پر پاکوالي او سپېڅلتوب يې باور لري او د خدمت جوهر يې په بدن کې ويني.

د ملي يووالي د حکومت دا پر ځای او نه  هېردونکې ټاکنه ده چې د اطلاعات او کلتور وزارت لپاره يې ښاغلی جهاني نومولی دی.

عبدالباري جهاني شاعر دی، ليکوال دی او ژورنالېست دی، نږدې شپږ لسيزې يې تر شا تېرې کړي دي، د خپلې ژبې او کتلور د پاتې والي خنډونه ورمالوم دي او د پرمختګ پر لارو يې غور کړی دی،

هسې خو هم جهاني د افغان ملت ته او ژبې ته خپل مسؤليت ادا کړی دی، غاړې يې خلاصې کړي دي، د خلکو د زړونو خبرې يې تر نړۍ رسولي او د نړۍ خبرې يې هېوادوالو ته ژباړلي دي.

دغه راز يې ولس په ولسي ژبه پوه کړی دی، ولسي کيسې يې کړي دي.

جهاني چې خپله شاعر دی، کلونه کلونه يې په کلتوري مسايلو فکر کړی دی او د هېواد د نورو ليکوالو او شاعرانو په څېر يې د کلتور ژوندي ساتلو، کلتوري يرغل، ملي شتمنيو او په ټوله کې د فرهنګ د ودې لپاره دلۍ دلۍ ارمانونه پر زړه پراته دي.

زموږ په ټولنه او هېواد کې يوه اصطلاح ډېره مروج ده او ډېره ويل سوې او تکرار سوې هم ده: (( کار بايد اهل کار ته وسپارل سي.)) نو هغه يې دغه شان خلک ياد کړي دي او همدغه وخت دی، هر چا ته بايد هغه کار وسپارل سي چې کولی سي او پرې پوهېږي.

د عربي ژبې د يوې غوره وينا ژباړه ده: ((د هر کار لپاره خپل خپل خلک وي چې سرته يې رسوي)).

نو رښتيا هم چې جهاني صيب د اطلاعات او کلتور وزارت لپاره وړ شخص دی، پر ځا�� ټاکنه ده او ډېرې هېلې او تمې ترې کيږي.

ولسي جرګې ته پکار ده چې د خپل افغاني کلتور د ساتنې او پياوړتيا په خاطر د افغاني فرهنګ د غوړېدو په خاطر دې عبدالباري جهاني ته د باور رايه ورکړي او د دغه وزارت پر څوکۍ دې يې کښېنوي.

داسې وختونه او زمينې ډېرې کمې پيدا کيږي چې وړ شخص ته دې د خپل مسلک او وړتيا سره سمه څوکۍ ور ورسېږي او خدمت وکړي.

عبدالباري جهاني تعريف ته اړتيا نه لري چې زه د هغه پر شخصيت او هنر خبرې وکړم. خو ټول ولس په دې ډاډه دی چې پارلمان به په ډېره لويه شمېره نوموړي ته د باور رايه ورکړي او همدغه د ولس هېله هم ده.

که چېرې ولسي جرګه عبدالباري جهاني چې پاک او سپېڅلی انسان دی، د باور رايه ورته ورنکړي نو دا به د افغان ولس سر د پارلمان ستره جفا وي او دا به هم څرګنده سي چې رښتيا هم زموږ ولسي جرګه معامله ګره ده او نه غواړي چې کار اهل کار ته وسپارل سي.

درنښت

3 thoughts on “عبدالباري جهاني او ولسي جرګه/ سردار محمد همدرد کابل”
  1. د پارلمان د وکیلانو لپاره چی دایی د خدمت وروستی کال دی، یو ستر آزمون دی که دوی له خپل هیواد سره رښتیانی مینه لری او غواړی په عمل کی ثبوت کړی چی دوی خپل هیواد له سیاسی او اقتصادی بحران نه خلاص کړی نو ټولو کاندید وزیرانو ته خصوصا د ښاغلی عبدالباری جهانی په شان مخلصو افغانانو ته به د تایید راییه ورکړی. او دوی بیا په هغو پخوانیو خرو سپاره ول نو ژمی به تیر شی او تور والی به یی سکرو ته پاته شی.

  2. د پارلمان د وکیلانو لپاره چی دایی د خدمت وروستی کال دی، یو ستر آزمون دی که دوی له خپل هیواد سره رښتیانی مینه لری او غواړی په عمل کی ثبوت کړی چی دوی خپل هیواد له سیاسی او اقتصادی بحران نه خلاص کړی نو ټولو کاندید وزیرانو ته خصوصا د ښاغلی عبدالباری جهانی په شان مخلصو افغانانو ته به د تایید راییه ورکړی. او که دوی بیا په هغو پخوانیو خرو سپاره ول نو ژمی به تیر شی او تور والی به یی سکرو ته پاته شی.

  3. ګران سردار محمد خانه ! د افغانستان ولسی جرګه دی وکتل؟ څه یی وکړل د جهانی سره، سره له دی چی د خپل د تابعیت د لغوه کیدو اسناد یی په لاس وو حتی ورته وخت ورنکړل شو چی خبری یی کړی وای د ټولو څخه لمړی حاجی ظاهر قدیر دی یی پری نه ښود چی خبری وکړی، رمضان بشردوست صیب وایی چی د تابعیت لغوه کیدل حد اقل یو میاشت وخت نیسی خو بیا ربانی صیب او دا نورو چی د رد کیدو څخه وروسته په دری څلورو ورځو کی اسناد برابر کړل ولی هغوی ته مو رایه ورکړل چی جهانی مو حتی خبرو کولو ته پری نه ښود؟ یا دا چی جهانی چاسره د پیسو معامله ونه کړه که څنګه؟ که دا د شمالی ټلوالو څخه وای نو اوس به د ظاهر قدیر نیکه هم نشوای ردولای خو په هر حال الله پاک دی زمونږ په دی قوم ورحمیږی بیا دی د ولسی جرګی دا خرو ته هدایت ورکړی ترڅو دغه ځوریدلی او کړیدلی هیواد او ولس له دی کړکیچن او نامعلوم حال څخه وباسی ګنی الله پاک به دا خاینان او مافیا به د دی ولس د آه په وجهه یو لوی ناورین سره مخ کړی

ځواب ورکول هلال احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *