تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: د ولسمشرۍ نوماند عبدالله عبدالله د اشرف غني د بریا د جشن په غبرګون ویلي، یو څوک دې نوموړي ته ووايي چې د لومړنیو پایلو جشن دې نه نمانځي.
ښاغلي عبدالله تېره شپه د خپلو سیاسي پلویانو په منځ کې د ولسمشر غني د جشن تر مراسمو وروسته وویل، دا لومړنۍ پایلې دي او وروستۍ پایلې لامعلومې نه دي چې نوموړی ورته جشنونه نمانځي.
په همدې حال کې عبدالله عبدالله خپره فیسبوک پاڼه په افغانستان کې دامریکايي ځواکونو له قومندان سکاټ میلر سره د لیدنې انځور هم خپور کړی او لیکلي یې دي چې له میلر سره یې د امنیتي لاسته راوړنو او د سولې مذاکراتو په اړه لیدلي دي.
خو د اجرائیه ریاست یو شمېر سرچینې وايي، په لیدنه کې ښاغلي عبدالله له جنرال میلر سره د ټاکنو د اعلان شویو پایلو په اړه هم خبرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو کمېسیون په لومړنیو پایلو کې اشرف غني په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو بریالی نوماند اعلان کړ او د عبدالله عبدالله رایې یې ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه اعلان کړې چې نوموړي یې سمدستي په یوه اعلامیه کې له منلو انکار وکړ.
د دغه اوسنیو تنظیمی او ګوندی کړیو څخه افغانان او نړیوال په کلکه کرکه او نفرت لری.
په دغه اوسنیو شرایطو کی د افغانستان لپاره د ولسمشر ښه انتخاب مونږ افغانانو او نورو نړیوالو ته فقط او فقط غیر تنظیمی او بی پری شخص مناسب دی.
ځینی وطنوال او یا خیال پلوه ورورنه دې خپل ځانونه د قدرت او چوکۍ په خاطر یو خوا او بل خوا نه ځغلوی یا دا چه د ځینو بهرنیانو وخت دي بیځایه نه ضایع کوی.