حُسن مبارک بارکزی

د بیان حق د هغو حقوقو څخه دی چي په یوه ولسواکه او دیمکراتیکه ټولنه کي په یوه منظم حقوقي چوکاټ کي مطرح کېږي، چي د استفادې په لړ کي یې غواړم یو څو ټکي د کېبورد په مرسته، د ګوتو د کېکاږلو په ذریعه، د کمپیوټر د وینډوز پر پاڼه وکاږم.

لکه څنګه چي څرګنده ده د پرمختللو ولسواکه هيوادونو د درېګونو قواوو تر څنګ، څلورمه قوه د رسنیو او مډیا په نوم مطرح ده چي د لمر په څېر څرګنده او اغېزناکه قوه یې بللای شو. دا قوه له اساسه له ځانګړو ځانګړتیاوو، قوانینو، اصولو، اخلاقو او عاداتو څخه برخمنه ده کوم چي باید د رسنیو د خاوندانو لخوا څخه مراعات شي چي په پرمخ تللي او سوکاله هیوادونو کي مراعت کېږي هم، خو له بده مرغه دا عادات، اصول او قوانین په وروسته پاته او جنګ ځپلو هیوادونو کي د زورواکو، ډلو او ټپلو په ګټه کارول کېږي او په فرمایشي توګه ترې کار اخېستل کېږي.

کوم څه چي د رسنیو څخه وړاندې کېږي باید په ژورنالیستېکه تله کي تلل شوي، د مندرجو قوانینو په چوکاټ کي ځای شوي او د عامه اذهانو د نه تخریش د کره کتونکو له لوري چاڼ شوي وي چي شاید او باید یې هم د دغو رسنیو په څښتنانو پوري اړه لري، د دوی په کورني او بهرني تړاو باندي دلالت کوي او د دوی ملي مثبت او منفي افکار څرګندوي.

که چېرته رسنۍ له خپلو ژورنالستېکو اخلاقو څخه لاس واخلي او د زورواکو، ډلو او ټپلو په ګټه فرمایشي او فاشستي دريځ غوره کړي؛ لومړۍ باید د ټولني مدني حرکات او ژورنالستیک لوړ افکار د بیان د آزادی د پاس د ساتولو په رڼا کي لاس په کار شي، د دې چاري ترڅنګ دولت او ذیدخله ادارې او وزارتونه هم د ولسواکۍ او د بیان د آزادۍ د پاس د ساتولو په رڼا کي کولای شي خپل اصلاحیه رول ولوبوي ځکه د دې قوې څخه باید مثبت کار واخېستل شي نه منفي ګټه.

همدا راز د یوه رسنېز آدرس څخه د حضور او راڅرګندېدو چاري هم د ځېنو مسئولتیونو او مکلفیتونو څخه برخمني دي چي نه یوازي د ټولني په یوه عادي او عام وګړي د تطبیق وړ دي، بلکه پر هر هغه چا د پلي کېدو وړ ګڼل کېږي چي د مدیریت، ریاست، ولایت، وزارت او رهبریت په مقام، درشل او یا یې د خوبونو د لېدلو پر مهال وي.

په ځانګړې توګه د لارښود یا رهبر له آدرسه چي کومي څرګندوني کېږي باید د رهبریت له وزنه برخمني وي ځکه چي د لارښود یا رهبر د کلمې اطلاق پر یوه داسي شخص باندي کېدای شي چي د خپل استعداد، اخلاقو او غوره وړتیاوو له امله د ملت په ښودنه او پوهولو کي مهم رول ولوبوي او ملت یې هم د لارښود په توګه ومني.

پوهه، وړتیاوي، ځانګړتیاوي او د یوه رهبر کړه وړه د هغه د شخصیت په څرګندولو او د راتلونکي رهبریت په رامنځته کولو کي ډېر مهم رول لوبوي، کوم چي د یوویشتمي پیړۍ د د لارښود د مهمو ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. سالم ظاهر او باطن، دروند حضور او نورو ته په درنه سترګه کتل که د یوه رهبر له ښو ځانګړتیاوو څخه وګڼو، خو باید په یاد ولرو چي: درېشي او غاړه بند حتی یو مکمل ښاغلی نشي جوړولای بیا پرېږده یو ښه رهبر، لوړي کورۍ او آرایش حتی یوه مکمله آغلې نه شي رامنځته کولای بیا پرېږده یو ښه رهبر.

کومي څرګندوني چي په وروستندویه توګه د ځینو خود غرضه او فرمایشي رسنیو څخه د ولسمشرۍ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله له خولې نه د تلوېزیون پر پرده د مایک په ذرېعه اورېدل کېږي د ملي، افغاني او انساني اصولو خلاف او د سیاسي اخلاقو له چوکاټه وتلي ښکاري.

زه د ډاکټر عبدالله عبدالله په استهزائیه او پاشلو خبرو باندي نېوکه نه کوم؛ بلکه پر هغو خبرو یې کلک انتقاد کوم چي افغان ملت ته يې پکي سپاوی کړئ او د دې غیور ملت یوې برخي ته يې د پسونو خطاب کړئ ځکه چي دا چاره د انساني اصولو خلاف عمل دی او یوه سپکه او ټیټه کړنه ده.

عبدالله خپل په یوه ورستني کنفرانس کي پداسي حال کي افغان ملت ته د پسونو خطاب کوي چي په ظاهره یې د خندا یا ژړا تفکیک ډېر ګران برېښي او د نورو خبرو ترڅنګ داسي وایي: ( کسی ام بر ما خاب ندیده بود هیچ بر همه کس خاب میبیننـــــــ خیر باشه ـــــ او کسای که ګوسفند برشان رای دادهــــــــــــــــ که تعداد کوسفندای امی ولایت ام به امو تعداد نه میشه) او داسي نور.

لومړی دا چي که څوک د یوه رهبریت له آدرسه خبري کوي نو باید ملي، لوړ او د رهبریت په دروندوالي سمبال وغږېږي ځکه لکه څنګه چي د ټوپک چوشکه او د قلم نوکه فرق سره لري، همدا راز د یوه ملي آدرسه د مایکروفون او کامرې مخته غږېدل هم د خزې او مورچل د بیان سره توپیر لري.

په پای کي ملي شخصیتونو ته په پوره درناوي او احترام، خو ملي شخصیتونه د ملت له لیاري ملي کېږي، نو کله چي یو شخص د ملي والي ناریال پر تندي ماتوي نو باید ملت ته سپکاوی ونه کړي.

په درنښت

حُسن مبارک بارکزی ـ آسټرالیاـ

0 thoughts on “عبدالله سیاسي بلاغ ته له رسېدو څخه د مخه؛ ژبني بلاغت ته ضرورت لري”
  1. ښاغلی عبدالله فکر کوی چی پښتانه هم عجب ګوسفندی خلک دی زه ورته کنځا کوم او دوی چک چکی راته کوی . زه یی وژنم دوی را ته زاری کوی چی ته زمونږ ولسمشر شه . زه یی رایی نه منم او وایم چی تاسی ټول مړه یی خو دوی بیا وایی چی مونږ له عبدالله سره یو. زه یی افغانیت نه منم او دوی وایی چی تا ، لطیف پدرام او بهزاد رښتیا ویلی دی . نو پدی اساس ډاکتر عبدالله په حق دی او ملامتی زمونږ ده . د هغه بل خبره اوس باید له داسی خلکو سره په نرمښت خبری وکړو اوخوله په مسواک ورته پریمنځو که نه بیا به مو ووژنی.
    پدی خبرو سره دغه ښاغلی خپل ځان یوځل بیا سپک کړ. زمونږ قوم او خلک خدای درانه پیداکړی دی او د درنو خلکو درناوی او احترام کوی. هغه چی اصل او نسب یی ندی معلوم نن د ولسمشری دعوا کوی. که دی د پښتونولی دعوا کوی نو نن ولی هغوی ته د پسونو خطاب کوی؟ ښاغلی عبدالله مجبور اومکلف دی پدی اهانت سره له خپل ولس نه بخښنه وغواړی او که نه وی نو باید د اهانت په جرم محکمی ته راکش کړل شی.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *