تاند- د اجرايي چارو رييس عبدالله عبدالله وايي چې د کابینې په اړه یوازې له ولسمشر سره خبرې کوي نه له بل چا سره.

عبدالله عبدالله دا خبره وروسته له دې وکړه چې د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم په یوه مرکه کې د کابینې او دولت د نورو چوکیو نیم په نیم وېش ناممکن وباله او ویې ویل که دغسي وي نو افغانستان به دوه ولسمشران او دوه حکومتونه ولري.

عبدالله عبدالله نن په یوه غونډه کې، چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د بشري مرستو لپاره جوړه شوې وه، د جنرال دوستم د څرګندونو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:«د کابینې د جوړېدو په اړه یوازې له ولسمشر سره خبرې لرم او که څوک په دې باب معلومات نه لري زه یې نه ملامتوم.»

عبدالله عبدالله په غیر مستقیم ډول تایید کړه چې د کابینې نیمايي غړي به د ده په خوښه ټاکل کېږي او جنرال دوستم بې خبره دی.

ویل کېږي چې کابینه د دې لپاره تراوسه نه ده اعلان شوې چې عبدالله عبدالله نیمايي چوکۍ غواړي او وايي چې دا مسله د دواړو خواوو په موافقه کې یاده شوې ده خو اشرف غني دا مسله ردوي او وايي چې له یو شمېر چوکیو پرته، چې په موافقه کې یې یادونه شوې د کابینې د غړیو ټاکنه د ولسمشر دنده ده.

د دواړو خواوو په موافقه کې ویل شوي:«د ملي مشارکت د اصولو، عادلانه استازیتوب، لیاقت، صداقت او د ملي حکومت د اصلاحاتو پروګرامونو ته د ژمنې پر اساس دواړه خواوې پر دې مواردو ژمن دي: د ولسمشر او اجرايي رييس ترمنځ د امنیتي او اقتصادي ادارو او د مستقلو ادارو د مشرتابه په کچه د کادرونو په غوراوي کې برابري، د دې مساوات په نتیجه او د ۱۲ او ۱۳ فقرو پر اساس چې پاس یې یادونه وشوه، د ملي امنیت په شورا کې د دواړو مساوي حضور.»

د اشرف غني پلویان دا مني چې عیدالله عبدالله د نیمايي امنیتي او اقتصادي وزارتونو وزیران معرفي کولی شي خو د دې معنا دا نه ده چې نوموړی به د ټولې کابینې غړي، نیمايي والیان، ولسوالیان او امنیه قومندانان معرفي کوي.

باور کېږي چې ژر به د مالیې، دفاع او کورنیو چارو وزیران معرفي شي.

7 thoughts on “عبدالله د جنرال دوستم په ځواب کې وویل، یوازې له ولسمشر سره پر کابینې خبرې کوم”
  1. جناب عبدالله خان د دی نه بیخبره دی چی جنرال دوستم فعلا د دولت سرپرست او رییس دی

  2. عبدالله جان ته خپلی شخصی ، سمتی او ژبنی ګټی تر هرڅه مهمی دی. دی یی څه پروا لری که شو آبی او که نه شو للمی. اوس خو له بایللو ووت او د دولت څوکی هم له 1992 راهیسی د دوی غنیمت دی. د ربانی د خیرخانی مینی په امپراتوری کی او بیا د کولاب په دوران کی هم د ټول افغانستان مهمی څوکی د شورای نظار په واک کی وی او له دولتی پوستونه سره دوی شخصی برخورد کړی دی او لا کوی یی. د عبدالله پیغمبر ځان د افغانستان د « اسلامی دولت» د دفاع وزیر اعلان کړاو بیا یی له ټول ملت سره جګړه وکړه . له « صدراعظم » حکمتیار، د جنبش له ډلی سره ، د وحدت اونورو تنظیمونه سره جګړی زمونږ د هر هیواد وال په یاد دی.
    د عبدالله جان د « وزارت خارجه » واکداری هم د چا له یاده نه ده وتلی او ټول وزارت یی له مستریانو او پنچرمینانو ډک کړ چی اوس ټول « دیپلوماتان » دی، د هیواد راتلونکی هم همداسی درواخله. آزموده را آزمودن خطاست.

  3. عجبه نه ده جه ديو مملكت دوهم شخص دي دخبل مملكت دسياسي ،داخلي او خارجي جارو خخه بي خبره أوسي.؟
    فكر كوم دا راز خبري أتري زمونز دمشرانو نهايت كوجني والي به كوته كوي.جه دا دكوجني والي لوبي بر بادي دتول ملت دي.

  4. دا د نهایت تکبر او لویی جمله وګوری: :«د کابینې د جوړېدو په اړه یوازې له ولسمشر سره خبرې لرم او که څوک په دې باب معلومات نه لري زه یې نه ملامتوم.»
    جناب عبدالله به هم لکه پیغمبر بی امت چیرته ناست وی او د حامد کرزی له وزیرانو سره به ټوکی ، ټکالی او خنداوی کوی. اما ملت به هیڅکله د دوی دا خیانت هیر نه کړی.

  5. عبدالله اوس اوس هیڅ قانوني دنده نلري چي دومره خېزکي ور باندي ووهي . د نوموړي اجراییوي پست قانوناٌ رسمیت نلري . خو جنرال دوستم رسماٌ د جمهور رییس لومړی مرستیال او د ریاست کفالت کوی . د عبدالله برخورد د نوموړی جنرال د څرګندونو سره باید درسمی تعاملاتو او انسانی ادابو سره همنوا یی ولري . دا وطن دومره باید د داسی بی مسؤلیته کسانو لخوا چي لو لوټه يې ځانته ایښې ده را ټیټ نشي او په داسي حساس او نازک حالت کي د داسی بی مسؤلیته او ماجراجویانه کړو مخه باید و نیول شي

  6. تر اوسه پورې ښا غلي عبد الله په ټوله د کړکېچ او مشکلاتو ابزار بلل کيږي ټول ملت ورته ګوري چې دغه ازما يل شو ي بيا هم ازمايل کيږي.کله چې د يوه ښار وژونکي په دې ډول موقف کې ځاى ولري نو د مساوات، صداقت، لياقت او اهليت په معنا به د هغه وزيرڅه ډول شخصيت ولري. بيا به هم همدغه ډول خاينان د تلوېژن له لاري ملت د ” نخبګاڼ” پروګرام کې ښودل
    کيږي. خو شپه که تياره هم ده مڼې په شمار دى:
    دا غوايي حلال نه ده
    موږ ورته کاسې نيسو
    خپل مو استقلال نه ده
    پريکړي ورته موږ
    د ناجوړه حاکميت نيسو
    دا ښاغلى عبدالله خان زموږ
    دا بې سييا سته نابکار زموږ
    ……………

ځواب ورکول Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *