تاند– د افغانستان د ولسمشرۍ کاندید عبدالله عبدالله نن په کابل کې د خپلو پلویانو په یوې غونډې کې وویل، د افغانستان د بحران مسوولیت د هغه چا دی چې له پاکو راییو ناپاکي نه بیلوي. د ده په وینا که دا کس په ارګ کې وي یا په بل ځای کې دوی به خپل حق ترې واخلي.

 عبدالله بیا د انتخاباتو پر خپلواک کمیسیون سخت انتقاد وکړ او خبرداری یې ورکړ که د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د ده په وینا پاکې رایي له ناپاکو بیلې نه کړي د افغانستان سلامتي ته به یې زیان رسولي وي.

د اصلاحاتو او همپالني د ټیم مشر د جمعې ورځې مظاهرو ته اشاره وکړه چې د ده په وینا د کابل ترڅنګ په اکثرو نورو ښارونو کې وشوې او ډیرې پراخې سوله ییزې مظاهرې وې چې په لسګونو زرو کسانو برخه پکې واخیسته. عبدالله بیا وویل چې تقلبکاران زه پوهیږم چې اوس داسې فکر کوي چې زموږ ټول زور همدغه مظاهرې وې خو داسې نه ده موږ د خپل حق غوښتونکي یوو او غواړو یې.

عبدالله وویل، کله چې له بهرنیانو سره خبرې  کوو بیا د مخالف ټیم له خبرو خبریږو.  عبدالله زیاته کړه چې زه د افغانستان خلکو ته په پوره ډاډ وایم چې تقلب، بې عدالتي او درغلۍ نه منم، ځکه چې بې عدالتي په افغانستان کې باعث د استقرار کیدای نه شي.

عبدالله بیا وویل، موږ خپل وړاندیزونه د انتخاباتو کمیسیون ته ورکړي دي امرخیل خو ولاړ خو سکرتر به یې لاهم هم وي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم مشر بیا وویل سبا او بل سبا نورې کیسې هم لرو چې د افغانستان خلکو ته یې وایوو. ده بیا په خندا وویل چې د میدان وردګ والي ته دې خدای خیر ورکړي چې دا یې ومنله چې غږ یې ثبت شوی دی خو دومره یې وویل چې زما مطلب دغه نه و.

عبدالله عبدالله بیا وویل، په انتخاباتو کې د دولت اکثر دستګاوې داسې اعیارې شوې وې چې درغلۍ وکړي.

عبدالله بیا وویل، له اولې ورځې مې د افغانستان له ولسمشر څخه وغوښتل چې بیطرفه پاتې شي او ورته ومې ویل چې ستا بیطرفي د افغانستان سلامتي ته کومک کوي. عبدالله زیاته کړه ما ولسمشر ته ویلي وو چې ستا عزت او قدر به د پخواني ولسمشر په توګه وپیژنو.

د خبرو پر مهال د غونډې برخه والو ژر ژر د عبدالله خبرې قطع کولې، ځینو په خپلو سیمو کې یې د انتخاباتو د درغلیو یوه نیمه لنډه کیسه تیروله، ځینو بیا شعار ورکاوه او یوه وویل زموږ په نظر اشرف غني احمد زی یو القاعده دی چې له دې خبرې سره بیا د غونډې برخه والو چک چکي وکړې.

عبدالله عبدالله د خپلو خبرو په اخره کې یو ځل بیا خبرداری ورکړ او ویې ویل چې

موږ خپل شرایط د پاکو راییو له ناپاکو د بیلولو لپاره ویلي دي که هرڅوک دغه نادیده وویني مسوولیت یې بیا خپل دي او دوی دې د خپل سرنوشت انتظار کوي.

0 thoughts on “عبدالله ارګ او د انتخاباتو کمیسیونونو ته خبرداری ورکړ”
  1. ډير محترم دشمال ډلی وارث عبدالله خانه ۰په زور کلی نه کيږی ۰ هلکه عبدالله خانه هغه بل پرون دی زما ډوکان کړکی ماته کړی وه روژه راروانه ده مالګه ،خرما،مربع قطي دی پټی کړیوی ۰ماوويل خير دی ۰پرون دی بيا هغه پخوانی نشه په سرپاتی کی وه دوکان، دی چور اودموتر شيشي دی ماتی کړی اوموتر دی دغنيمت په نوم وړدی نوخدای
    دی تبا اوبرباد کړه ګل مرجانه لږ خوفکر وکړه ۲۵کاله کيږی جهاد نوروخلکو کړی وخوتاسو پرتوکول ورسره
    امضا کړی وغل وای خدای، او مل هم وای خدای ،جهاد واله خوډير کم خلک پاتی دی درنده په خپلو کورو نو کی
    ناست دی اوموتر دی ۲۵ کاله ورسته پټ کړی و هلکانو دی وويلی مونږ په غنيمت کی وړی دی ۰هغه بره کوڅه
    کی دی څو دوکانونه نوردی وهلی دی اوچور کړیدی ،کوټه سنګی خواکی دری ،څلورموټری نوری دی په غنيمت کی
    وړی دی هلکه عبدالله داکارونه به درله ښه نشی ۰پښتونستان واټ کی دی غټه لوخه غورځولی ده ۰ليونی شوی ياستی
    مياعلی صيب زيارت ته دی رسول پکاردی ۰دنړی سترنړيوال اکاډميک شحصيت ډاکتر اشراف غنی دی القاعدی ته
    منسوب کړی دی ۰ليونی شوی خو ياستی داډيره بی انصافی ده ۰دغه القاعده خوتاسوسره يوځای کار کولو اوتاسو ټول
    مصارف دغی ډلی له خوا درکول کيدل ۰اوس خيران ياستی چی څه وکړو اوڅرنګه داملی شحصيت بدنام کړو داټولی
    فيصلی رب الغزت کوی عيزت اوذلت دالله دطرفه دی په نژدی وخت کی به الله رخم وکړی الله ډير مهربانه ذات دی درناوی ګل محمد

  2. گل مرجان دا افغانستان دی ستا دپلار اصلی کور په امریکا اوایران کی دی او ته باید پوه شی چه افغانان په اختارونو نه بیریگی نو زان د سم د سری زوی کره گنه نو نوم او نشان به دی ورک شی هیله ده چه ته پدی سو تکو پوه شوی اوسی

  3. گل مرجان ي نه مني…

    ګل مرجان خو سم دم د کودتا لاپی شاپی وهی ، او امرالله صالح خو ویلی دی چی مونږ به خپل زور سل چنده کړو او مونږ به خپل مشر په زور سره ارګ ته ننه باسو . نور نو څه پاته شول.
    اوس د ښاغلی کرزی ته خدای خیر پیښ کړی . کودتا چیان خو سم تیار دی خو که زمونږ غافل مشران لږ پوه شی . پټکی خو ډیری دی که کابل یی روزی شو ښه او که نه نو د افغانستان د تجزیی بوی خو د عبدالله ګل مرجان له خولی را وځی.
    داسی کوم نر به چیرته نه وی چی د ګل مرجان خوله ورسمه کړی او یا یی سابه لږ په مالګه کړی. ځکه د ده له خولی خو ډیر بد تعفن را وځی.
    نور ولسونه د خپل هیواد د ملی منافعو لپاره له ځانه تیریږی خو زمونږ ګل مرجان وایی چی ټول افغانستان د زما له دی خوب او خیال نه چی ګوندی زه به دافغانستان ولسمشر شم ، ځار شی. دی ته وایی ملی زعیم او راتلونکی ولسمشر.

  4. گل مرجان در حالت فرار از حقیقت
    اما
    گل مرجان نمیداند که آفتاب به دو انگشت پنهان نمیگردد

  5. په داسي داړاكو ارگ ته نه راسي او كه پيا د خواښ وي نو راڅه چي سره مغلومه يي ګړو او زموږ څخه دا خړ كورونه پاتي كيږي په خداي ستا څخه ب همدغه جگ جگ غله شوي كورونه هم پاتي كيږي راځه د غلو مشره چي دا د ګوني چمجي خو ددر مړ كړو جي يخ شي

  6. نه بوهيرم جه به كومه زبه درته وليكم ؟
    ١ – أساسي قانون نه مني.
    ٢ – دا نتخاباتو قوانين نه مني.
    ٣ – انتخاباتو كميسون او داتخاباتو دشكاياتو كميسون ته دي نن جواب وركر هغه هم نه مني.
    ٤ -ريس جمهور دي هم به متقليبونو كي راوست هغه هم نه مني
    ٥ – وأي ارك به زوره نيسم
    ٦ -دخلكو أر أوته هم سبك نظره ي دا ، دا معني لري جه ملت هم نه مني
    ٧ – مظاهره دي وكري دكابل شهريان دي به تكليف كره ايا ته زورول غواري
    ٨ – سياسي خطا دي وكره دبشتون د وأتمنى لوحه دي راكشته او دري وري دي كره.
    دينه معلو ميزي جه ته ياغي او باغي ءي دزور خخه كار اخلي فكر دي أوسه كزي خلي به سوك سميزي شه به داوي جه خبله ناكامي ومني او تسليم شي ملت د تشويش خخه خلاص كري واءي ميزي جه عاجل راشي وزرونه كوي تاهم فكر كوم وزرونه كري

ځواب ورکول Fahimullah ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *