سلطان غروال  

له دندې د عطامحمد نور لرې کېدل یو طبیعي، عادي او مشروع امر دی په دې کې نه کومه نوې خبره شته او نه هم کوم غیرعادي عمل، دا ځکه چې د افغانستان اساسي قانون له مخې  ولسمشر حق لري له غوره شویو بنسټونو پرته ټول دولتي مامورین تبدیل، مقرر او ګوښه کړي نو ځکه خو له دندې د عطامحمد نورو لرې کول د نورو والیانو له لرې کولو سره هیڅ توپیر نه لري او عطامحمد نور کومه استثنا نه ده. عطامحمد نور د ولسمشر په امر ځای ناستي والي شو او همدغه سړی د ولسمشر په امر بېرته د بلخ والي په توګه مقرر شوی و هیڅ غیرقانوني مسله په دې ځای کې نه وه او نه ده. خو هغه څه چې په دغه ځای کې غیرعادي او د پام وړ دي هغه د ځینو مافیایي کړیو شرارت دی او دوی فکرکوي چې دا نور هغه د ځینو په وینا د مافیایي بوتانو نړېدو پیلامه ده او دوی ویره لري، نه چې د حساب کتاب وخت رانږدې شوی دی او له عطامحمد نور وروسته به د هغو نورو وار هم راورسېږي چې په تېرو کلونوې کې یې له ناروا لارو پانګه راټوله کړې، ځانونه یې د خلکو په وینو پړسولي دي. اوس کرار کرار بربنډېږي چې مفسدین، غله، لوټمار، یرغملګر او جنایتکار باڼدونه له یو بل سره په بېلابیلو مزو تړل شوي او که چیرې یو مزی  کش شي نوره ټوله شبکه ورسره لړزېږي. ښه بېلګه یې د عطامحمد نور په ملاتړ د پنجشنبې ورځې په کندهار کې د زابل او کندهار ولایتي شورا ګانو ځینو غړو په ګډون جوړه شوې غونډه وه. د غونډې ګډونوالو له دېر لرې د خپل چاپېریال، کور کلي، ولسوالۍ او ولایت له اټنبارستونزو سره سره ډېر لرې پر څوکۍ د عطامحمد د پاتې کېدو په ملاتړ غاړې تازې کړې. ته به وایې چې دغو خلکو په ډېره هوښتیارتیا، پاک زړه او ډېر نوښت خپله سیمه ګل او ګلزار کړې او اوس د بلخ غم اخیستي او نه غواړي چې هغه ولایت ناامنه شي نو ځکه خپل ولسمشر ته خبرداری ورکوي چې دغه څوکۍ د عطامحمد نور ونډه او حق دی او باید ترې وانخیستل شي. دوی له خپله انده ولسمشر ته مشوره او که نه پوهېږم خبرداری ورکړ چې عطامحمد نور دې له دندې نه لرې کوي. یوه خو (سیدجان خاکریزوال) لا له دندې د دوستم او احمدضیا په شړلو ولسمشر ګرم وګاڼه او ویې ویل چې داسم کار نه دی؟! … یو بل ګډونوال د زابل ولایتي ولایتي شورا رییس عطا جان حقبیان په دې برخه کې لا ډېر وړاندې لاړ او نړیوالو ته یې خبرداری ورکړ چې د افغانستان په چارو کې دې لاسوهنه، نه کوي او… په دې سره هغه بیت چې څوکاله مخکې هم کوم ښاغلي د خپل مطلب تایید له پاره راوړی را یاد شو چې وایي:

« لکه سر دپسه په اور غاښونه سپین کړي  هسې ماته هم له غمه خندا راشي»

په زابل کې څه حال دی هغه ملا چې یوازې خلک د خپلو بچو زده کړو ته هڅوي په ډزو وژل کېږي، د ټول هیواد په کچه د اداري سمون او ملکي خدمتونو کمېسیون له خوا د اخیستل شوې ازموینې په ۱۲۰۰ ګډونوالو کې یو زابلی نه لیدل کېږي، د کانکور ازموینو او بهر ته تللو بورسونو کې د زابل ونډه څومره وه؟ د زابل د پوهنې څه حال دی؟ له دې ټولو سره سره د ولایتي شورا رییس بیا د عطا محمد نور د څوکۍ غم اخیستی، ته به وایې چې زابل کې هرڅه سم دي له ولسوالیو بهرني ترهګر ایستل شوي، د زابل بچیان (نجونې او هلکان) په ډاډه زړه ښوونځیو ته روان دي خلک سوکاله ژوند لري اوس نو بلخ پاتې دی چې باید حقبیان یې د حق په بیانولو سره د ولایت پر څوکۍ د عطا محمد  پاتې کېدو غم باید وخوري.

په داسې حال کې چې په کندهار کې له اوږدو کلونو راهیسې له ۱۶۰ ډېر ښوونځي تړلي دي. دغه راز، د زابل له ۲۵۰ ښوونځیو یوازې ۱۰۰ یې تش په نوم پرانیستي دي او نور ټول تړلي دي په دې سره میلیونونه ماشومان له زده کړو پاتې دي او دا هغه څه دي چې جبران یې ناشونی دی خو اصلي خبره د عطا نه بلکې د فساد ده  او دې غونډې وښوده چې د فساد او مافیا ریښې څومره ژورې او اوږدې دي.

ښاغلی خاکریز وال چې د ټولو اسلامي، انساني، افغاني، پښتني او کندهاري سپیڅلي دود خلاف چې د ملیمنو او مشرانو درناوی یې ذات او جوهر جوړوي د هیواد ولسمشر چې اوللامر ګڼل کېږي سپکې سپورې وایي چې دا په خپله  هغه چې وایي:

«کاسه یې چیني که صدا میکند  خود صیفت خویش ادا میکند »

دغه ښاغلی له کومه ځایه او له څه وخت راهیسې د دومره ملي او پراخ لید خاوند شو چې د دوستم، احمدضیا مسعود او عطا محمد نور د څوکیو غم خوري. که ده له یاده ایستلي وي یو ځل دې له کندهاریانو د ګلم جم ملیشو نارواوو او نادودو پوښتنه وکړي چې خلک څه وایي؟  لرې به نه ځو ښاغلی خاکریزوال خو ۷ او ۸ کلن نه دی چې په کندهار کې یې د ژېړۍ کمپ کې د حامد کرزي د واکمنۍ په پیر له شمالي ولایتونو د عطا او دوستم له ظلمون ورغلیو کډوالو کیسې نه وي اورېدلي؟ زه باور لرم چې هغه مهال هر ضمیر لرونکي کندهاري د خپل توان په اندازه ان له توانه بهر هغو مظلومو کډوالو سره مرسته کړې وه چې یوازې په دغه جرم له خپلو کورنو او ځمکو شړل شوي وو چې نیکونه یې کندهاریان او په پښتو ژبه غږېدل. بله یې لاداچې ځوان جنرال عبدالرازق هم له دندې د عطامحمد نور په لرې کېدو خوابدی کېږي او وایي چې عطا محمد نور په مزار شریف کې امنیت راووستلی او… . ته ولې دهغو کندهاریانو غم نه خورې چې هره ورځ د بچیانو د ویر پر ټغر ناست وي، ستا ترټولو غوره دنده د خپلو خلکو امنیت دی او بله دا چې ولسمشر عطا محمد نور په غیر قانوني توګه له دندې نه دی لرې کړی بلکې خوا بدي کېږو به نه او له زړه راباندې ګران وې او یې! ستا دغه دریځ ناقانونه دی دا ځکه چې د افغانستان اساسي قانون دولتي لوړ پوړي مامورین په تېره پوځيان له سیاسي فعالیت او سیاسي دریځه منع کړي خو تاسې په خپلو دې څرګندونو اساسي قانون چې ملي وثیقه ده تر پښو لاندې کړ.

د کندهار او زابل عزتمنو! په دې سره خپل وزن مه کموﺉ په خپل کور کلي کې ډېرې ناخوالې لرﺉ چې د لرې کولو مسوولیت یې ستاسې پرغاړه دی. ښاغلو!  عطامحمد نور خپله هم ډېرې پیسې ټولې کړي پر هغو پیسو یې ډېر لنډغر پیدا کړي چې دواپړي یې وکړي او دده د غوړې شورا د څمڅې لاستی دومره اوږد نه دی چې ستاسې کاسې ته څه پرې درواچوي.   

One thought on “عبدالرازق، خاکریزوال او… ! د څمڅۍ لاستی لنډ دی”
  1. Ghar Wall Sahib, I don’t think these people have read
    Qanoon-i-Assasi or I doubt they know what Qanoon-i-Assasi is, or they are corrupt like Atta Noor and afraid their turn will come. The US Government knows the amount of assets and cash these warlords have and that is the root cause of the problems and will definitely do something about it. I loved you writing.

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *