تاند، پنجشنبه، د حوت لومړۍ: عبدالله عبدالله د اروپايي تولنې د بهرنیو چارو استازي جوزف بورېل ته په یو شکایت لیک کې ویلي، تاسو د افغانستان د خلکو او ټاکنیز ټیمونو د غوښتنو خلاف او د اروپايي ټولنې له لوري د بې پرې والې په نه پام کې نیولو سره متقلب ټیم ته د بریا مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي عبدالله عبدالله په د‌ې لیک کې ویلي چې تېرو ۱۹ کلونو کې اروپايي ټولنه د افغانستان د یو پياوړي متحد په توګه پاتې شوې او له افغانستان سره یې په هره برخه کې مرسته کړې ده.

وینا پاڼه کې عبدالله کابل کې د اروپايي ټولنې له ادارې هئیت څخه غوښتي چې د خپلو څرګندونو پر وړاندې د افغانستان خلکو ته اړین وضاحت ورکړي.

ښاغلي عبدالله  یو ځل بیا د ټاکنو پر داوړو کمېسیونو نیوکه کړې، او ویلي چې پرېکړې یې له قانون او طرزالعملونو سره په ټکر کې او د دولت جوړونکي ټيم په خوښه نیول شوې دي.

4 thoughts on “عبدالله، ولسمشر غني ته د اروپایي ټولنې مبارکۍ ورکولو ګیله من کړی دی”
  1. ډاکتر صیب هغه متل دی چې وایی پس از ګوز زدن چهارزانو فایده ندارد.
    یا د کونډې په خره سپرېدل یو شرم او کښته کېدل یې بل شرم .
    اوس چې پوهېږې کار دې شویدی ، کرار کښېنه او خوند واخله .
    مه شر جوړوه ، مه ځان بدنامه کوه ، مه خلک وژنه مه شر جوړوه او مه زمونږ ویاړلی افغانستان د نړیوالو له نظره تحقیروه.
    آبرومندانه خپله ماته او ناکامي ومنه او زمونږ د ګران هېواد له سپېڅلو خلکو له احساساتو سوئې استفاده مه کوه .

  2. His action showed that he is very stupid person. King Amanullah left his Kingdom to avoid blood shed among the people of Afghanistan. if Abdullah X 2 wants to divide the country he will suffer the most.
    Jamiat party said that Abdullah is not representing the party and Ata Mohammad Noor said the same thing. If Abdullah thinks that John Kerry will come again and make him the second man in power he will bring these dreams to the grave.

  3. ډاکټر صیب لږ شرم ښه شئ دي کدام مردم؟ مردم خو شماره نه ګفته، مردم خو در اینچهار بار انتخابات به شما جواب منفی داده ای شما هستید که برای نفع شخصی خود مردم عنوان میکنین ههههه مردم شماره شناخته مردم از شما بیزار است

  4. عبدالله ته به کاردی چه و خپلو انډیوالانو ته ووایی چه یو څو دقیقی د خپلی ناکامی په وجه ښه وژاړی او خپل دماغی سترس په دغه توګه مدیریت کړی .
    بیا به ولاړشی د سفیدار قصر ته ، خپله بستره ټوله او کورته ورسره یوسی ، ځکه ملت نور د اجرائیه نازدانه ریاست او دوسری حکومت سره وداع کړی ، دا ځکه چه هیڅ دستآورد یی نه درلود اوډیره بودجه یی مصرف کړله ، او نه تنها چه دستآورد یی نه درلود په ملی کچه د پیشرفت او اصلاحاتو په مخکی یوتجربه شوی خنډ ثابت شو . د ډاکتر عبدالله دپاره په کارده چه د خپل مسلک مطابق د خپل ملت او خلکو خدمت وکړی ،متآسفانه د سیاست او حکومت داری په برخه کی نه عالی زده کړی لری نه تجربه او نه هم کومه مهمه لاسته راوړنه . تر آخره خو نازدانه او فرمایشی لوړی چوکی هم ښه عواقب نه لری ، د ملت دکرکی سبب ګرزی بهتره ده چه نه د ملت نه ګیله وکړی او نه هم د نور دولتونو نه چه دده په ناکامی نه ژاړی او یا حفګان نه کوی ، دا خو یو حقیقت دی چه خپل عمل دلاری مل . یووار خو هغه کسانو ته هم وګوره چه تا په حکومت کی معرفی کړی ؤ ، هغوی څومره له خپل حد نه پښی اوږدی غزولی او دهغو په ادارو کی فساد کوم ځای ته ورسید ؟ ایا تا دوی دقیق و څارل ؟ ستا سره ډیر بد همدغه کسانووکړل چه تا معرفی کړی ؤ دوزیرانو ، معینانو او رئیسانو په عنوان او د خپل ټیم په حساب ، خو هغوی په خپل مسؤلیتونو کی ډیر پاته راغلل اودخپل صلاحیتونو نه یی ناجایزه استفادی ستا په اتکا وکړی ښه مثال یی دوزارت خارجه ، پخوانی وزارت داخله ، اووزارت صحت عامه کمزوری خدمات ؤ اودی چه تر اوسه تر پیګیری او پلټــنی لاندی دی ….. هدایت درته غواړو !

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *