تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د ثبات او همپالنې د ټاکنیز ټیم مشر عبدالله عبدالله د میزان د ۶مې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو په ترڅ کې د اشرف غني د بریا له منلو انکار کړی دی.

سره له دې چې ښاغلي عبدالله څه موده وړاندې ویلي وو، که اشرف غني په رڼو ټاکنو کې بریالی شي، دی به ورته مبارکي ورکړي خو نوموړي نن پر خپله فیسبوک پاڼه د ټاکنو د لومړنیو پایلو تر اعلان څو دقیقې وروسته د ټاکنیزو پایلو له منلو انکار کړی دی.

ښاغلي عبدالله د ثبات او همپالنې د ټیم د اعلامیې په توګه په خپاره کړي متن کې ویلي، کمېسیون یې د قانوني اعتراضونو او غوښتنو له پامه په غورځولو سره له ټولو قوانینو خلاف، د ۳۰۰ زره مشکوکو رایو له ابطال پرته د لومړنیو پایلو په نوم نتایج اعلان کړل.

 په دې اعلامیه کې راغلي، د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو د قانون په احترام په ۷ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې اجازه ورکړه او په دې بهیر کې یې ګډون هم وکړ، خو د ټاکنو کمېسیون په غیرقانوني او یو طرفه ډول د رایو له تصفیې پرته د لومړنیو پایلو په نوم اعداد او ارقام شریک کړل.

اعلامیه کې راغلي چې دوی ته د درغلۍ په اساس ټاکنیزې پایلې هیڅکله د منلو نه دي او ډېر ژر به د خپلو ملاتړو په مرسته پراخ لاریونونه راوباسي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ټاکنو کمېسیون عبدالله عبدالله د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایو په ترلاسه کولو دویم مخکښ کاندید اعلان کړ خو د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني په ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو ترلاسه کولو دا ځل ټاکنې ګټلې دي.

3 thoughts on “عبدالله: د ټاکنو پایلې نه منو، ژر به پراخ لاریونونه راوباسو”
  1. عکس مې خوښ شو د متن ومحتوا سره سخت برابر دی. ریښتیا دا به هماغه د ۲۰۱۴ د اڼډوخر صحنه وي او خدای مې د غاړه نه بندوي دغه ځای کې امرالله صالح صایب هم دده څنګ ته ولاړ و ههههه

    پراخ لاریونونه

    هیڅ هم نشي کولی، صالح صاحب ورسره نشته

  2. ګل مرجان یې نه مني!!! دا هماغه ګل مرجان دی چې تېرې ټاکنې یې هم ونه منلې او ځان یې د سپي د مچ په شان په واک کې شامل کړ. دا ځل هم ګل مرجان په لوی شمېر سره ټاکنې بایلولې او غواړي چې هماغه لوبې بیا تکرار کړي. اوس نو اشرف غني ته لازمه ده چې د سپي په شانې یې وشړي او په هېڅ صورت یې په واک کې شامل نه کړي. د ده بیا شریکول به په واک کې د سلهاوو زرو خلکو د رایو سره جفا او خیانت وي. مننه

  3. اوس وخت تر پخوا دیر توپیر لري. گل مرجان يی که مني یا نه، دا دفعه يی توله دنیا مني.

ځواب ورکول سلیم ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *