تاند- عبدالرحیم مسلم دوست وايي، د امریکا ږغ اشنا راډیو هغه راپور ناسم دی چې پر اساس یې دی د داعش مرستیال مشر معرفي شوی دی.
مسلم دوست تاند ته په یوه راستولي بیغام کې ویلي«امریکا ږغ ته د ننګرهار د کوټ ولسوال حاجي غالب په مرکه کې ویلي چې زه د داعش مرستیال یم. خو زه په دې ډېر حیران یم چې امریکا ږغ ولي په دې موضوع خبره نه ده؟»
مسلم دوست همداراز ویلي چې دوه کاله پخوا یې له داعش څخه لاس اخیستي دي.
«د ۲۰۱۵ د سپټمبر په شپاړسمه ما له داعش سره خپل بېلتون اعلان کړ.»
ده زیاته کړې«کله چې داعش د ننګرهار د کوټ او شینوارو ځیني خلک بندیان کړل، ما له دې ډلې سره اړیکې پرې کړې. هڅه مې وکړه چې نیول شوي کسان خوشي کړم خو داعش راسره ونه منله او هڅه یې وکړه چې ما ووژني.»
مسلم دوست د تېر کال په جولای کې هم ویلي و چې نور د داعش غړی نه دی او د داعش ډله د سیمې د استخباراتو له لوري جوړه شوې ډله ګڼي.
عبدالرحیم مسلم دوست یوه موده په ګوانتنامو بند کې هم تېره کړې ده خو له خلاصون وروسته یې د څه مودې لپاره په ننګرهار کې د داعش مشري کړې ده.
داعش، چې ځان اسلامي دولت بولي، په وروستیو څو کلونو کې په ننګرهار ولایت کې بوږنوونکي جنایتونه کړي دي.
په افغانستان او پاکستان کې فعالو داعشیانو، چې ځان د عراق د اسلامي دولت د خراسان څانګه ګڼي، د کابل د سردار محمد داوود خان روغتون د تروریستي حملې په شمول د ګڼو انتحاري او بمي حملو مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
دوی هم د عراق او سوریې د داعشیانو په شان په بې رحیمۍ کې ساری نه لري.
د افغانستان استخباراتي او امنیتي چارواکي باور لري چې په افغانستان کې داعش ډله هم پاکستان جوړه کړې ده.
د مسلم دوست یي کور ودان چي له داعشه وتلی دی> مگر خبره دا ده چي له دومره علم سره سره ولي ّپه اوله کې له داسې ډلې سره یو ځای کېده چې د طالب غوندې په قتل او جنایت باندې ایمان لري ؟ بیا یې هم کور ودان چې د قاتلانو له صفه رابیل شو.
زما له داعش سره هيڅ اړيکې نشته
عبدالرحيم مسلم دوست
په ۲۷/۲/۲۰۱۷ م د سې شنبې په شپه د امريکا غږ راډيو زما ( مسلم دوست ) په هکله يو غلط راپور خپور کړ چې ګنې زه دداعش قوماندان يم. دا راپور د هغې مرکې په بنسټ خپور شو چې برېښنا امرخېل د اچين له ولسوال ( حاجي غالب ) سره کړې وه. حاجي غالب خو يونالوستی شخص دی، چې له رسنيو ناخبره دی؛ څه ګيله ترې نشته. خو زه دې ته حيران شوم، چې د امريکا غږ راديو ولې دومره ناخبره ده؟!. ما څه کم دوه کاله مخکې هغه وخت له له داعشيانو نه د برائت اعلان وکړ، چې داعشيانو د ننګرهار د کوټ او شينوارو څه بنديان ونيول، مايې د را ازادولو کوښښ وکړ؛ خو داعشيانو ونه مانه او زما د وژلو ګواښ يې هم وکړ. ماله داعش نه په ۱۶ ستمبر ۲۰۱۵ م د برائت اعلان وکړ. داعشيانو هغه بنديان په ظلم او وحشت ووژل. له هغه وروسته داعشيانو زما دوه ورېرونه هم ووژل، چې يو يې (طارق ) نومېده او د جلال اباد خالص فاميلو کې يې وواژه. دوهم يې اسماعيل نومېده، سوريې ته تللی و او د خراسان د داعشيانو په شيطانۍ د عراق او سوريې داعشيانو په دې بهانه وواژه، چې ته د حافظ سعيدخان له اجازې پرته راغلی يې. دا سمه ده چې ما په لومړيو کې له داعش سره د حديث مطابق ددې لپاره بيعت کړی و، چې مړينه مو په جاهليت کې نه شي. خو مشر او قوماندان يې هيڅکله پاتې شوی نه يم. او کله مو چې دداعشيانو ناروا وليدل، نو په هماغه اوائلو کې مې ترې د برائت اعلان وکړ او له هماغه تاريخ نه راپه دېخوا زما له داعش سره هيڅ اړيکې نشته.