تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید عبدالله عبدالله او دوو مرستیالانو یې نن په ارګ کې له ولسمشر کرزي سره ولیدل او د راتلونکي کال د انتخاباتو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د ښاغلي عبدالله مرستیالانو، چې له ده سره ملګري ول، رسنیو ته وویل چې په دې کتنه کې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په اړوندو مسایلو خبرې وشوې.

ښاغلی عبدالله یو له هغو لسو کسانو څخه دی چې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون له لومړني لیست سره سم د ۱۳۹۳ لمریز کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید منل شوی دی.

د ښاغلي عبدالله د نژدې سرچینو په وینا له ولسمشر کرزي سره په نننۍ کتنه کې، چې د عبدالله عبدالله په غوښتنه وشوه، ولسمشر کرزي ډاډ ورکړ چې حکومت به په انتخاباتو کې د هیڅ کاندید ملاتړ نه کوي.

د عبدالله عبدالله ځینو پلویلانو لکه د بلخ والي عطا محمد نور ادعا کړې چې کرزی د زلمي رسول، اشرف غني احمدزي او عبدالرب رسول سیاف ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله پلویانو ویلي چې فهیم د عبدالله د کاندیداتورۍ ننګه کوي.

4 thoughts on “عبدالله عبدالله له ولسمشر کرزي سره ولیدل”
  1. Har lochak raasi aw zan riasat e jamhori ta kaandid kri. Abdullah che kala zaan sabtawi daase rawan we laka yawa filmi modala. Di intikhabato commission bayad day di lochakai pa tor la kandidatorai sakha laray kri

  2. نظربه احصایه سازمان های بین المللی در تلویزیون طلوع، داکتر صاحب عبدالله عبدالله بیشترین حمایت مردمی را داشته و ان شاالله ریس جمهور آینده افغانستان است!

  3. هر شخص ته باید په درنه سترګه وکتل شي لابته پرته له هغو کسانو چې د ملت په وینو یې لاسونه سره دی او د ملت له شتمنیوو یې خیټي او جیبونه ډک دي چې په دا ډول کسانو کې ډاکتر عبدالله عبدالله هم راخي. حیرانوونکی خبره ده او عجیبه عدالت دی چې داسي کسانو ته بیا بیا چانس او موقع ورکول کیږي چې تر پرونه یې د خلکو پر ناموس، مال او جایداد تیری کوو او د امریکی سره یې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د بی رحمانه بمباریوو تر سره کولو قرار دادونه لاسلیکول نن ټاکنو ته ودریږي او غواړي د دی هیواد جمهور رئیس شی له امکانه لری خبری نه ده ځکه دا هیواد په پردیوو پلورل شوی او دا ډول کسان به یې بیا هم وپلوري

    الله تعالی په دی ملت ورحمیږي

  4. په غالب ګومان چې عبدالله عبدالله ته خپله ناکامي تر سترګو شوې ده، نو له همدې کبله تللی دی او له اوسني ولسمشر سره یې لېدلي دي ځکه چې دا اوسنی ولسمشر او د ده دور د شمالي ټلوالې لپاره یو زرینه دوره وه هر څه یې چې زړه غوښتل ویې کړل. اوس دوي په هیڅ صورت نه غواړي چې دغه واکمني یې له لاسه لاړه شي.
    بله دا چې کرزی هم نه غواړي چې دغه واکمني دې د ده له ټبره بل چا ته انتقال شي. او کرزی دا هم نه غواړي چې ډاکټر اشرف غني دې وګټي ځکه چې هغه به دا نظام سمه وي او کرزی دا هیڅ کله هم نه غواړي چې داسې وشي، نو له همدې له پاره عبدالله عبدالله ورغلی چې کاکا د اشرف غني په ګټه کې زموږ د دواړه تاوان دی راځه چې سره یوځای شو.
    خو دوي دې په دې پوه شي چې، ډاکټر اشرف غني ان شاء الله چې ګټونکی دی او راتلونکی ریئس جمهور دی.

ځواب ورکول Kochai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *