تاند – د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله په کابل کې خبریالانو ته د انتخاباتو د ابتدایي نتیجو تر اعلان یوه ورځ مخکې وویل چې د ده انتخاباتي ټیم به د ولسمشرۍ د ابتدایي نتیجو اعلان ونه مني. عبدالله تور پورې کړ چې پراخې درغلۍ شوې دي او د ده ټیم یوازې هغه وخت ابتدایي نتیجې مني چې پاکې رایي له ناپاکو بیلې شوې وي.

د اصلاحاتو او همپالني د ټیم مشر  خبرداری ورکړ، که چیرته د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ده غوښتنې ونه منلې دی به د افغانستان خلکو ته مخ واړوي.

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دوشنبه په ورځ ابتدایي نتیجې اعلان کړي. د ولسمشرۍ بل کاندید اشرف غني احمدزي بیا د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه په کلکه غوښتي دي چې ابتدایي نتیجې  د دوشبنه په ورځ اعلان کړي، کنه ملت به پر کمیسیون بې باوره شي.

ابتدایي نتیجې له مهالویش سره سم ټاکل شوې وه چې د تیرې چهارشنبه په ورځ خپرې شي خو بیا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر احمد یوسف نورستاني اعلان وکړ چې ۱۹۳۰ محلونو رایي بیا له سره شمیرو، نو ابتدایي نتیجې به څو ورځې وځنډوو او د دوشبنه په ورځ به یې اعلان کړو.

عبدالله عبدالله د خبرو پر مهال نن پر دې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې دی به له هغو پاکو راییو دفاع وکړي چې خلکو ده ته ورکړې دي. عبدالله وویل، د تحول او تداوم له ټیم سره د ده د ټیم خبرې روانې دي او ده وویل چې ایتلاف به ونه کړي، تر دې مخکې اشرف غني د ایتلاف خبره رد کړې وه.

د معلوماتو له مخې نن شپه هم د دواړو انتخاباتي ټیمونو، اصلاحات او همپالنې او دوام او بدلون تر منځ په کابل کې خبرې کیږي.

0 thoughts on “عبدالله: ابتدایي نتیجې د منلو نه دي”
  1. عبدالله په د٢٠٠٩ كال كى له امريكايانو٣٥ ميلونه دالر واغيستل اوخپله خوله يي بنده كره دعبدالله په خوله كى همغه مزه پاتى ده كه احمدزى هدوكى ورواچوى بيا به هـم خپله مرداره خوله بنده كرى ده ويلى كه دانتخاباتو خپلواك كمسيون دده غوشتنى ونه منى دى به دافغانستان خلكو ته مخ ورواروى خو دى په دى ندى پوه شوى كه خلكو دى غوشتى نو دى به اوس تاكل شوى جمهور ريس وى او دوهم حًل تاكنو ته به ضرورت نه واي دميزا قلم خبره اى تن غافل
    مننه

  2. ګل مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــرجـــــــــــــــــــــان یــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې نه منــــــــــــــــــي
    مــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه يې منــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه
    شلغــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــمه

  3. وایی چی د امیر عبدالرحمن خان په وخت کی یو افغان د اروپا او امریکا له اوږده سفره بیرته خپل هیواد ته راستون شوی و او د هغه د راتلو خبر امیر ته ورسید . امیر هم هغه را وغوښت او د خپل سفر په باب یی معلومات تری وغوښت . راستون شوی افغان هم ټوله کیسه ورته وکړه او ویی وی چی په اروپا کی کارونه ښه وو خو له امریکا لږ بیرته پاته وو نو خلکو خپلو کارونو ته منډی وهلی او ژرژر یی خپلو کارونو ته ځان رساوو اما په امریکا کی کارونه بیا لږ څه ښه وو خو بیا هم ژرژر خپلو کارونو ته تلل . خو قربان شم ستا په ټولواکی کی ټوک کارونه ښه پر مخ تلل دی . خلک آرام دی . ژمی د لمر پیتاوی ته پراته وی او یا په تودوتاوه خانو کی پراته وی او اوړی د شنو ونو سیوری لاندی پراته وی . نو ستاسو تخت او بخت دی برقراروی.
    راغلو زمونږ اوسنی دولت او د انتخاباتو پایلو ته . د جوزا په24 په ټول هیواد کی د ټول ټاکنو د خپلواک کمیسیون له خوا انتخابات سرته ورسیدل . خلکو خپل سرونه په په لاسونو کی ونیول ، ځانونه یی مرګ ته ورکړل ، ګوتی یی پری شوی او رایی یی ورکړی . اما اوس یی د ښاغلی عبدالله ویندوی وړیا کودتا بولی او هغه ته نرم افزا کودتا وایی نه سخت افزا یا نظامی کودتا. خلک له ولږی سره مخامخ دی ،چا ته معاشونه نه رسیږی اوخلک بی اعتماده دی چی سبا به څه کیږی . وړیا د طلوع په تلویزیون کی ولس ته اخطار ورکوی او دومره مشتعل دی چی خپلی خبری نشی کنترولولی او وایی ما به مبارزه قانونی و دفاع از رایی مردم به شکل شفاف و تا اخرین حد مبارزه خواهیم کرد تا این کودتا چیان به دادګاه مردم سپرده شود.
    نور قضاوت به خلک وکړی چی څوک رښتای د ملت خدمتګار دی او څوک د ملت په وینو غواړی خپل ذلت بار ژوند ته ادامه ورکړی.

ځواب ورکول Gul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *