تاند- د افغانستان د ولسمشرۍ د دوو کاندیدانو ترمنځ په لاسلیک شوې اعلامیه کې د هیواد اساسي قانون ته د ژمنې او د هغه په چوکاټ کې د کار کولو د یادونې په ترڅ کې پر هغه سیاسي چوکاټ د دواړو ټیمونو د توافق خبره شوې چې د سرطان په یوویشتمه/جولای۱۲/ دواړو خواوو پرې سلا کړې وه.

د دواړو کاندیدانو د ګډې اعلامیې په ضمیمه کې، چې د دواړو خواوو د جوړجاړي اصلي موارد پکې راغلي، لومړی ویل شوي چې دواړه کاندیدان ژمنه کوي چې یوه سیاسي موافقه عملي کړي چې پر اساس یې د انتخاباتو بریالی کاندید به د ولسمشر په توګه کار پیلوي او ژر به د ملي وحدت حکومت جوړوي. دا حکومت به دا ځانګړتیاوې لري:

۱- د افغانستان د خلکو د پیاوړتیا او د سولې، ثبات، امنیت، د قانون د حاکمیت، عدالت، اقتصادي ودې او د خدماتو د وړاندې کولو په شان د اړتیاوو د ځواب ویلو لپاره د ملي یووالي حکومت د اصلاحاتو هراړخیز پروګرام ته انکشاف ورکوي او هغه تطبیقوي.

۲- ولسمشر د لویې جرګې په دایرولو د اساسي قانون د تعدیل بهیر پیلوي او د اجرايي صدراعظم چوکۍ په دوو کلونو کې رامنځته کوي.

۳- تر څو چې د اجرايي صدراعظم چوکۍ د اساسي قانون پر اساس رامنځته کېږي، د صدراعظم دندې او مسوولیتونه به اجرايي (اجراییوي) رييس په غاړه لري. دا چوکۍ به د واک له ترلاسه کولو سمدستي وروسته ولسمشر د یوه فرمان له لارې رامنځته کوي او اجرايي ريیس به هغه څوک وي چې ولسمشرتایید کړی وي خو د دوهم کس (هغه څوک چې انتخابات یې بایللي وي) له لوري به معرفي کېږي.

۴- ولسمشر به د اپوزیسیون د مشر مقام رامنځته کوي او دوهم کاندید (بایلونکی) به د خپلې خوښې کس غوره کوي چې د اپوزیسیون مشري وکړي.

۵- د ملي امنیت، د خپلواکو او اقتصادي اورګانونو د کلیدي چوکیو لپاره چارواکي به د ولسمشر او د اپوزیسیون د مشر ترمنځ په مساوي ډول ټاکل کېږي.

د وزارتونو، قضا، د ولایتونو په کچه مقررۍ به د عادلانه استازیتوب اصل ته په پام د اپوزیسیون د مشر په مشوره د ولسمشر له لوري کېږي.

1۶- ولسمشر ژمنه کوي چې د ملي امنیتي اورګانونو د کلیدي چوکیو مشران به لږترلږه ۹۰ ورځې نه بدلوي.

۷- د ملي یووالي حکومت ژمنه کوي چې په یوه کال کې به د تېرو انتخاباتو د نیمګړتیاوو د اصلاح کولو لپاره په انتخاباتي سیستم کې اساسي اصلاحات راولي. دا اصلاحات به د یوه پراخ او ټولشموله بهیر له لوري چمتو کېږي.

ګومان کېږي چې عبدالله عبدالله به یو بل کس د اجرايي چارو ریاست ته معرفي کړي او په خپله به تر هغو د اپوزیسیون مشري غوره وبولي چې د لویې جرګې له لوري د اساسي قانون د تعدیل په نتیجه کې د صدارت چوکۍ رامنځته شي.

12 thoughts on “عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي د ملي وحدت په حکومت کې پر کومو مواردو موافقه کړې”
  1. تر نن ورځی پوری خو داشرف غنی ټیم ناری وهلی چی مونږ هیڅ موافقه ندی کړی او نه به یی وکړو خو نن ولی دتیری وځی خبری هیری شوی خو دا رښتیا دی چی سیاسیون نه ننګ لری نه خبره یوازی دقدرت وږی لیوان دی چی هروخت دښکار په فکر کی وی ترڅو هر ښکار ځان ته وخوری اوصباح لپاره هم یوڅه ولری که ښکار پیدانشی نو چی وږی هم پاتی نشی ما پکتیاوالو ته ډیری ناری وکړی چی په دی غربی سګ شوی باورنشته دخپل ولس حق تری وغواړی ولی یو څو کسانو چی له نوم سره یی هم حساسیت لرم زما په ضد تبلیغات پیل کړل چی داکس دیومفکر ضد دی په داسی حال کی چی دومفکرهم نه پیژندو او په معنی یی هم نه پوهیدل چی مفکرڅه ته وایی خو یوازی دانوم یی اوریدلی وو او زماپه ضد یی یوه لویه اصلحه وګرځوله ترڅو زما هم نظری یی هم غلط کړل او دځان په لوریی کړل .همدی یو څو غلام مزاجه دښځو په شان مخ اوبریت تراشو دپکتیا ولس بیا په نه بیه خرڅ کړو او دځان لپاره یی دچوکیو لاری چاری پلان کړی ځکه چی علمیت دویی نلری نو دغلامی لاره یوازنی لاره دی چی ولس یی وسیله کړی او دویی ځانونه دقدرت ترګدی ورسوی یوه مصری ده چی وایی(کاغذلیکلی ترینه واخله +داوسنی زمانی یار دی ټګ به وینه) نو اوس مونږ ته پکار دی چی لکه عبدالله عبدالله خپل حق په زور واخستو مونږ یی هم خپل
    حق په زورواخلو نور دی بی علمه تش په نوم مشرانوته اجازه ورنکړو ترڅو زمونږ ولس خرڅ او دځان لپاره پری چوکی واخلی
    مونږ داشرف غنی دمشورتی حکومت سره چی په اصل کی دسهامی شرکت دحکومت اصل دی موافق نه یو بلکی غندویی هم زه په دی وړه خوله بیاهم یوه لویه خبره کول غواړم چی هغه دادی! دلوی پکتیا لوی او عظیم ولسه نن هم وخت لری او اوبه له ورخه ندی تیری شوی راپورته شه خپل خق وغواړه په وزارتو کی وزارتونه وغواړه او په سفارتو کی سفارتونه او په ولایاتو کی ولایتونه وغواړه که دافرست دی هم له لاسه ورکړو نو بیا دکرزی هغه خبره رښتیا شی چی ویل به یی دلوی پکتیا خلک ټول دریوران دی وظایف نشی کولی
    ځـــــــــــــــــــلاند ځاځـــــــــــــــــــــــی

  2. د انځور په کسانو کې له اشرف غني پرته بل هیڅ پښتون نه تر سترګو کیږي او ټول کسان له پښتنو پرته د نورو اقلیتونو استازې دي

  3. دا خو ډیر د شرم ځای دی داسې یو شرموونکی تصمیم ونیول شو. دوی. بلاخره ثابته شوه چی دلته حکومت د یوه ډله لنډه غرو په لاس کې ده. څومربې ګناه کسان په شهادت ورسیدل او بیا هم د غلو او لوټمارنو څخه حکومت جوړ شو. الله دی ورحمیږی. له اشرف غني هم لاسونه ومنځي دی هم یو بل لوبغاړی راوخوت

  4. Abdul Ghafoor Liwal

    زما هغه دوستان چې په سیاست پوهیږي ، یا یې دسیاسي نظامونو ډولونه لوستلي وي ، له ماسره دې مرسته وکړي او دسیاسي نظامونو په ټول تاریخ او ګرده نړۍ کې دې دهغه ډول حکومت بله بېلګه یا نښه راوښيي ، چې نن سبا یې زموږ امریکايي دوستان او افغاني انحصارګر ټوپکوال پرافغانستان ورتپي :
    داسې حکومت چې په اساسي قانون کې ریاستي وي ، خو داجرایوي ریاست په نامه صدارت هم ولري . داسې حکومت چې ګټونکی به جمهورریس کیږي او بیا به بایلونکی هم اجراییه ریس ټاکي او هم داپوزیسون مشر ، داسې حکومت چې داپوزیسیون مشر به دسم نیمايي حکومت څوکۍ راخپلوي او چارواکي به ورته ټاکي ، داسې یو حکومت چې د اپوزیسیون مشر به دجمهور ریس په فرمان ټاکل کیږي ، داسې حکومت چې جوړیږي به خو خپل امنیتي مسئولین به نه شي ټاکلای ، داسې یو حکومت چې که چا ته یې وویل: غلا مه کوه یا له فساده لاس واخله نو اپوزیسون ، اجرایوي مشر او نیمايي کابینه به یا غرو ته خیژي ، یا به وسلې ویشي یا به ارګ ته په زوره ننوځي، داسې حکومت چې سر به یې داوښ وي خیټه به یې دبیزو او لکۍ یې هم دخره !
    دتاریخ په حافظه کې داسې حکومت نه شته ، که تاسو یې بله بېلګه وموندله ، هیله ده ماهم خبر کړئ !

    1. په والله که ما هم داسی ریشخندی حکومت لیدلی وی. زه خو وایم ددوی دی ر مور شیدی شی چه په هر ډول خپله خبره پر ټولو افغانانو او جهانیانو منلای شی.

  5. :دروند مشر ډاکتراشرف غنی ته

    ټولو ته څرګنده ده چې عبدالله او ډله یې چې طالبانو له قولابه هم تیر کړي ؤ د آمریکایانود بې اېم ۵۲آلوتکود بمبارد په زوربېرته قدرت ته ورسیدل اود نویـیمو کالونو وحشتونه یې یو ځل بیا د خلکو په زړونو کې را تازه کړل. خو دا ځل د دیموکراسې په نوم له لنډیو ږیرو او نیکټایي ګانو سره را څرګند شول.

    دا دی د چور او تالان د ریکارډ د ټینګولو تر څنګ یې دیموکراسي هم د دوستانو په اطلاع ورسوله.

    ریچارد هولبروک د پخوانې یوګوسلاویا په څیر د افغانستان د تجزیې ارمان ګور ته له ځان سره یووړ. خو پام کوی چې ښاغلی جان کیري اوس د هغه په پلونو روان دی

    پدې دیارلسو کلونو کې بیا هم عبدالله خېلو غیر له خپلو جیبونو او د نظار شورا نه بل چاته کوم کار او خدمت ندی کړی. دا ډول آپوزیسیون ته دومره واک ورکول د هیڅ هېواد په تاریخ کې ندي لیدل شوي. دوی له قانون سره ستونځه لري. د دوی په واک کې نه د چا مال خوندي دی او نه هم ناموس. خلک قانونیت او مسونیت غواړي

    مشره ،
    جان کیري خو بیخي ستاسو لاسونه تر شا تړلي دي. دومره امتیازات؟
    نه، پداسې حال کې چې ټاکنې مو ګټلي دي، دا کار د هیچا لپاره هم د منلو وړ ندي. اوس لا سر وخت دی.

  6. د هغی بلی لیکنی عنوان چی په همدی ویباڼه کی خپره شوی ده کفایت کوی ( بایلونکی کانديد به تر ګټونکي په لوړ مقام کې وی) لکه څنګه چی ملت ددی فاسداو ناهله چارواکو او حکومت نه تر پوزی راغلی وو او مونژداسی فکر کووه چی ملت به دډاکټر صاحب غنی د واکمنیدو ورسته به ددی فاسد او بی غیرته چارواکوله منګولووژغورل شی خودا خوب مو هم په سین لاهو شو، خو بس دومره به ووایم چی لعنت پرمونژچی مو رایه درکړه!
    ستانکزی

  7. په ډیره خواشینۍ سره ډیر ترخه حقایق دی چی هیچاته به د منلو نه وی. تاسو وګوری دوی څومره د قدرت تږی دی چی ښاغلی اشرف غنی احمدزی یواځی ورته ولاړ دی . هغه متل دی چی په یوو چی سره دوه شی رڼا ورځ پری توره شپه شی. بیاهم د سیاست هغه دری ګونی اصول دی چی :
    د واک لاسته راوړل ، د واک ساتل او یا په واک کی شریک کیدل دی.
    مونږ د انتخاباتو له لاری د افغانستان د سیاسی زعامت او واک ګټلو په پروسه کی بریالی و خو مقابل لوری چی اتیا سلنه واک یی په اختیار کی و هغه یی وساته او دوی حاضر وو چی نظامی کودتا وکړی . موازی حکومت یی اعلان کړ او که لږ نورهم وړاندی تللی وای نو خپل ټول سیاسی مخالفین یی خلع سلاح ، بندی او وژلی شو.
    ولس ونشو کړای خپل سیاسی مشران حمایت کړی او له بلی خوا نړیوالو دوستانو د راتلونکی احتمالی بحران دمخنیوی لپاره مداخله وکړه چی پایله یی دادی په پورته مضمون کی ګورو.
    که تاسو ورته وګوری نو د واک او قدرت اصلی لوبغاړی چی پخوایی 80-100 سلنه د دوی په لاس کی وو اوس ستاسو د ملاتړ او په انتخاباتو کی د ګډون په نتیجه کی له دوی سره نیمایی او له هغه نه زیات له دوی اخیستل کیږی. ښه به دا وی چی نا هیلی نشو او خپل ملی زعیم یواځی پری نږدو. د سنګر او مرچلی خوشی کول بریالیتوب لاسته نه راوړی. د مرچلو ساتل به زمونږ راتلونکی تضمین کړی. که ښاغلی حامد کرزی په یواځی سر له یوی قره قولی سره ارګ ته نه وای ننوتی او له ځان سره یی حد اقل دومره ساتونکی ارګ ته له ځان سره بولی وای چی نن یی دی ساتلی وای نو د ده عکس به چاد لویی جرګی له خیمی لاندی نه و راغورځولای.
    په هر حال دا هیواد زمونږ او تاسو ګډ کور دی او باید چی په ساتلو او جوړولو کی یی هم په مشترک ډول سره برخه پکی واخلو. ح بریال

  8. ګرانو ملګرو دا افغانستان دی، اشرف غنی په داسی یو ملک کی په یوه وار سل په سله اصلاحات نشی راوستلای او نه هم خپل پروګرامونه عملی کولای شي، ښه بیلګه یی تاسی پخپلو سترګو ولیدله، چی لژ کار هم وکولای شي غټه خبر ده خو زما باور دی چی هغه به تر خپل وسه هڅه وکړي. موژ او تاسی بله هیڅ لار نلرو. دلته دوه آفشنه موجود دی یابه دغه خبر ورسره منی او یا به جنګ ته ځی لکه دعراق او سوریی په ډول.

  9. د دی پروسی څخه می زړه هغه وخت مات سو چی لمړی ځل دوی دواړو موافقه سره وکړه. هغه وخت می خپلو ملګرو ته وویل چی اشرف غنی ته زه خپله رایه نه وربخښمه
    زه چی څومره خبر یمه ټولو اشرف غنی ته رایه ځکه ورکړه چه هغوی یو تغیر غوښتی او هیله مند وه چی دغه وخت دی چی کیدای شی مونږ د تورو تیارو څخه راووزو مګر فکر کومه چی د افغانانو په نصیب یوازی ……….. لیکل شوی دی.

  10. د فاتحی ااعلان:- ټولو دوستانو ته خبر ورکول کیږی چی د حامد کرزی د وروو، نعمت الله شهراني د زوی، د حضرت سیب صبغت الله د وراره د مرحوم مارشال فهیم د اکا د زوی ، د اشرف غني د لمسي او د ډبل عبدالله د تربور خدای بخښلی د افغانستان د اساسی قانون فاتحه چی د جان کیری له لوری تیره جمعه په شهادت رسیدلی وو یوه میاشت وروسته په ارګ کی د ګل خانی په ماڼۍ کی د افغان ملت له لوری اخیستل کیږی. دوستان دی خبر وی

ځواب ورکول Jamalludin Stankzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *