د انتخاباتو خپلواک کمیسون

تاند – د اجرايي رييس دوهم مرستیال محمد محقق وايي چې عبدالله عبدالله په انتخاباتي کمیسیون کې د اصلاحاتو لپاره خپل استازي ولسمشر ته معرفي کړي دي.

محمد محقق نن /دوشنبه/ وویل د عبدالله عبدالله له لوري په معرفي شوې ډله کې محمد ناطقي، محمد عاصم او ډاکتر انور شامل دي.

ده وویل چې ولسمشر محمد اشرف غني به هم خپل استازي اعلان کړي او ممکن د مدني ټولنې غړیو ته هم بلنه ورکړای شي چې د انتخاباتي کمیسیون د اصلاحاتو لپاره خپل غړي وروپېژني.

ولسمشر غني تېره اوونۍ خپل دوهم مرستیال سرور دانش ته دنده وسپارله چې په انتخاباتي سیستم او کمیسیون کې پر اصلاحاتو او د قانون له پلوه د دې کار پر امکاناتو څېړنه وکړي او وروسته د خپلو څېړنو پایله ده ته ووايي.

دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني او د انتخاباتي شکایتونو ريیس عبدالستار سعادت په انتخاباتي کمیسیونونو کې د حکومت هر راز مداخله او لاسوهنه د قانون خلاف بولي او وايي چې ولسي جرګه هم نه شي کولی چې په انتخاباتو قوانینو کې تعدیل راولي ځکه چې د قانون پر اساس ولسي جرګې ته د خپلې تقنیني دورې په وروستي کال کې د دې کار اجازه نشته.

د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون ريیس عبدالستار سعادت وايي:« یو شمېر کسان په مغرضانه ډول هڅه کوي چې ولسمشر تر فشار لاندې راولي او د ټاکنیزو کمېسیونونو د تشکیل، دندو او واک قانون د تقنیني فرمان په توګه تعدیل کړي.»

ویل کېږي چې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله او د طلوع په مشرۍ یو شمېر رسنۍ هڅه کوي چې ولسمشر د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د منحلولو لپاره د تقنیني فرمان صادرولو ته اړ باسي.

خو ښاغلی سعادت په خپله فېسبوکپاڼه کې دا کار ناشونی بولي، وايي:« مونږ حکومت نه لرو، یوازې ۸ وزیران لرو چې د نصاب د نشتون له امله، اجرائیه قوه د تقنیني فرمان د جوړولو مشروعیت او واک نه لري. کله چې حکومت تکمیلېږي، بیا هغه وخت ولسي جرګه وي او حکومت د تقنیني فرامینو د ترتیب واک نه لري. ولسي جرګه هم د اساسي قانون ۱۰۹ مې مادې د حکم له مخې په ټاکنیزو قوانینو بحث نه شي کولای.
نو؛ د قانون تعدیل هېڅ راز قانوني مشروعیت نه لري او له اساسي قانون سره په ښکاره تناقض کې واقع کېږي.»

تر دې مخکې د انتخاباتو د خپلواک کیسیون ريیس یوسف نورستاني ویلي و چې هیڅ راز غیرقانوني اصلاحات نه مني او تیار نه دی چې د کمیسیون له مشرۍ څخه په غیرقانوني ډول لاس واخلي.

ښاغلي نورستاني وویل چې غیرقانوني اصلاحات نه مني او حاضر نه دی چې په زور او غیرقانوني ډول د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ریاسته استعفا وکړي.

ده وویل، باید د اصلاحاتو په نوم د انتخاباتو په کمیسیون کې د سیاستوالو د خوښې کسان ونه ګومارل شي.

نورستاني خبرداری ورکړ چې د انتخاباتو په خپلواک کمیسیون کې د هر ډول خپلسرو او غیرقانوني اصلاحاتو مسوولیت به د ملي یووالي د حکومت د مشرانو په غاړه وي.

2 thoughts on “عبدالله عبدالله د انتخاباتي کمیسیون د اصلاحاتو لپاره خپل استازي معرفي کړل”
  1. داتول سياسي بازي دملت غولول او وخت ضائع كول دي مكر دبردي تر شا قوم برستي او زبني دك تعصبات دي جه عبدالله جان به لاره اجولي دي.مكر نتيجه نه لري .ولي خبلي خيري خلكوته روشانه كوي جه زه خوك اوهغه خوك دي .

  2. ښاغلی ولسمشر او ښاغلی اجرايه ريس !
    تاسو ددې وطن په کونډو یتیمانو بې وزلو زړه نه سوځي تاسو ددې خاورې نه یاستی نو ولې مو بیا په ددې ولس ملنډې وهی داستاسو اصلاحات ښه دي چې تجربه کارله دندې ګوښه کړی او پرځای یې داسې بې تجربې حلک راولی چې په راتلونکي کې ستاسو په ګټه کاروکړي دخدای په لحاظ یواځې داشخاصوپه بدلون په داره کې سمون نه شي راتلای تر څو چې منظم پلان جوړ نه شي او دهيواد ملي ګټو ته ژمن پاتې نشي

ځواب ورکول افضل الرحمن بابکرخیل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *