تاند- د افغانستان اجرايي رييس د ځینو پخوانیو جهادي مشرانو او قومندانانو د ګیلو په ځواب کې وویل چې د جهاد ارزښتونه تلپاتې دي او هیبڅ راز زیان به ونه ویني.

عبدالله عبدالله نن د کابینې په غونډه کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د وتلو د شپږ ویشتمې کالیزې په مناسبت د مبارکي ویلو ترڅنګ وویل:«د جهاد ارزښتونه تلپاتې دي او هیڅ غرض و مرض به یې له منځه یو نه سي. د جهاد او جهادي ارزښتونو د له منځه وړلو فکر په هیڅ ډول مطرح نه دی او دا ادعا هم ناسمه ده چې که زه وزیر وم جهاد او جهادي ارزښتونه خوندي دي او که نه وم، نه دي.»

د یکشنبې په ورځ پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د انرژۍ پخواني وزیر محمد اسماعیل خان ګیلې وکړې چې ګواکي مجاهدین څنګ ته پرېښودل شوي دي او د بهرنۍ پالیسي په برخه کې د پرېکړو په باب ورسره مشوره نه کېږي.

اسماعیل خان په وروستیو کې بیا بیا وايي چې مجاهدین له حکومته ایستل شوي دي.

خو اجراییه ريیس ډاکتر عبدالله وویل چې د ملي وحدت حکومت د ټولو افغانانو حکومت دی او د افغانستان خلکو ته د یووالي او پیوستون پیغام لري.

ده تاکید وکاوه چې د ملي یووالي حکومت پر ټولو ملي ارزښتونو کلک ولاړ دی.

اجرايي ريیس د کابینې په غونډه کې د ننګرهار د ولایتي شورا د غړې، لیکوالې او ژورنالیستې انګېزې شینوارې په مړینه خواشیني څرګنده کړه.

انګېزه شینوارې، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په یوه تروریستي برید کې سخته ژوبله شوې، تېره شپه ساه پرې کړه.

2 thoughts on “عبدالله: دا ادعا ناسمه ده چې که وزیر وم جهادي ارزښتونه خوندي دي کنې نه دي”
  1. Sayaf and other jihadists like him are not leaving the country and its people to breath. They are only thinking for them selves. They should invest their money, they collected during the Jihad era and after that, and create jobs for the unemployed youths.

  2. ګوره صیاف خانه او تورن اسمعیل خانه
    دا اوس هغه وخت نه دی چی خلک په خپلو ناروا او بی عقلو او بی ځایه خبرو وغلوی خلک اوس په خپل ښه او بد ښه پوهیږی، رشتیا هم که وزیر وی نو بیا جهادی ارزښتونه خوندی دی او که نه وی نه دی دا ستاسو هغه خیالونه دی چی ددی قدرت او چوکی لپآره وهی جهاد د ټلو افغانستان د خلکو ویاړ دی هغه یوازی تاسو پوری مربوط کیدای نشی هیله ده چی نور په دی ډول ددی بی وزله ولس له ځورونی او کړونی لاس واخلی

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *