عبدالرحمن

د پښتونخوا تاریخي کلې زیده د پښتنو د قامي او کلتوري تاریخ یو لوې سنګر دی ــــ دلته د شلمې پیړۍ په پیل کې ددې خاورې بچو د وخت د لوي سامراج پر ضد د مزاحمت ، ازادۍ او قربانۍ مشالونه بل کړي دي ـــــ دلته په دغه لارو کوڅو او حجرو جماتونو کې د باچاخان د فکر او شعور پلوشې اوس هم خورې دي ـــــ دلته په پولو پټو او ورشوګانو کې د انقلاب د سندرو انګازې اوس هم اوریدل کیږي ـــ

ددې کلي یو سړې وو ـــــــ ډیر دروند او خوږ سړې ـــ ډیر قدردان سړې ـــ چې د کلي لویو وړو به ورته خان کاکا ویل خو پلار پرې نوم عبدالعزیز خان ایښې وو ــــ د کلي خان وو ـــ د زمکو جایدادونو مالک وو ـــــ خو چې د وطن او اولس مینې يي په زړه کې غورځنګ اووهلو نو خپله خاني يي د خپل اولس د سره زار کړه

کال نورلس سوه شپږ دیرشم ـــــ په هندوستان کې د انګریز سرکار په مشرۍ د اسمبلیو لپاره انتخابات کیږي ـــ یو خوا مینه ده ، رڼا ده ، خاوره ده ، وطن دې ، د ازادۍ ارمان دې ، د عدم تشدد فلسفه ده ـــــ بل خوا زور دې ، ټوپک دې ، حکومت دې ، ریاست دې ، دولت دې ، خانان دې او نوابان دي.

یو خوا عبدالعزیز خان د کلي یو ساده باده ځوان دې خو د وطن په خمار مست دې بل خوا سرصاحبزاده عبدالقیوم خان دې ـــ هغه صاحبزاده چې د اسلامیه کالج لپاره د خوازو زارو له کبله ورته خلک د ؛سرحد سرسیداحمدخان ؛ وايي ـــ هغه صاحبزاده چې په صوبه کې د لوي بریتانوي چارواکي سرجارج روس کیپل نیزدې دوست دې ــ د انتظامیې مهم شخصیت دې ـــــــ باچاخان پخپله په موقعه نشته خو خداي خدمتګار په سیمه کې لکه د رڼا د استازو خوریږي ـــــ انتخابات کیږي ــــــــ او سرصاحبزاده عبدالقیوم خان د عبدالعزیز خان په لاسو ماتې خوري ــــــ

په نورلس سوه پینځه څلویښتم کې بیا انتخابات کیږي او عبدالعزیز خان د مسلم لیګ عبدالقیوم باچا له ماتې ورکوي

عبدالعزیز خان وو داسې سړې چې د خپل خدمت او وفادارۍ له کبله يي د زیدې د ننګیالي اولس مینه او رورولي ګټلې وه ـــــــ

خو د انګریز سرکار او د هغه د وفادارو پر ضد دا مبارزه دومره اسانه نه وه ــــــــــ په دغه ننګ او پښتو کې عبدالعزیز خان د خپل ژوند شل کاله د جیل د تورو تنبو شاته تیر کړي دي.

د ماضي نه حال ته راځو ــــــــــ

د اپریل دیارلسمه نیټه کال دوه زره اوولسم ـــــ د زیدې کلي د اقبال سحر ځوې مشال خان د خپلې خاوروې د ننګیالو یاد تازه کوي او په خپل پوهنتون کې د نفرت او جهالت  پر ضد د مبارزې په سزا کې په دار خیژي ــــ او په دویمه ورځ د هغه په وینو سور کفن کلي ته رسي ــــــ هغه اقبال سحر چې ټول عمر يي د خپل وطن د ابادۍ خوبونه لیدلي دي ـــــــ نن خپل خوبونه ټوټې ټوټې او په وینو سره ویني ـــــ خو د باچاخان د امن او استقامت سبق نه هیروي ـــــــ د کلي د خلکو پر وړاندې د خپل مشال خان کفن ږدي او د خپلو اوښکو د لارې ترې پوښتنه کوي چې نن د د ظلم او مظلوم په دې جګړه کې تاسو د چا ملګري يۍ ؟

د زیدې هغه ننګیالي خلک چې په خپلو وینو يي د وطن د ناوې خالونه ښایسته کول نن د خپل مشال خان د سرو وینو په وړاندې د یو تنګ نظره ملا په لمسه بې وسه او بې حسه ولاړ دي…. او د کلي په لارو کوڅو کې د ویرې او بدګمانۍ تورې سیلۍ الوزي ـــــ

آه خدایه ! په دغه ورځ به د باچاخان روح څومره بیقراره وو؟ د عبدالعزیز خان او د هغه د ملګرو د قربانیو دا انجام؟ دا مونږ د تاریخ کوم ړوند دور ته ورسیدو؟

د کلي نه لرې د یوې وړې غونډۍ نه یو اواز راوچتیږي ـــــ د کلي په ورشوګانو راخوریږي او د کلي په غټ بازار راتیریږي

خدایه دا بازار تاله کړې په مغلو !

اقبال سحر د ځوې د جنازې سر ته ولاړ دې ـــــ خپل پردي شو او پردي خو هسې خو پردي وو ـــــ د جمات نه د جنازې د اعلان په ځاي د جنازې نه کولو اعلانونه خوریږي ـــــــــ  زیده او بې ننګي؟ دې ملا په خلکو کومې کومې لوبې اونکړې ؟

خو چاته دا مالومه نه ده ــــــ چې د مشال خان د وینو هر څاڅکي د رڼا او بیدارۍ نوې مشالونه بل کړي دي ـــــــ په ؛ویل چیر؛ کې ناست یو ښایسته ځوان چې په دواړو خپو معذوره دی د جنازې ځاي ته رسي ــــــ زړه يي ټوک ټوک او احساس يي زخمي دی ــــــ خو د بغاوت جذبه يي اوس هم ژوندې ده ــــــ خلکو ته وايي چې که نن مو ددې خپل بیګناه بچي جنازه ونکړه نو تاریخ به مو کله هم اونه بخښي.

داسې ښکاریده چې دې ځوان د خپل نیکه د ننګ او پښتو اواز اوریدلې وو ــــــ دا بل څوک نه وو د زیدې د عبدالعزیز خان نمسې عبدالرحمان وو ـــــــــ زورور عبدالرحمان چې د یرې او وحشت په دغه ډکه فضا کې د خپلې خاورې د ریژیدلي ګل په ننګ اودرید ـــــــ

عبدالرحمان زورو ځکه دې چې چې کله د نورلس سوه اتیایم په لسیزه کې په کراچۍ کې د مهاجر سټوډنټس فیډریشن وسله والو په پوهنتونو کې پښتانه زورول او له تعلیمي ادارو يي شړل نو عبدالرحمان د خپل نیکه د قربانیو په یاد کې د هغوي پر ضد مبارزې ته اودرید ــــــ او په دغه لاره کې يي د خپلو دواړو خپو قرباني ورکړه.

د نسلونو نسلونو دې مبارزې زمونږ څومره ځوانان خاورې ایرې کړل خو د خپلې خاورې سره يي زمونږ رومانس مات نه کړی شو ـــــــــ د عبدالعزیز خان نه راواخله تر عبدالرحمانه ، د ملک احمد یوسفزي نه راواخله تر شیرین یار یوسفزي،  د الف جانې خټکې نه تر ثنا اعجاز او د اقبال سحر نه راواخله تر مشال خان یوسفزي پورې دا ټول مشالونه مونږ د وخت او سیاست په طوفانونو کې په خپل وینو ژوندي ساتلي دي.

د عبدالرحمان د ننګ اواز په زیده کې د انقلاب مړې ایرې بیا راژوندۍ کړي دي ــــــ د خلکو په زړونو کې يي د بیوسۍ او ویرې بلا وژلې ده ــــــ نن ټول خلک د مشال خان په قبر د ملامتیا اوښکې تویوي ، د اقبال سحر نه معافي غواړي ، د مشال خان لپاره د انصاف اواز وچتوي ــــــــ او د هغه په قبر شمعې مړې کیدو ته نه پریږدي ـــــــ

جنګ خو د کلي مینځ ته راغلو

نامړده پاسیږه چې ملا دې اوتړمه

2 thoughts on “عبدالرحمانه زوروره!/ شاهین بونیری”
  1. سلام علیکم قدرمنه شاهینه وروره!
    ماشال ورور ته د الله جنتونه ورکړی.
    تا ته د الله اوږد عمر درکړی تر څو د لر او بر دا په جحالت تورۍ تیارۍ لارۍ او کوڅۍ را ته رنا کړي.

    په درنښت

ځواب ورکول ببرک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *