تاند- عبدالله عبدالله نن په خپل دفتر کې له خپلو متحدانو سره وکتل او د خپلو وروستیو څرګندونو په اړه یې له هغوی سره خبرې وکړې.

د اجرايي ریاست له لوري له یوې خپرې شوې خبرپاڼې سره سم، سیاسي مشرانو له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د سیاسي موافقې د بې قید و شرطه اجرا او په نظام کې د اصلاحاتو پر تطبیق ټینګار وکړ.

2په خبرپاڼه کې نور جزییات نه دي څرګند شوي خو ویل شوي چې له عبدالله سره په کتنه کې د ده دوو مرستیالانو، د جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدبن رباني، عطا محمد نور، امرالله صالح، بسم الله محمدي، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، د سیاسي موافقې د اجرا د کمیسیون رييس محمد ناطقي، د وزیرانو شورا د دارالانشا رييس نصرالله ارسلايي او میرویس یاسیني حاضر ول.

ویل شوي چې عبدالله له یونس قانوني او بسم الله محمدي سره هم جلا کتلي دي.

2دغه راز دا هم ویل شوي چې عبدالله په کابل کې د امریکا له سفیر سره هم په پټه لیدلي دي. د دوی د خبرو جزییات نه دي څرګند شوي.

پر ولسمشر غني د انتقادونو ترڅنګ وویل چې د شنبې په ورځ /نن/ به له ولسمشر سره وویني او ټول مسایل به ورسره مطرح کړي.

ارګ پرون په یوه اعلامیه کې د عبدالله څرګندونې د دولتدارۍ د موازینو خلاف وبللې.

4 thoughts on “عبدالله عبدالله له خپلو متحدانو سره د خپل وروستي دریځ په اړه خبرې وکړې”
  1. د افغانستان په دولت کې دننه « پنځم ستون » بیا خپل ځان او سیاست علنی کړ. پداسې حساسو شرایطو کې چې د هیواد په ډیرو ولایتونو کې د طالبانو او داعش له خوا په امنیتی پوستو تعرض او حملی روانې دی او د هیواد زړور وسله وال پوځ له هغوی سره په جګړه بوخت دی، د داکتر عبدالله مغرضی ډلې د دولت له دننه د طالبانو او نورو مخالفینو په ګټه یوه نوې جبهه پرانیستله ترڅو د داکتر اشرف غنی په مشرۍ وطنپاله افغانی دولت ژر تر ژره له پښو وغورځوی.
    هیله ده ټولې هیواد دوسته ، ملی ، دموکراتیکې ، افغانی ډلې ، ګوندونه ، جبهې ، مدنې ټولنې او انفرادی اشخاص د یوه قوي ، باثباته افغانستان د جوړولو لپاره د جمعیت او نورو مزدورو ډلو پرخلاف سره متحدې شی او د هغوی ټول شوم پلانونه په نطفه کې خنثي کړی.

  2. داهغه غله دی چه په 1371 کال کی کابل وران او د300 کلو دمنظمو حکومتونو هر هغه چه در لودل غلا اوبرباد کرل ملی اردو ملی پولیس او امنیب نابود او دغلو او مفسدینو کاروانونه په خلکو او هیواد واکمن شول غنی باید له قاطیته کارواخلی داغله هیس هم نشی کولای اوس ملت ویش دی دغنی نه هیله کوو په کلکه میدان ته راو دانگی کله چه طابان کابل ته ننوتل ددی غلو تیشتی مو په سترگو لیدلی دی توپکان او تانگونه به ایله کول او مندی به ی وهلی

  3. افغانهابایدبخاطرنجات کشورازبحران فعلی باهم متحدشوندومسائل ملی ومیهنی شانرابرمسائل قومی وسمتی ونژادی ارجحیت بدهند درغیرآن دشمنان دین ووطن همیشه درکمین بوده وآسیب بیشترراملت مظلوم ومستضعف مامتحمل میشوند وحکام خودخواه وخودکامه همیشه ازمسئولیت شانه خالی نموده ومینمایند ولی آگاه باشند که خداوند عزیزالنتقام است وانتقام ملت مظلوم راازایشان خواهدگرفت.

ځواب ورکول اخترمحمد گیلانی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *