تاند، شنبه، د دلوې ۱۹مه: کابل کې د ایران سفارت د خپل هېواد د اسلامي انقلاب د بریا ۴۱ مه کلیزه ونمانځله چې د عبدالله عبدالله په ګډون یو شمېر نورو افغان سیاستوالو او جهادي کسانو هم پکې ګډون کړی و.

دغه مراسم تېره ورځ د ایران سفارت کې ترسره شول، چې د عبدالله عبدالله په ګدون د هغه دویم مرستیال محمد محقق او کریم خلیلي هم پکې ګډون درلود.

ښاغلي عبدالله ایران ته د اسلامي انقلاب د بریا مبارکۍ ورکړې تر څنګ ایران د افغانستان نږدې ملګری بللی او هیله یې ښودلې چې سیمه کې راټوکېدلی کړکېچ ژر تر ژر کم شي.

د ښاغلي عبدالله په وینا د امریکا او ایران کړکېچ نېع په نېغه د افغانستان پر وضعیت اغیز کړی دی.

اجرائیه رئیس همدراز وویل چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې ایران سره اقتصادي، سوداګریزې او فرهنګي اړیکې د پراخېدو په حال کې وې، او دغه لړ کې هڅه شوې تر څو له ټولو ګاوندي هېوادو سره د متقابل احترام په چوکات کې اړیکې پیاوړې کړي.

4 thoughts on “عبدالله، کریم خلیلي او محقق د ایران سفارت کې د ایران د انقلاب بریا نمانځلې”
  1. وطنوالو سلامونه می قبول کی۰
    دا یوه د افسوس څخه ډکه موضوع نه ده۰
    چه ایرانی او پاکستانی غلامانو د کرزی په شمول په افغانستان کی
    په قدرت کی پاتی شوی دی۰او لا هم د قدرت دعوی کوی۰
    اوس د سولی تر عنوان لاندی بیا هم د قدرت دعوی کوی۰
    که چیری دا خاینان په قدرت کی وی نو د ایران او یا پاکستان لپاره به حدمت کوی که د وطن لپاره۰
    راشی په میړانه د ډاکتر اشرف غنی کلک ملاتړ وکړی۰ البته د وطن د ملی ګټو په خاطر۰
    مننه

  2. د نیکو هیلو او احتراماتو په تقدیمولو سره!
    هر هغه څوک چې ایران او پاکستان د افغانانو خواحوږی بولې،یا خو یې دماغ اکبرو کار پریښی او یا په خپله غلامۍ ویاړ کوي او له موږ غواړې چې موږ هم د ځان په څېر د پردو د لاس یو مصرفه کاغذ کړي.

  3. I ran has given a box full of cash Euros to Karzai when he visited Iran and I am sure the Iran government has been giving money to these guys too and maybe some other individuals.

  4. ماکیک او خلیلي لا پخوا د ایران د استخباراتو فعال غړي وو ، دوی په افتخار سره د فاطمیون د لښکر لپاره زمونږ مظلوم هزاره ورونه د سورېې هېواد ته د جنګ لپاره ور ولېږل چې په خواشینۍ سره 2000 تنه یې هلته ووژل شول .
    عبدالله هم په اصل کې له همدې آخوره اوبه څښې خو په زړه کې به وایی:
    ناسته یمه له تا سره ، زړه په کندو کې دی ، ځار له بېرانه نه شم .
    که چاته د دغې شوخې کیسه نه وي مالومه بل ځل به یې درته ولیکم .

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *